د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې له مخې ټاکل شوې وه چې د روان کال مارچ میاشتې په لسمه نېټه بین الافغاني خبرې اترې پیل شې؛ مګر د دواړو لورو لخوا د ټاکل شوي شمېر بندیانو د نه خوشې کېدلو له امله چې د بین الافغاني خبرو اترو پر وړاندې بنسټیز شرط او خنډ و، یادې خبرې اترې تر دې دمه وځنډول شوې.
افغان دولت د سپټمبر میاشتې په دویمه نېټه اعلان وکړ چې د طالبانو پاتې بندیان یې له خپلو زندانونو آزاد کړي او یوازې اووه تنه بندیان چې د فرانسې او اسټرالیا حکومتونو پرې ځینې ملاحظې لرلې، چې ګواکې هغوی د یادو هېوادونو د عسکرو په وژلو تورن پېژندل شوي، ښايي قطر هېواد ته هم ولېږدول شي. دوحه کې د بین الافغاني خبرو اترو پیل کېدو او هغو مواردو په اړه مو د CSRS په دې تحلیل کې شننه کړې، چې د بین الافغاني مذاکراتو په ترڅ کې به تر بحث لاندې نیول کېږي.
زندانیان او بین الافغاني مذاکرات
په دوحه کې د فبرورۍ په ۲۹مه لاسلیک شوې هوکړې له مخې باید بین الافغاني مذاکرات په خپل وخت پیل شوي وای. دا چې د زندانیانو موضوع د بین الافغاني خبرو اترو پر وړاندې یو بنسټیز خنډ ګڼل کېده، د دواړو لورو لخوا د یاد خنډ له منځه تلل د افغان سولې په برخه کې یو ښه پرمختګ دی، چې د سیمې هېوادونو په ګډون برېټانیې، جرمني او امریکا ورځنې ښه هرکلی کړی دی. د افغان سولې په برخه کې د امریکا ځانګړي استازي ښاغلي زلمي خلیلزاد د زندانیانو خوشې کولو په تړاو ویلي، چې افغانان تر بل هر وخت د سولې طلایي فرصت سره مخ شوي او باید ګټه ترې پورته کړي. د افغان حکومت له لوري د روغې جوړې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د ټولو زندانیانو د ژر خوشې کېدلو په تړاو څرګندونې او همدارنګه د حکومت او طالبانو له لوري د بین الافغاني مذاکراتو د ژر تر ژره پیل کېدو په تړاو څرګندونې ښیي، چې رښتیا هم افغانانو تر بل هر وخت د سولې لپاره یو ښه فرصت تر لاسه کړی او باید دا فرصت غنیمت وګڼل شي څو تلپاتې سولې ته د رسېدو لاره هواره کړي.
د دوحې تړون او بین الافغاني مذاکرات
د دوحې تړون له مخې امریکا ژمنه کړې چې په راتلونکو ۱۴ میاشتو کې به په افغانستان کې له پنځو اډو څخه خپل ټول فوځیان وباسي. که څه هم تر هوکړې وروسته ځینې امریکايي فوځیان له افغانستان څخه وتلي هم دي، د سپټمبر په درېیمه نېټه د امریکا دفاع وزیر وویل چې په نږدې راتلونکې کې به خپل نور درې زره فوځیان هم له افغانستان څخه وباسي. که د امریکا له لوري د فوځیانو وتلو لړۍ په همدې شکل دوام پیدا کړي او تر ټاکل شوې مودې یاد هېواد خپل فوځیان له افغانستان څخه وباسي، نو د افغان شخړې پای ته رسېدو په برخه کې به تر ټولو لوی پرمختګ تر لاسه شوی وي. که څه هم د امریکا ولسمشر د فوځیانو ویستلو په اړه شین څراغ ښودلی او ویلي یې دي چې په امریکا کې تر ټاکنو وړاندې به په افغانستان کې د خپلو فوځیانو شمېر له پنځو زرو ۴۵۰۰ پورې راکم کړي؛ خو د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) ښايي په دې اړه متفاوت نظر ولري او په دې اړه څرګندونې له وخت مخکې کار بولي.
