کله چې خصوصي سکتور د افغانستان له لوړو زده کړو وزارت سره په همغږۍ د لوړو زده کړو په برخه کې پانګونه وکړه، نو ډېری هغو کسانو ته د لوړو زده کړو زمینه برابره شوه چې دولتي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو ته یې لار نه شوای موندلی، پخوا د بېلا بېلو ستونزو له کبله له زده کړو پاتې وو او یا یې هم غوښتل د خپل کاروبار تر څنګ لوړې زده کړې وکړي یا هم نور پوهنځي ولولي. دا په افغانستان کې یوه نوې تجربه ده، نو کېدای شي ځینې ستونزې ور سره ملې وي؛ خو ډېر داسې خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې شته چې په خورا لوړه کچه محصلین روزي او ښه امکانات لري. لوړو زده کړو وزارت ته پکار ده چې په خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو باندې خپل څار زیات کړي، څو یې کیفیت نور هم لوړ شي. په نوره نړۍ کې تر دولتي پوهنتونونو خصوصي هغو ته ډېر ارزښت ورکول کېږي، ځکه که په نړیواله کچه د پوهنتونونو درجه بندي یا رېنکېنګ وکتل شي، نو خصوصي پوهنتونونه یې په سر کې راځي. دا ځکه چې په خصوصي پوهنتونونو کې محصلینو ته د پیسو په بدل کې زده کړې ور کول کېږي، نو هڅه کوي څو ټول هغه امکانات ورته برابر کړي، چې یو پوهنتون یا د لوړو زده کړو موسسه او یا هم انستېتیوت یې باید ولري او خپل ارزښت ورځ تر بلې لوړ کړي. د لوړو زده کړو له موسسو پرته د نیمه لوړو زده کړو انستېتیوتونه هم د پام وړ دي، چې ځینې یې په پوهنې وزارت، مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ او ځینې یې هم بیا په روغتیا وزارت پورې اړوندېږي. په ځانګړې توګه اوس د هغو انستېتیوتونو شمېر ډېر شوی چې د روغتیا وزارت اړوندېږي او په طبي برخه کې کار کوي. دغه انستېتیوتونه د قابلګۍ، نرسنګ، فارمسۍ، ستوماتولوژۍ، انستیزۍ، رادیولوژۍ، فزیوتراپۍ او طبي تکنالوژۍ او نورو برخو کې کسان روزي. په یادو برخو کې مسلکي کسانو ته نن سبا ډېره اړتیا لیدل کېږي، خو په دې شرط چې ښه روزل شوي وي او په خپل مسلک کې کافي تجربه ولري. که څه هم د هېواد د ځینو ولایتونو په مرکزونو کې د دغه ډول انستېتیوتونو د فعالیت امکانات شته او تر ډېره هغه کسان چې له دې انستېتیوتونو فارغېږي، بېرته د اړوندو ولایتونو په مرکزونو کې کار کوي، په داسې حال کې چې په کلیو او بانډو او لرې پرتو سیمو کې ورته ډېره اړتیا لیدل کېږي. د افغانستان په ډېرو وروسته پاتې ولایتونو کې لا هم په روغتونونو او کلینیکونو کې مسلکي ډاکټران نشته، چې له کبله یې خلک اړ کېږي خپل ناروغان ولایتي او یا هم مرکزي روغتونونو ته ورسوي، چې ډېره کله بیا په لار کې مړه کېږي هم. په دې هیله چې د افغانستان ټول دولتي او خصوصي روغتونونه او کلینیکونه د مسکلي ډاکټرانو درلودونکي واوسي. له یادو اکاډمیکو مرکزونو څخه چې په ځانګړې توګه طبي برخه کې خلکو ته د زده کړو زمینه برابروي، یو هم د حکیم ناصر خسرو د طبي زده کړو انستېتیوت دی.
د حکیم ناصر خسرو بلخي انستېتیوت په ۱۳۹۳ کال کې پر فعالیت پیل کړی دی. د دغه انستېتیوت رییس ښاغلی ماهر پویا وایي، د ناصر خسرو بلخي انستېتیوت له پیله تر اوسه ټول اته پوهنځي لري چې په پنځو پوهنځیو کې یې زده کړیالان په عملي بڼه پر زده کړو بوخت دي. د ښاغلي پویا په وینا، ناصر خسرو بلخي انستېتیوت د قابلګۍ، نرسنګ، فارمسي، ستوماتولوژۍ، انستیزۍ، رادیولوژۍ، فزیوتراپۍ او طبي تکنالوژۍ څانګې لري. د نوموړي په خبره، یاد انستېتیوت په مختلفو تحصیلي طبي برخو کې زده کړیالان روزي.
