پنجشنبه, اپریل 23, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

    بدخشان؛ د ۲ ترافیکي پېښو له کبله ۳ تنه مړه او ۷ ټپیان شوي دي

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

    بدخشان؛ د ۲ ترافیکي پېښو له کبله ۳ تنه مړه او ۷ ټپیان شوي دي

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي څېره

دوریس لیسنګ

شفیق امیرزی

دسمبر 29, 2020
in څېره
0 0

دوریس لیسنګ له برېتانوي مور و پلار په ایران کې زیږېدلې ده. هغه په ۱۹۱۹کال کې هغه مهال وزیږېده چې معیوب پلار یې د ایران په شاهنشاهي بانک کې کار کاوه. پلار یې د برېتانیا په پوځ کې سرتېری و، خو په لومړۍ نړیواله جګړه کې ټپي شو. پښه یې پرې شوه او له همدې وروسته د برېتانیا په یوه روغتون کې بستري شو، همدلته له یوې نرسې سره بلد شو، دواړو واده وکړ او تر هغه وروسته ایران ته راغی او دلته د بانک کارمند و. د دوریس پلار الفرد تيلور نومېده او د مور نوم یې امیلي تېلور و. د دوریس کورنۍ تر ۱۹۲۵کال پورې د ایران په کرمانشا کې وه، خو تر دې وروسته د برېتانیا یوې مستعمرې ته یا اوسنۍ زیبمابوې ته لاړل. پلار یې دلته د څلور کیلومتره مربع په اندازه کرونده جوړه کړه او په کروندګرۍ بوخت شو. دې ځمکې دوی ته کومه ګټه ونه کړه، مور یې د ښایسته او ملکې ډوله ژوند تږې وه، خو دلته یې هم هیله پوره نه شوه. خو بیا هم بله چاره نه وه، پلار یې دلته په کرونده بوخت و او د دې وخت شو چې خپله لور دوریس لیسنګ زده کړو او تعلیم ته کېنوي. سره له دې چې د دوریس کورنۍ کاتولیک نه وه، خو هغه د نجونو یوې کاتولیک مدرسې ته ولېږل شوه.

هغې په دیارلس کلنۍ کې ښوونځی پرېښود. له ښوونځي سره یې تر مخې ښې وروسته په شخصي توګه خپلو زده کړو ته ادامه ورکړه. هغه پنځلس کلنه وه چې له کورنۍ سره یې هم مخه ښه وکړه او د ماشومانو د پالونکې په توګه یې کار پیل کړ. په همدې وخت کې یې رییس هغې ته ځينې سیاسي او ټولنیز کتابونه ورکول او دې به مطالعه کول. دا کتابونه د بېلو سیاسي مفکورو او دغه راز د بېلو ټولنیزو موضوعاتو په اړه لیکل شوي وو. لیسنګ د لومړي ځل لپاره همدا مهال قلم را واخیست او لیکل یې پيل کړل. په ۱۹۳۷ کال کې له زیبمابوې برېتانیا ته راغله او د دې هېواد په جنوب کې په یوه ښار کې مېشته شوه. دلته یې د ټلیفون د اپراتور یا خدماتي برخې د ځواب ورکوونکې په توګه کار پيل کړ. د لږ مودې تر تېرولو وروسته دلته له خپل فرانک ویزدم سره معرفي کېږي او بیا له هغه سره واده کوي. د دوی ګډ ژوند لږ د دوو ماشومانو تر پیدا کېد وروسته په ۱۹۴۳ کال کې پای ته رسېږي او له یو بل بېلېږي.

تر طلاق وروسته لیسنګ د چپیانو یا سوسیالیستانو د کتابونو د یوه انجمن غړیتوب اخلي. همدلته له ډېرو سیاسي څېرو سره معرفي کېږي او مطالعه هم کوي. خپلو لیکلو ته هم ادامه ورکوي. دلته له ګوتفرید لسینګ سره معرفي کېږي او دواړه تر څه مودې وروسته واده کوي. دا د لسینګ دویم او وروستی واده وي. په ۱۹۴۹کال کې دا واده هم په طلاق ختمېږي او تر هغه وروسته لسینګ واده نه کوي. په ۱۹۴۹کال کې لسینګ له خپل کشري زوی سره لندن ته لاړه. په همدې وخت کې یې خپل لومړنی ناول چاپ کړ. دا کتاب یې (شنه چمنونه سندرې بولي) نومېده او نوموړې یې ښه مشهوره کړه.

 نقادان په دې باور دي چې دې کتاب ته د لسینګ تر ټولو مهم او مشهور اثر هم ویلی شو. بل اثر چې دا یې خورا مشهوره کړه هغه یې زرینه کتابچه نومېدو. دا کتاب یې په ۱۹۶۲کال کې چاپ کړ. په ۱۹۸۴کال کې یې هڅه وکړه چې په مستعار نامه دوه ناولونه چاپ کړي، هغې غوښتل په دې توګه ثابته کړې چې د تازه لیکوالانو په لار کې څومره خنډونه دي او د اثارو د چاپ لپاره څومره سانسور ته اړ دي. د لسینګ ناشر د نوموړې دا پرېکړه رد کړه او د کتابونو له چاپ یې ډډه وکړه. په مقابل کې یې په امریکا کې ناپېف انتشاراتو د هغې غوښتنه ومنله او کتابونه یې چاپ کړل.

