د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په پام کې لري چې سږکال له څه باندې ٨٠ زره بېځايه شويو کورنیو سره ژمنۍ مرستې وکړي.
دغه وزارت وايي، په همدې موخه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ يا UNHCR او نورو نړيوالو ادارو په مرسته، له دريو مياشتو راهيسې يوه ستراتيژي ترتيب شوې ده. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د کورنيو بېځايه شويو ریيس مهرخدا وايي، د دې ستراتيژۍ لپاره ٢١ ميليونه ډالره بودجه اټکل شوې چې له مخې به يې له ٨٣ زرو کورنيو سره مرسته کېږي.
په افغانستان کې د روانو جګړو، وچکالۍ او نورو ستونزو له کبله په لسګونو زره کسان بېځايه شوي دي. په وروستیو کې د افغانستان په لوېديځ کې دوه لکه او ٢٣ زره کسان بېځايه شوي چې عاجلو مرستو ته اړتيا لري.