په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر پیرکورن، نن د هېواد عامې روغتیا وزارت ته د طبي توکو هغه بسته وسپارله چې ددغه سازمان لخوا افغانستان ته د مرستې په توګه رالېږل شوې وه. په دې طبي توکو کې لس زره محافظتي او دوولس زره د کرونا ویروس تشخصیه کېټونه شامل دي. د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز له دې سازمان څخه د مننې تر څنګ وویل، یاد طبي توکي کولای شي په لومړي خط کې د پرتو ډاکټرانو او ګڼ شمېر عامو افغانانو ژوند وژغوري. محافظتي او تشخصیه کېټونه د عامې روغتیا وزارت د جدي اړتیا وړ توکي بلل کېدل.