د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ټوله مرکه او د ایران د اخوندي رژیم دریځونه یوې خوا ته، هغه څه چې ما ته د یوه افغان په توګه د ملتپالنې او افغان ګټو له دریځه مهم وو، هغه دا یوه جمله وه چې وې ویل «هېڅ ځای لکه خپله خاوره او هېواد نشي کېدای» موږ په خوږه پښتو ژبه کې پدې اړوند ډېرې ښې بېلګې لرو، دا چې وایي پردی کټ تر نیمو شپو وي، تر پردي زوی خپله لور ښه ده، هر چا ته خپل وطن کشمیر دی، پردي خواړه يا پور دي يا پېغور او تر پردي ګل خپل اغزی هم ښه دی.
نو په داسې یوه حالت کې پر ایران، پنجاب، فرنګ او مغل د تکیې پر ځای ښه ده، چې زموږ سیاستوال، رهبرګوټي او واکمنان دا وطن خپل وګڼي، د نیویارک د ساتلو، په تهران، سویس، مسکو او خلیج کې د عیش نوش پر ځای په دې خاوره کې ځان ته د کور، اور او ګور فکر وکړي، هغوی چې لکه جواد ظریف د لوېدیځ په ښیښهای ښارونو کې زده کړو غربي نه کړو، سیکولار یې نه کړو، خپل اولادونه یې خپل وطن ته یووړل او نن د ایران د یوه داسې نظام له دریځ څخه د خپلو وطني ګټو په دفاع کې مبارزه کوي، چې زما او ستا هېوادوال د خپلو ګټو په پار د کرایي ملېشو په توګه د یمن له صنعا، د عراق تر موصله او د لبنان له بیروت او صیدا څخه د سوریې د جولان تر لوړو د خپلو نیابتي جګړو په پار جنګوي او بیا په وروستۍ سپین سترګۍ د هغوی هر چا ته په اجرت او کرایه ورکولو ټټر دربوي.
د کارګري انقلابونو لوی مبارز چیګوارا وایي: يوه ژورنالېست راڅخه وپوښتل چې هېوادپالان او د بلواکۍ ضد مبارزان ولې په روحي لحاظ ځانونه دومره شتمن ښيي، چې په سترګو کې يې د لوږې څرک هم نه موندل کيږي؟
وایي ورته ومې ويل چې هېوادپالان او په خپل تاریخ او ارزښتونو تکیه کوونکي د مالکيت احساس لري، دوی فکر کوي چې هېواد یې ملکيتونه، معدنونه، شتمنۍ، کروندې، فابريکې او هر څه زموږ یانې ولس دي. ځکه نو هېڅوک له خپله ماله، له خپلو خلکو او له خپل وطنه غلا نه کوي.
هېواد پلورونکي بیا د دې خلاف يوه بنسټیزه او ستره ستونزه لري، هغوی هېواد او ولس د ځان نه بولي او پردي یې ګڼي، نو ځکه غلا ترې کوي او بيا له غلا سره د پردیو غېږې ته پناه وړي.
پر همدې بنسټ، ښه به دا وي چې موږ، موږ شو، د پردو رنګینو غلامیو او ډالرو ته شاه کړو، یو بل وزغمو، له سوېلي کوریا پرته هېڅ ملت پردو نه دی سیال کړی، چین وروسته له هغه صنعتي شو چې امریکا ته بلا شو او ډېرو ته د سترګو خار شو چې کله چیني رهبر ماوتڅه د کنفسیوسېزم د ښوونو او لارښوونو پر بنسټ چې پر اصیلو چیني ارزښتونو ولاړ و، د خپل انقلاب سروکي وټاکل، د اپارټایډ پر ضد د لوترکېنګ او نیلسن مانډیلا د ازادۍ د لارې اوږد مزل پرته له دې چې پر خپل ولس یې تکیه کړې، نور هېڅ هم نه دي، ګاندي هغه څېره چې له انګلستان څخه یې په فلسفه کې دوکتورا راوړه ولې د انګرېز د فکر او جلال غلام نه شو، بلکې لنګ یې وواهه او د خپل ولس منځ ته ورغی، د بودېزم خندوونکي او د عقلاني فلسفې ضد عبادتونه یې تر سره کړل، څو چې هند یې د انګرېز د پېړیو له تاړاک، یرغل او نیواک څخه خپل اختیاره کړ او په پای کې زموږ د پولې او پټي دښمن، د فرنګ وارث او د سوېلي اسیا د ازادو قامونو زندان مصنوعي پنجاب، پاکستان د خپل پیدایښت د تاریخ په خلاف او زموږ د پوپولیستي او پولیسپي واکمنانو د عوام فریبانه څرګندونو پر خلاف، وروسته له هغه د هند پر ضد د اټوم څښتن شول، کله چې ذوالفقار علی بوټو خپل ولس ته په وینا کې وویل: که اړتیا شي، نو ریشکه به وخورو، ولې د اټومي وسلو له جوړولو به لاس وانخلو.
دا دې ټولو سیالو، پرمختللو، د عزت څښتنانو او هغو ځواکمنو ملتونو د عزت، راج او غټ سترګۍ راز دی چې نن لوی اقتصادونه، په پرمختللو وسلو سمبال پوځونه، په نړیوال سیاست او لوبو کې د خبرې دریځونه او په ټوله کې د سکون، امن او هیلو څخه د ډکې نن او سبا څښتنان دي.
زه وړمه شپه د ظریف خبرو د سپېڅلي افغانیت له دریځه خورا خواشینی کړم، د هغه څرګندونو او له مکر او تکبر ډکو اشارو مې وجود په لړزه راوست، ولې د افغان ژورنالېست نجفي زاده اورژبو او د ملي ګټو له دریځه د نوموړي په سترګو کې د سترګو ننویستلو به مې د دې هېواد پر راتلونکي بیا بیا باور را ژوندی کاوه او ویل به مې که متعال رب په موږ سوله ولوروله، نو د هوتکي راج، ابدالي عزت او اماني غرور څښتنان به شو او هغه ورځ به بیا وګورو چې د محمود هوتکي لښکرو د میرویس نیکه له سپارښتنې سره سم اصفهان ونیو او د ابدالي بابا اسونو به په کنګاه اوبه څښلې او غازیانو به یې له فرغانې او سمرقنده نیولې تر ډیلي او نیمې اسیا د سردرو ګران وطن په پار د وطن ګشایۍ تورې وهلې.
ولې دا ټول څه یوازې پر دې بنسټ دي چې موږ پر خپل ولس او تاریخ تکیه وکړو، د بایډن بریا ته خوښ نه شو، له پنجاب او تهران څخه مو خپله سیاسي قبله د وطن لویو او ارماني ګټو ته واړوو او د سولې له لارې له امریکا او ۴۸ هېوادونو سره د حکومت او نظام جوړولو پر ځای له طالب، حکمتیار او بل هر هغه څوک چې په ژبه ګویا وي، بس له افغان سره ګډ افغانستان وزغمو.