اوربند او بین الافغاني مذاکرات
د شوې هوکړې له مخې، طالبانو ژمنه کړې چې د بین الافغاني مذاکراتو په لړ کې به د اوربند په هکله له افغان لوري سره خبرې کوي. په داسې حال کې چې د دواړو لورو لخوا تقریباً ټول زندانیان خوشې شوي، خو لا هم د هېواد په کچه جګړو زور اخیستی او دواړو خواوو ته پکې درانه ځاني تلفات اوړي.
د زندانیانو د وروستۍ جوپې تر خوشې کېدو یوه ورځ وروسته په ننګرهار، بغلان، سرپل او ځینو نورو سیمو کې د دواړو لورو تر څنګ ملکي وګړو ته تلفات رسېدلي دي. د یو منظم میکانېزم له لارې د اوربند پلي کېدل کولی شي د سولې په برخه کې د سبوتاژ کوونکو ډلو مخه تر ډېره ډب کړای شي. که چېرته اوربند پلی نه شي، ښايي هغه داخلي او بهرنۍ کړۍ چې نه غواړي د هغوی ګټې د افغان سولې راتګ سره له منځه ولاړې شي، د سولې پر وړاندې خنډونه ایجاد کړي. د بېلګې په توګه، ښايي په ښارونو کې د تاوتریخوالي پېښې ډېرې شي او یا هم د ټولنې مطرح سیاسي څېرې په نښه او له منځه یوړل شي، چې په دې کار سره د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د باور فضا له منځه تللی شي؛ نو ځکه د باور فضا ساتلو لپاره اوربند د یو حتمي او بنسټیز شرط په توګه باید وټاکل شي، څو د نورو خنډونو پيدا کولو مخه ونیول شي.
د مذاکراتي پلاوو پېژندنه او پرتله
د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د افغان حکومت له لوري شل کسیز هیئت ټاکل شوی دی، چې د علماوو، سیاسي احزابو، ځوانانو، ښځو او مدني ټولنو غړو ته پکې ځای ورکړل شوی دی. په دې پلاوي کې ځینې داسې کسان هم ګډون لري چې د سولې او لویو ملي قضایاوو په برخه کې ښايي کافي تجربه ونه لري؛ خو بیا هم افغان حکومت تمه ښيي چې دا پلاوی به وکولی شي د ولس غوښتنو ته په پام د سولې په برخه کې ښې لاسته راوړنې ولري. ځکه د دې پلاوي مشري د ښاغلي معصوم ستانکزي پر غاړه ده، هغه څوک چې په تېرو څو کلونو کې یې په لوړو حکومتي څوکیو کار کړی او د کافي تجربې خاوند هم دی. که څه هم د حکومت له لوري په مذاکراتي پلاوي کې د سیاسي احزابو انډول ته هم تر یوې اندازې پاملرنه شوې ده، خو بیا هم د حزب اسلامي په ګډون ځینې سیاسي ګوندونه څرګندوي چې هغوی به له طالبانو سره په مخامخ خبرو اترو کې هم ګډون وکړي، چې دا کار بیا نه یوازې د پلاوي شتون او واک تر پوښتنې لاندې راولي، بلکې په کور دننه د سولې په اړه د پراګنده او تیتو نظرونو ښکارندويي هم کوي. د دې لپاره چې په کور دننه د سولې په اړه واحد نظر پیدا شي، اړینه ده څو افغان حکومت د ټولو مطرحو سیاسي څېرو، د قومونو استازو او علمي شخصیتونو سره د سولې په برخه کې له نږدې کار او د هغوی ملاتړ خپل کړي.