مېرمن دوریس لسینګ پیاوړې لیکواله وه. هغه په لیکوالۍ کې خپله ځانګړې لاره او سبک درلود، خو سره له دې هر څه د نوبل جایزې تر اخیستلو پورې دومره مشهوره نه وه. دوریس له ۲۰۰۷ کال وروسته هغه مهال مشهوره شوه چې د نوبل جایزه یې وګټله او اثارو ته یې د لوستونکو پام شو. همدا راز یې د حق الچاپ ډېر شو، شتمنه شوه، خو له رسنیو سره یې په خبرو کې وویل، د جایزې له ګټلو خوښه ده، اما ولې په زړښت کې. په دې مانا چې په هغې نور عمر تېر و او د نوبل جایزې تر ګټلو شپږ کاله وروسته لسینګ له دې نړۍ لاړه.

دوریس د لیکلو ځانګړی سبک لري. په لومړۍ مرحله کې هغه طبقاتي انځورونې کوي. د طبقاتي مسایلو په اړه لیکل کوي. هڅه کوي چې لوستونکی په ټولنه کې شته بې عدالتیو په تېره د مېرمنو پر وړاندې موجودو ناخوالو ته متوجه کړي. د مېرمنو له محرومیتونو لیکل کوي او ډېری وخت یې د بحث موضوع هم د مېرمنو ژوند دی. د نوبل کمېټې هم ویلي وو چې هغې په خپلو اثارو کې د ښځو حماسي تجربې روایت کړې دي، نو له همدې امله یې د نوبل جایزې ګټونکې بللې ده. نوبل بنسټ هغه هڅولې وه او په وینا یې دوریس په شکاکیت، سوز، ژور ځواک او پیاوړتیا په تمدن کې وېشل شوې ده او په پوره دقت یې پلټنې کړې دي.

د هغې تر ټولو د بحث وړ کتاب چې ډېرې خبرې ورباندې شوې او مشهور شوی هم دی، آلفرد او امیلي نومېږي. دا کتاب په لومړي سر کې داسې ښکاري لکه د یو چا خپل خاطرات، خو هغه په حقیقت کې په فیکشن او ننفیکشن سبک کې لیکل شوی ناول دی. یوه واحده پېښه په دواړو بڼو سپړل کېږي. نوموړې هڅه کړې چې د خپل ژوند شخصي تجربې په دې کتابل کې ځای پر ځای کړي. هغې په دې کتاب کې د خپل مور او پلار پر ژوند خبرې کړې دي. هغې په ۹۰ کلنۍ کې هم په خپلو خبرو کې ویلي وو، لا هم هڅه کوي چې خپل مور و پلار درک کړي. لا هم غواړي په دې پوه شي چې مور او پلار یې څه غوښتل او ولې خپلو هیلو ته و نه رسېدل.

دوریس لسینګ په برېتانیا کې یوه ستره او جریان جوړوونکې لیکواله ده. هغه یو ځانګړی شخصیت او نړۍ لید لري. نقادان په دې باور دي چې د نوموړې ځانګړي لیدلوري یې پر مخاطبانو په تېره د مېرمنو پر ژوند او شخصیت ډېر اغېز کړی دی. نوموړې انعطاف منونکې وه، په پوره شجاعت یې د فکر د تغیر بهیر واضح کړی دی او صادقانه له مخاطب سره خپلې تجربې شریکوي. د خپلو افکارو او احساساتو په بیان کې خورا زړوره ده. هغې په خپل همدې زړورتوب د ادبیاتو په تېره د برېتانیا په ادبي تاریخ کې ځانګړی ځای خپل کړی دی او ډېر اثار یې پنځولي دي. هغه په خپله وايي، د اروپا ټولې ادبي جایزې یې ګټلې دي. په خپله وايي، دا لعنتي جایزې مې ټولې وګټلې، هره یوه، هره یوه خو یوازې دې ته خوشاله یم چې  د جایزو کلیکسون مې مکمل شو. نوموړې دا خبره د نوبل جایزې تر اخیستلو وروسته وکړه. د نوموړې د دې خبرو خپرېدو په رسنیو کې غوغا جوړه کړه. د کتاب مینه وال، نوي ځوانان او ان ځينې لیکوالان د دې لیکوال له دې ډول خبرو احساساتي شوي وو. هغې خپلې خبرې کولې، تل یې دا عادت و، همداسې د خپل زړه خبرې یې لیکلې، د دې پروا یې نه ساتله چې څوک څه وايي، مخاطب څه وایي او نړۍ یې په اړه څه فکر کوي. دې ته هېڅ مهمه نه وه.

