هلمند د افغانستان په سوېل– لوېديځ کې يو له هغو ولايتونو څخه دى، چې د هېواد لسمه برخه جوړوي. دغه ولایت د طول البلد په ٦٠ درجو او ٦١ دقيقو او د عرض البلد په ٢٩ درجو او ٣٠ دقيقو کې موقعیت لري.
هلمند ٦١٨٢٩ کيلومتره مربع مساحت لري، ختيځ ته يې کندهار، شمال ته يې اروزګان، ډايکنډي او غور، لوېديځ ته يې فراه او نيمروز ولايتونه او سوېل ته يې د ١٦٢ کيلومتره په اوږدوالي د ډيورنډ کرښه پرته ده.
شمالي برخې ته يې غرونه حلقه شوي او سوېل ته يې ريګستاني سيمې دي، هوا او اقليم يې په ژمي كې معتدل او په دوبي كې ګرم وي. مركز يې لښكرګاه ښار دى او له پلازمېنې كابل څخه ۶۷۱ كيلومتره واټن لري.
د يوې غير رسمي سروې له مخې، هلمند دا مهال يو نيم ميليون نفوس لري. دغه ولایت د اداري وېش له مخې د مرکز لښکرګاه په ګډون ١٤ اداري واحدونه لري، چې نادعلي، مارجې، ګرمسېر، خانشين، ديشو، ناوه، ګرشک، سنګين، کجکي، موسى کلا، باغران، نوزاد او واشېر ولسوالۍ په کې شاملې دي.
سيند او بندونه
د هلمند سيند چې په بېلابېلو دورو کې يې نومونه بدل شوي، زيات نومونه لري چې د بېلګې په توګه يې دلته څو نومونه اخلو: هيتومند په اوستا کې راغلى، په سانسګرېټ کې هيذمند، بيا هتمند، بيا په هير مند اوښتى او په اسلامي دور کې يې نوم په اوسني هلمند واوښت چې لغوي مانا يې پرتمين، بريمن او پرتم دى .
د هلمند سيند د هېواد د مرکزي سيمو له بابا غرونو سرچينه اخلي، چې د ١٤ سوه کيلومتره په اوږدوالي سره تر ايرانه بهيږي او وروسته بيا په هامون کې غرقيږي. د هلمند سيند په بېلابېلو سيمو کې مرستيالان خوړونه لري، په ځانګړې توګه تر کجکي ولسوالۍ لاندې سيمو کې د سنګين، موسى کلا، نوزاد، لوى مانده، نرى مانده، ارغنداب سيند او داسې نور لوى او واړه خوړونه يې مرستيالان دي.
د برېښنا بندونه
د كجكې د برېښنا بند د دې ولايت يو له مهمو پروژو څخه دى، دغه بند د دریو توربينونو په لرلو سره ۵۱ ميګاواټه برېښنا توليدولى شي، چې اوسمهال يې دوه فعال دي او ۳۱ ميګاواټه برېښنا توليدوي او د هلمند تر څنګ کندهار ښار ته هم برېښنا ورکوي.
د ګرشك د برېښنا بند چې د كانال پر سر جوړ شوى، دوه نيم ميګاواټه برېښنا توليد لري، خو همدا اوس يې پر پروژې كار روان دى، چې د توليد كچه به يې پنځو ميګاواټو ته زياته شي .
کلتور
هلمند که څه هم له پخوا زمانو راهيسې د فرهنګ، تمدن او تاريخي ميراثونو مرکز و، خو په دې وروستيو کې يې منظمې فرهنګي چارې د بست فرهنګې ټولنې په جوړېدو سره په ١٣٨٤ لمريز کال کې پيل کړې، تر هغه وروسته د هلمند ادبي ټولنه، پير روښان ټولنه، سنګ روخام ټولنه، محمود طرزي ټولنه، هاشم سرواني ټولنه، په نادعلي ولسوالۍ کې د نادعلي په نوم ټولنه، په ګرشک کې د شملې ادبي ټولنه او دغه راز په ګرشک کې د سراج په نوم ټولنه چې دا مهال د ادبي بهير تر څنګ نهه ټولنې فعالیت کوي چې تر دې مهاله شاوخوا ١٢ سوه شاعران او ليکوالان پکې وخت ناوخت ادبي بانډارونه جوړوي.
تاريخي ابدې
دغه ولايت شاوخوا پنځوس تاريخي ميراثونه لري، لکه: بست کلا، سلطان محمود قصر، ارګ ماڼۍ، تنور کلا، مسجد، اتو کلا، سفار کلا، بولان کلا، د شملان کلا او شاه اسماعيل اغا کلا او داسې نورې چې د ټولو شمېر يې تر پنځوسو اوړي او ډېرى يې اوسمهال د نه پاملرنې له امله د له منځه تلو په حال کې دي.
د هېواد د نورو ولايتونو په څېر د هلمند د خلکو هم ملي نڅا ډول ته اټن دى، چې ځوانان يې د خوشحاليو په پروګرامو کې کوي.