د ښاغلي معصوم ستانکزي په مشرۍ د افغان حکومت پلاوي غړي دا دي: ذکیه وردګ، شهلا فرید، محمد ناطقي، نادر نادري، عبدالمتین بیګ، باتور دوستم، خالد نور، شریفه زرمتۍ، رسول طالب، ایوب انصاري، کلیم الله نقیبي، امین احمدي، عبدالهادي ارغندیوال، حبیبه سرابي، عنایت الله بلیغ، حفیظ منصور، زینب مؤحد، ضرار احمد مقبل او غیرت بهیر.
بلخوا د طالبانو په شل کسیز مذاکراتي پلاوي کې تر ډېره د طالبانو د تحریک لوړ پوړي چارواکي ځای لري. د طالبانو په مذاکراتي پلاوي کې د هغوی د شورا ۱۳ غړي هم ځای لري او دا بیا د دې څرګندويي کولی شي چې یاد مذاکراتي پلاوی تر ډېره د واک خاوند هم دی.
د ښاغلي مولوي عبدالحکیم په مشرۍ د طالب پلاوي غړي دا دي: شیر محمد عباس ستانکزی، مولوي عبدالکبیر، مولوي نور محمد ثاقب، ملا محمد ذاهد احمدزی، ملا شیرین اخوند، ملا عبدالطیف منصور، قاري دین محمد، ملا عبدالسلام حنفي، ملا عبدالمنان عمري، شیخ محمد قاسم ترکمن، ملا محمد فاضل مظلوم، ملا نورالله نوري، ملا عبدالحق وثیق، مولوي مطیع الحق خالص، محمد نعیم وردګ، ملا محمد نبي عمري، انس حقاني، خیرالله خیرخوا، مولوي شهاب الدین دلاور او ملا فرید.
د بین الافغاني مذاکراتو لپاره لومړیتوبونه
موقت حکومت، د نظام شکل، ولسي جرګه او بڼه یې، مشرانو جرګه او بڼه یې، ولایتي او ولسوالیو شوراګانې، د ښاروالیو ټاکنې، د عامې روغتیا، پوهنې او لوړو زده کړو په ګډون بیارغونه، دولتي ادارو کې د ښځینه وو کار، د بیان آزادي، د دیني علماوو علمي رتبې تثبیت او معادله، د اوبو مهارول، برق، ګاز، سوداګرۍ وده او ځینې نور هغه موارد دي که د بین الافغاني مذاکراتو په ترڅ کې تر بحث لاندې ونیول شي، ښايي زیات وخت ونیسي. پر همدې بنسټ دواړه خواوې باید هڅه وکړي څو هغه موارد د بېلګې په توګه مخدره مواد، سرتاسري امنیت، په نظام کې ملي مشارکت، اداري فساد، شفافیت او حساب ورکونه چې افغان ولس په اغېزناکه توکه ژر تر ژره له سولې سره یو ځای کولی شي، تر بحث لاندې ونیسي. ځکه دا هغه موارد دي چې د افغانستان امنیت، ټولنیز ثبات او اقتصادي پرمختګ ګواښي او له دې پرته نړیواله ټولنه هم په دې برخه کې افغان چارواکي هڅوي، څو په دې اړه لازم ګامونه پورته کړي. خو تر دې وړاندې د سرتاسري اوربند پلي کېدل کولی شي د یادو مواردو پر وړاندې لوی خنډ له منځه یوسي. که چېرته اوربند دوام پیدا نه کړي، ښايي د سولې اوسنی فرصت د افغانانو له لاسه ووځي.
اړینه ده څو د سیمې هېوادونه د افغانستان د ښو ګاونډیانو په توګه د سولې د دې تاریخي فرصت په برخه کې د افغان ولس ترڅنګ ودریږي؛ ځکه په افغانستان کې تلپاتې سوله نه یوازې د افغانستان؛ بلکې د سیمې د اقتصادي پرمختګ او سوکالۍ لامل هم ګرځېدلی شي.