ښاغلی پویا وایي چې د حکیم ناصر خسرو بلخي انستېتیوت په ټوله کې ۶۰۰ زده کړیالان لري چې له دې ډلې یې ۶۰٪ ښځینه او پاتې ۴۰٪ یې نارینه زده کړیالان تشکیلوي.
نوموړی وایي چې تر اوسه یې درې دورې فارغین ورکړي دي چې د ۱۳۹۹ کال له فارغینو سره یې ټول څلور دورې کېږي.
د ښاغلي پویا په وینا، د ناصر خسرو بلخي انستېتیوت په دوو دورو کې زده کړیالان جذبوي، یوه یې پسرلنۍ دوره ده چې د حمل میاشتې په لومړۍ نېټه پیل کېږي او بله یې خزاني دوره ده چې جذب یې د مېزان میاشتې په لومړۍ نېټه پیلېږي او په هره دوره کې له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ پورې زده کړیالان جذبوي.
د یاد انستېتیوت مشر ماهر پویا وايي چې دوی خپلو زده کړیالانو ته ځانګړی تخفیف په پام کې نیولی دی، زده کړیالان یې که له هرې طبقې او هر ځای څخه مراجعه کوي، د یاد انستېتیوت لخوا ۵۰٪ تخفیف ورکول کېږي.
نوموړي زیاته کړه چې ناصر خسرو بلخي انستېتیوت د ورځې په دریو دورو کې تدریسي چارې لري، لومړۍ دوره یې د سهار له پنځه نیمو تر اته بجو پورې، دویمه دوره یې له اته تر دوولسو بجو پورې او درېیمه دوره یې له یوې تر څلورو بجو پورې دوام کوي.
د ښاغلي پویا په وینا، دوی د زده کړیالانو لپاره کتابتون لري چې په ځانګړې توګه طبي کتابونه پکې ډېر دي. نوموړی وایي چې دوی د هېواد په کچه له ښوونیزو بنسټونو سره نېکې اړیکې لري او په راتلونکي کې هڅه کوي چې له بهرنیو علمي او اکاډمیکو بنسټونو سره هم اړیکې ټینګې کړي. ښاغلی ماهر پویا وایي، ناصر خسرو بلخي انستېتیوت د خپلو زرو تنو فارغو زده کړیالانو لپاره په دوو دورو کې ډیپلومونه توضېح کړي دي.
ښاغلی پویا زیاتوي چې د زده کړیالانو د علمي کچې د لوړولو په موخه تل ډېر علمي سمینارونه دایروي، زده کړیالان د عملي فعالیتونو لپاره روغتونونو ته وړي او په همدې برخه کې یې له ډېرو روغتونونو او روغتیایي مرکزونو سره قراردادونه هم لاسلیک کړي دي او د انستېتیوت لپاره یې د کابل ښار په کچه پیاوړي او تجربه لرونکي استادان ګومارلي دي.
ښاغلی پویا وایي چې د انستېتیوت د علمي سویې د لوړولو او لا بډاینې په موخه په راتلونکي کې ځينې پلانونه تر لاس لاندې لري. د نوموړي په وینا، غواړي چې خپلې ځینې دوه کلنې طبي څانګې عالي تحصیلاتو ته لوړې کړي او له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې په دې برخه کې د عالي تحصیلاتو جواز ورکړي. ښاغلی پویا زیاتوي، د امکاناتو په برخه کې هېڅ نیمګړتیا نه لري، غوره روغتون، پیاوړي استادان، علمي کدرونه، تدریسي امکانات او داسې نور هر څه یې په علمي او نړیواله سویه برابر دي.
ښاغلی ماهر پویا همدارنګه وايي چې له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې انستېتیوت ته یې له نیمه عالي څخه عالي کچې ته ارتقاع ورکړي او د انستېتیوت اړتیاوو او ظرفیت ته په کتو ورسره هر اړخیزې مرستې وکړي.
کتابتون، کمپيوټر لب، شنه ساحه، د عملي زده کړو لپاره په وخت سمینارونه نیول او لوبغالي هغه امکانات دي، چې یاد انستېتیوت د خپلو محصلینو لپاره برابر کړي دي.
د یاد انستېتیوت اداره له لوړه زده کړو وزارت څخه کومه ګیله نه لري، خو وايي که لوړو زده کړو وزارت ورته د دوه کلنو څانګو د لېسانس جواز ورکړي، دا کار به د دوی پر فعالیت ډېر اغېز وکړي.