رسنۍ
په هلمند کې لومړى په ګرشک ولسوالۍ کې د نيمروز په نوم يوه اونيزه د لږ وخت لپاره چاپ شوه، خو تر هغه وروسته په ١٣٣٣ لمريز کال کې د هلمند جريدې په نوم اونيزې په فعاليت پيل وکړ، چې تر دې مهاله له چاپه راوځي.
د هلمند دولتي راډيو په ١٣٦٢ لمريز کال کې تاسيس شوه او د هلمند ټلوېزيون بيا په ١٣٦٥ کال کې په خپرونو پيل وکړ. د سباوون خپلواکې راډيو په ٢٠٠٣ ز کال کې په خپرونو پيل کړى، چې دا مهال په هلمند کې پر دولتي او سباوون سربېره؛ بست، سمون او مسکا سيمه یيزې راډيوګانې پر اېف اېم څپو خپرونې لري او د دولتي ټلوېزيون تر څنګ، د سباوون په نوم يو ازاد ټلوېزيون هم له نږدې يوه کال راهيسې خپرونې لري.
دغه راز په هلمند کې د پګړۍ مجلې تر څنګ چې په لومړي ځل په ١٣٨٤ لمريز کال کې چاپ شوه، ورپسې شمله، پويا، لښکرګاه، سفار او د روغتيا پلوشې ازادې مجلې دي او تر څنګ يې د هلمند دولتي مجله او د امنيه قوماندانۍ مجله ده، چې يوازې پويا، لښکرګاه او د ولايت مجلې پر وخت چاپيږي. پاتې نورې يې تر يو يا دوه ځله چاپ وروسته له چاپ څخه پاتې شوې دي.
د سيستان، بست، هلمند، هيله، پايله، سجستان، کجکي، د ښاروالۍ اونيزه، مياشتنۍ او مهالنۍ جريدې دي، چې يوازې يو يا دوه ځله چاپ شوې دي .
په هلمند کې د ملي، اريانا، شمشاد، لمر، طلوع او يک ټلوېزيونونو خپرونې هم بروډکاسټ کوي. ازادي راډيو، بي بي سي، ستا، ارمان اراکوزيا، اريانا، شمشاد او ملي راډيو هم په اېف اېم څپو کې خپرونې کوي.
مشاهير
هلمند ولايت ډېر مشاهير لري، چې ځینې مهم يې په لاندې ډول دي:
عبدالرووف بېنوا، سلطان محمد خان، محمد افضل خان، محمود پردل، شاه نظر خان هلمندوال، ګل احمد اخندي، امير حفيظ الله خان حقيار، وکيل محمد خان، دوست محمد خان، د تاغز حبيب الله خان، ملا محمد نسيم اخندزاده، ملا محمد رسول اخندزاده، ملا امير محمد اڅکزى، ملا امير اخندزاده، ملا شير محمد اخندزاده، وکيل سفر خان، علي شاه مظلوميار، ظاهر سوله مل، محمد سوله مل، رييس عبدالواحد، ملا سلام اخند، ملا قيوم ذاکر او ملا عبدالرووف خادم.
پوهنه
هلمند دا مهال ٣٤١ ښوونځي لري چې ٢٠٤ يې پرانيستي دي. په دغو ښوونځیو کې ١٣٠ زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي، چې ٣٠ زره يې نجونې دي او د ٢٩٠٠ ښوونکو لخوا تدريس ورته کيږي .
هلمند د لوړو زده کړو موسسه هم لري، چې د هغې تر څنګ پکې یو دارالمعلمين هم فعال دى .
دغه دارالمعلمين ٥٥٨ زده کوونکي لري چې ٢٧٩ يې نارينه او په همدې شمېر يې ښځينه دي او د ٢١ استادانو له لوري تدريس ورته کيږي چې له ډلې یې څلور ښځينه دي.
د هلمند پوهنتون په ١٣٨٧ لمريز کال کې تاسيس شوى، چې څلور پوهنځي (کرنه، تعليم او تربيه، انجنیري او وترنري) لري.
په دغه ولایت کې درې خصوصي پوهنتونونه: وادي هلمند، اراکوزيا او بست هم فعاليت کوي چې د طب تر څنګ، حقوق او اقتصاد پوهنځي هم لري. د دې تر څنګ، درې انسټېټیوټونه هم فعاليت کوي. په دې ولايت کې شپږ خصوصي لېسې فعالې دي، چې ١٤٢٨ زده کوونکي لري او له ډلې یې ١٩٥ نجونې دي.
دغه راز په دې ولايت کې ١٨ ديني مدرسي د پوهنې له رياست سره ثبت دي، چې ٢٠٠٠ طالب العلمان پر زده کړو پکې بوخت دي .