لسینګ د شلمې پېړۍ د دویمې نیمايي له تر ټولو مشهوره او لویه لیکواله ګڼل کېږي. تر ډېره دا معموله ده چې د ادبي جایزو ګټونکي، چوکاټي، چوپ او یو ډول وچ شخصیتونه وي، خو لسینګ د دې هر څه خلاف وه او دا دود یې مات کړ. هغې لکه همغه بې پروا لیکواله چې وه، د هرې جایزې تر اخیستلو وروسته هم همداسې متواضع، بې پروا او د خپلو احساساتو پر څرګندولو برلاسې وه. نوموړې د ادبي جایزو د ورکړې دې عجیبه بهیر ته هم نوی رنګ ورکړ. نوموړې په خپل ژوند کې له ډېرو فکري تحولاتو سره مخ شوې ده او بنسټیز بدلونونونه یې تجربه کړي دي. له کمونیزم نیولې بیا تر فمینېزم، عرفان، تصوف او انسان پېژندنې په بېلو برخو کې یې تجربې کړې دي او وخت په وخت یې له دې مفکورو یوې ته تمایل پيدا کړی دی.

هغه پوهېده چې مینه وال او لوستونکي یې ډېر دي. نوموړې په دې باور  وه چې لوستونکي د لیکوالانو د ژوند برخه دي. ټول ازاد دي، دې به د ټولې نړۍ لیکوالان یو بلل او په خبره یې دا ټول یوه ټوټه دي چې د بشریت لپاره کار کوي. دوی سره تړلي دي او تقریباً د یوه بدن غړي دي. لیسنګ هغه چا ته ورته وه چې پر څوکۍ ناسته وه، فکرونه یې کول، ازاده وه، د چا تر کنټرول لاندې نه وه، نو له همدې امله یې غوښتل هره لار و ازمویي. تجربې ډېرې کړي او له خپلو تجربو په لیکوالۍ کې استفاده وکړي. نوموړې په مستعار نامه د اثارو په خپرولو کې غوښتل دا خبره هم ثابته کړي، چې نوم یې داسې عادي نه دی. په دې مانا چې د دې نوم نه وي، نو خلک هغه اثر نه لولي، نو ځکه ناشران په مستعارو نومونو د هغې د اثارو له چاپولو لاس په سر شول. هغې به ویل چې غواړي د هر چا اواز وي. غواړي د هر لوستونکي درد بیان کړي او تر بل یې ورسوي. هغې ځان د بشریت لیکواله باله او په دې یې ټینګار کاوه چې هره تجربه باید وړاندې کړي.

 د لسینګ د اثارو یوه بله ځانګړنه د نوموړې خلاقیت دی. له لومړي سره یې لیکوالي په نوښت پیلېږي. نوي اثار لیکي، نوې تجربې وړاندې کوي او طرز یې نوی دی. ځينې کتابونه یې لکه ښه ترهګر، شنه چمن سندرې بولي، خواږه خوبونه، د وچې بندي او تر ټولو مهم د یادښت زرینه کتابچه ټول په یوه ځانګړي او دې پورې اړوند سبک لیکل شوي دي. دا اثار یې هر یو بېله مفکوره بیانوي او له دې ښکاري چې دوریس لسینګ ډول ډول تجربې کړې دي او په دې برخه کې ځان خپلواک بولي.

لسینګ یوه پیاوړې لیکواله وه. تر ۲۰۱۳کاله پورې یې لیکل کول او د مخاطبانو لپاره یې پر نو موضوعاتو لیکنې کولې. په رسنیو کې راڅرګندېده، په زړه پورې ویناوې او خبرې به یې کولې. هغه د چوکاټونو په کیسه کې نه وه. پروا یې نه ساتله، بلکې د خپل زړه خبرې به یې کولې او خپل احساسات یې په ازادانه توګه بیانول. برېتانیا ته چې کله راغله، نو دلته یې په مدني او حقوقي فعالیتونو لاس پورې کړ. له سیاسي جریانونو سره معرفي شوه او بشردوستانه کار یې دا و چې د اټومي وسلو پر ضد له نړیوال غورځنګ او کمپاین سره یو ځای شوه. هغه اوږده موده په زیبمابوې کې وه، نو له همدې امله یې د تورپوستو پر وړاندې روان تبعیض هم غانده او د دې ملاتړې وه چې ټول نړیوال باید په ځمکه کې له مساوي حقوقو برخمن وي. دوی دې په بېلو نومونو، د رنګ، مذهب او قوم پر بنسټ نه وژل کېږي؛ بلکې د انسان په توګه دې د ټولو بشري حقونو ته درناوی وشي. د نوبل بنسټ په ۲۰۰۷ کال کې هغه د نوبل جایزې ګټونکې وبلله. هغه مهال ۸۸ کلنه وه. دا د نوبل تر ټولو عمر خوړلې ګټونکې وه. له همدې امله د نوبل ګټلو پر مهال دومره خوشاله نه وه، ویل یې سمه ده چې د نوبل جایزه یې راکړه، خو ولې د عمر په دې وروستیو کلونو کې.

 

Share5Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

اپریل 23, 2026

د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

اپریل 23, 2026

مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

اپریل 23, 2026

بدخشان؛ د ۲ ترافیکي پېښو له کبله ۳ تنه مړه او ۷ ټپیان شوي دي

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In