د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی وایي د خبرو د پيل لپاره یې بشپړ تیاری نیولی دی. د سولې مذاکراتي پلاوي پرون په ارګ کې له ولسمشر غني سره کتلي دي او پر بېلو مسایلو یې خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې د سولې مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي ویلي چې د مذاکراتو لپاره یې بشپړ تیاری نیولی دی او ژر به قطر ته د خبرو د پیل لپاره ځي. ولسمشر غني هم ویلي چې د سولې په لار کې ټول خنډونه ختم شوي دي او طالبانو ته په کار ده چې نور مذاکرات او اوربند وکړي. مذاکراتي پلاوی وایي چې اوربند او د تاوتریخوالي کمول ددغه لومړنۍ غونډې مهمه اجنډا ده. بل پلو یو شمېر سرچینو ویلي چې ښایي پلاوی سبا پنجشنبه دوحې ته لاړ شي. د مذاکراتي پلاوي یوه غړي عبدالحفیظ منصور ویلي مهم مرحلې ته دننه شوې او سبا به دوحې ته سفر کوي څو ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پيل شي.





