کرنه
هلمند د هېواد په کچه لوى او کرنيز ولايت دى او تر نيمايي ډېره ځمکه يې هواره ده چې د هلمند سيند يې لویه برخه خړوبوي. دغه راز په شمالي هلمند کې کاريزونه او چينې شته او تر څنګ يې هوا هم معتدله او د کرنې لپاره مناسبه ده. هلمند د کرنيزو ځمکو تر څنګ، لويې دښتې هم لري چې ډېرى ريګي دي. د سون لپاره وچمرغي، ترخې او نورې ونې لري او دغه راز انار، انګور، زردالو، الوچې، الوبخارا، هندواڼې، شفتالو، شيلير، بادام او نور ميوه لرونکي باغونه هم لري. جوار، غنم، لوبيا، ممپلي، رومي، بينډۍ، پخته، شنې او تورې مۍ او زعفران يې نور ښه حاصل ورکوونکي کرنيز حاصلات دي او د کرنې تر څنګ يې ډېری وګړي پر مالدارۍ هم بوخت دي.
خو په دې وروستيو کې هلمند د هېواد او نړۍ په کچه د کوکنارو تر ټولو لوى توليدوونکى ولايت ياديږي. د دې ولايت ډېرى بزګران کوکنار کري، چې بيا ترې تارياک او هيرویین جوړېږي .
لاسي صنايع
په هلمند کې ډېرى لاسي صنايع له وړيو، پوستکو او لوخو څخه جوړيږي، لکه: کوڅۍ، ليمڅي، قالينې، پټوګان، خولۍ، جامې، غاړې، پردې، کمپلې، دسترخوانونه، غلبيل، چغل، ميده بيز، د لمانځه جاى نماز، پړي، چپرکټونه، لاسي دسکولونه، د اسونو او اوښانو لپاره د ښکلا او د بارولو وسايل، ګلدانۍ او نور د ښکلا توکي چې ډېر يې د ښځو او په ځانګړې توګه د کوچيانو لخوا جوړيږي چې له ډېرو څخه يې په ورځني ژوند کې ګټه پورته کېږي.
د هلمند د روخام فابريكه
د هلمند د روخام فابريكه په ۱۳۴۱ لمريز کال كې د وري د مياشتې په ۲۸مه د امريكا په مالي لګښت د وخت د پاچا حضرت ظاهرشاه په لاس ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه. هغه وخت سلګونو تنو پکې دنده تر سره كوله، دغه فابريكه د نجارۍ تر څنګ په نورو برخو کې هم فعاليت كوي.
د روخام له ډبرو څخه بېلابېل زينتي او نور شيان جوړيږي، كه څه هم دمګړۍ نړيوال ماركيټ نه لري، خو دا مهال يې جوړ شوي توكي د هېواد په بېلابېلو ولايتونو كې پلورل كيږي .
دغه فابریكه پخوا ټوله دولتي وه، خو تېرو دریو لسيزو جګړو يې د كار كيفيت پيكه كړى او له همدې امله اوسمهال پنځوس سلنه خصوصي سكټور ته اوښتې او دا مهال شپيته تنه د روخام او نجارۍ په برخه كې پر كار بوخت دي . دوى درې ډوله ډبرې لري چې د هلمند له سرحدي ولسوالۍ خانشين څخه يې راوړي.
د هلمند د بست تصدۍ (د پنبې) فابريكه هم په ۱۳۴۲ كال كې د وخت د حكومت لخوا جوړه شوې وه، چې هغه وخت يې هر كال له ۲۵ تر ۳۰ زره ټنه مالوچ او د هغې دانه توليدوله او پيرله چې له دې څخه بيا غوړي، پوستكی، صابون او نور مواد جوړېدل او غوړي به يې تر ډېره په هيواد كې د ملي اردو نظامي ارګانونو ته وركول كېدل.
هغه وخت په دې فابريكه كې ۱۵ سوه کسانو کار کاوه، چې اوس يې کارونه او توليد ډېر پيکه شوي دي.
ورزش
ورزش او لوبې له پخوا زمانو څخه په هلمند کې دود دي. مهمې هغه یې خوسى، ډبره اچول، کبډي، دوره، کيلک دومبک، پټپټاني، مردکي، بوجلي (بيډۍ)، غيږ نيول، کچه کول، کتار او درې خطى دی چې ډېرى يې په کليو کې دود دي او اوسمهال په ښارونو او کليو کې واليبال، فوټبال، کرکټ او باسکيټبال لوبو ډېر مينه وال پيدا کړي دي.
په دې ولايت کې دا مهال دوه لوى لوبغالي کرزى او غازي محمد ايوب خان فعال دي، چې د فوټبال تر څنګ پکې واليبال او کرکټ لوبې هم کيږي. دغه راز ١٣ کلبونه شته او ٢١ ورزشي څانګې پکې فعالې دي. په دغو ټولو اړونده څانګو کې يوازې په مرکز لښکرګاه کې ٥٨٤٩ لوبغاړي ثبت او راجستر دي او تر دې ډېر په ولسواليو کې پرته له دې چې راجستر شوي، پر لوبو بوخت دي.