پنجشير د هېواد له نويو تاسيس شويو ولايتونو څخه دى، چې د کابل شمال– ختيځ ته په ١٢٠ کيلومترۍ کې د هندوکش د دوو سوېلي څوکو په منځ کې موقعيت لري. دا ولايت له شمال– ختيځ څخه د سوېل– لوېديځ پر لور له هندوکش سره موازي پروت دى او همداسې د شمال له اړخه شمال ته غځېدلى، چې له پنجشير درې سره نښلول کېږي.
پنجشير ولايت د سمندر له کچې ٢٢١٧ متره لوړوالى لري او په لوړو برخو کې يې دغه ارتفاع ٦ زرو مترو ته رسېږي. د دغه ولایت اوږدوالى له دالان سنګ څخه تر انجمن کوتل پورې له ١٢٥کيلومترو زيات دى.
د دغه ولايت پلنوالى بېلابېلې اندازې لري، چې له فني وسايلو او وسايطو پرته نه شي ټاکل کېدلى. دا ولايت د شمال له اړخه د تخار ولايت له خوست فرنګ او د بغلان ولايت له اندراب سره نښتى او له سوېل څخه د کاپيسا له نجراب سنجن او ريزه کوهستان او د ختیځ او د شمال– ختيځ له اړخه د بدخشان له نورستان ولايت سره او له لوېديځ لوري څخه شتل احاطه کړى دى.
درې او کانالونه
د پنجشير سیند د دې ولايت له مهمو سيندونو دى، چې د هندوکش له کوهستان او د ګذرګاه انجمن له ګاونډ څخه سرچينه اخلي او وروسته بيا د سوېل– ختيځ په لوري بهېږي چې د لارې په اوږدو کې ترې نورې څانګې هم بېلې شوې دي او وروسته بيا د کابل ختيځ ته په ٤٨ کيلومترۍ کې له کابل سيند سره يو ځاى کېږي. پنجشير د افغانستان له دايمي سيندونو څخه دى او ټول اوږدوالى يې ٣٢٠ کيلومترو ته رسېږي.
دغه ولايت جيوستراتيژيک موقعيت لري، په دې مانا چې له اوو ولايتونو يانې په شمال کې له تخار، په شمال– لوېديځ کې له بغلان، په لوېديځ کې له پروان، په سوېل کې له کاپيسا، په سوېل– ختيځ کې له لغمان، په لوېديځ کې له نورستان او په شمال– ختيځ کې له بدخشان سره نښتى او د دې تر څنګ له دريو بهرنيو هېوادونو سره هم ګډه پوله لري.
دا ولايت له ١٢٦ لويو او په لسګونو نورو وړوکو درو څخه جوړ شوى دی، چې ډېرى يې يو د بل پر وړاندې پرتې دي او په څو نورو فرعي درو وېشل شوې دي. همدې درو د پنجشير ستراتيژيک اهميت هم زيات کړى دی. د دې تر څنګ په کې لوړ غرونه او طبيعي يخچالونه هم شته، چې په ژمي کې د واورو اوبه زېرمه کوي او د ګرمۍ په موسم کې بيا په چينو او لښتيو کې راوځي. دا ټولې چينې او لښتي بيا هم له پنجشير سيند سره يو ځاى او ښکته درو ته لوېږي.
د دغه ولايت په لوړو سيمو کې زرغونو څړځايونو، ښکلو او تلپاتې ځړوبيو په دې ولايت کې د استوګنې زمينه مساعده کړې ده، چې د دې تر څنګ يې په طبيعي ډول د چريکي جګړو لپاره ښه ځايونه او امکانات را منځ ته کړي دي.
خلک
د دې ولايت د استوګنو شمېر ۳۰۰،۰۰۰ ته رسېږي. د پنجشیر مېشت قومونه له تاجکو، هزاروو، پشيانو، نورستانيانو او غلجي پښتنو څخه عبارت دي، خو عمومي ژبه يې فارسي ده.
اداري واحدونه
دا ولايت له اتو اداري واحدونو څخه جوړ شوى چې بازارک يې مرکز او پريان، نجچ، دره، رخه، عنابه ، شتل او آبشار يې له اوه ګونو ولسواليو څخه عبارت دي.
پوهنه
د دغه ولايت د پوهنې د رييس د معلوماتو له مخې، په دې ولايت کې ١٥٠ ښوونځي فعال دي، چې له دې ډلې يې ٥٠ لېسې او ٤٥ منځني ښوونځي دي. د دې ښوونځيو د زده کوونکو شمېره ٤٥ زرو تنو ته رسېږي چې ١٢ زره يې نجونې او پاتې یې هلکان دي.
د دې تر څنګ يو انسټېټيوت او د ښوونې او روزنې يو پوهنځى هم په کې فعال دى.
اقتصاد
پنجشير ولايت تل د اړيکو له اړخه يو مهم ارتباطي مرکز پاتې شوى دی، چې يو ستر علت يې ورڅخه د کابل- پنجشير اوبو لارې تېرېدنه ده. په تېر کې هم د باختر- هند کاروانونه د همدې لارې په شمال– ختيځ کې د پنجشير سيند په اوږدو کې تېرېدل. دا ولايت نه يوازې چې يو سوداګريز تمځاى و، بلکې يرغلګر ځواکونه به هم ترې تېرېدل. د خاوک غره څنډې هم هغه ساحې وې، چې د مقدوني سکندر سرتېري ترې هم په ٣٢٨ مخزېږدي کې تېر شوي دي او همدارنګه د تيمورلنګ سپرو په ١٣٩٨ زېږديز کال کې دا لاره وهلې او وروسته چې بيا په ١٣٠٩ لمريز کال د خيبر په ډډه د موټرو لار جوړه شوه، نو پنجشير په کې خپل لرغونوالى د يوې سوداګريزې لارې په توګه وساته.
کانونه
په پنجشير ولايت کې د زمردو په څېر د قېمتي کاڼو کانونه شته. د دونالد ار هيل په نامه څېړونکى په اسلامي دورو کې د کانونو په اړه شوې څېړنه کې وايي، چې د نقرې اصلي کانونه په ختيځو اسلامي سيمو کې شته، چې مهم هغه يې د هندوکش کانونه دي، چې په پنجشير او جاريانه ښارونو کې موقعيت لري او دواړه د بلخ په ګاوڼد کې پراته دي.
د راپور له مخې، په دغه ولايت کې ١٠٠٠٠ کان کېندونکي کار کوي، د نقرې نور مهم کانونه په اسپانيا، شمالي افريقا، ايرانا او مرکزي اسيا کې شته دي. دا ولايت د ډبرو سکرو کان هم لري چې په ډېره کمه پانګونه ګټې اخيستنې او د ملي اقتصاد پياوړتيا ته چمتو کېدلى شي.
تاريخي مخينه
د ستر داريوش د پاچاهۍ په زمانه کې د پنجشير- غوربند غرنۍ برخه د هخامنشيانو په ټاټوبي پورې د ستګيديه تړلې سيمه وه، چې د هیرودېټ د وينا له مخې، ستګيديه د ايران د ختیځ يا شمال– ختيځ د خلکو يوه برخه وه او مقر يې د هخامنشي واکمنۍ د وېش له مخې اوم ولايت شمېرل کېده.
ځينې بيا په دې اند دي چې مقدوني سکندر د غوربند او پنجشير سيندونو د يو ځاى کېدو په سيمه کې د اسکندريې په نامه یو ښار د دې لپاره جوړ کړ، څو په غرنيو سيمو کې د ده د سپاهيانو لپاره ترې د پوځي اډې کار واخيستل شي، خو وروسته بيا د پنجشير په غرونو کې له لوږې او يخنۍ سره مخ شول، چې په پايله کې يې د بلخ ستر ښار ته مخه کړه.
کرکيله
په دې ولايت کې بېلابېلې ميوې شته چې له دې جملې څخه يې حسيني انګور او توت ډېر مشهور دي، خو په ځينو سيمو کې يې غنم او نور کرنيز حاصلات هم شته .
فرهنګ
په دې ولايت کې فرهنګي فعاليتونو ښه وده کړې، خو بيا هم د ګاوڼديو ولايتونو په پرتله کم دي. په دې ولايت کې د خراسان په نامه يوه راډيو، د پنجشير په نامه پنځلس ورځنۍ او افتاب په نامه مجله خپرونې لري .
د دې تر څنګ په کې د کاروان قلم، د پنجشير درې فرهنګي بنسټ او د پنجشير ښځو سازمان په نامه مدني ټولنې هم فعاليت کوي.
د پنجشير شخصيتونه او فرهنګي مشاهير
احمد شاه مسعود، بنجهيري (پنجهيري، ابوالمظفر مکيبن ابراهيمبنعليالپنجهري) انجنير محمد اسحاق، دستګير پنجشيري، استاد غلام محی الدين دريځ، ناصرالدين دريځ، عبدالحی، عبدالحميد محتاط، عبدالحفيظ منصور، محی الدين مهدي، حيدري وجودي، قهار عاصي، خالده فروغ، صديق برمک، څارنوال اکرام، ظاهر اغبر، طاهر شباب، صديق شباب، داکتر عبدالله، احمد ضياء مسعود، ولي مسعود، محمد يونس قانوني، بسم الله خان محمدي او نيلاب رحيمي د دې ولايت مشهورې څېرې دي.
لوبې
سره له دې چې پنجشير ولايت د وزلوبې لوبډله لري، خو د لوبغاړو لخوا يې رزمي لوبې هم زياتې دود دي، چې په دې وروستيو کې د دې ولايت کرکټ لوبډلې هم وده کړې او منتخبه لوبډله لري، چې په ولايتي سياليو کې ښه ځلېدلې ده.