پروان د افغانستان له مرکزي او دويم درجه ولايتونو څخه دى او د پلازمېنې کابل شمال لوري ته په ٦٤ کيلومترۍ کې موقعيت لري.
دغه ولايت له ميدان وردګو، باميان، بغلان، پنجشېر او کاپيسا سره پوله لري او مرکز يې د چاريکارو ښار دى.
چاريکار د دې ولايت مرکز او بګرام، کوه صافي، جبل السراج، سالنګ، سيدخېل، شينواري، سياه ګرد، شېخ علي، غوربند او سرخ پارسا يې اړوند ولسوالۍ دي .
ځينو سرچينو د پروان مساحت ٥٧١٥ کيلومتره مربع او د وګړو شمېر يې څه باندې اووه سوه زره تنه اټکل کړی، خو ځينې سرچينې د دې ولايت نفوس او مساحت تر دې ډېر او ځينې يې کم بولي .
په دې ولايت کې چې ټول ١٣٢٢ کلي لري، تاجک، پښتانه، هزاره، ترکمن او پشهيي پکې اوسيږي، خو اکثريت يې تاجک او پښتانه دي .
ترکمن يوازې د شينوارو ولسوالۍ په ځينو سيمو او د پشهيي قوم اړوند کسان د پروان د مرکز په “پشان” کلي کې اوسيږي . په کوه صافي کې يوازې پښتانه، په سالنګ کې يوازې تاجک او په سرخ پارسا او شېخ علي کې يوازې هزاره اوسيږي، خو د دې ولايت په پاتې نورو سيمو کې تاجک، پښتانه او هزاره ګډ ژوند کوي.
تاریخي ابدې
د ښکلو شنو درو لرونکى دغه ولايت چې د امام اعظم رحمت الله عليه پلرنى ټاټوبى دى، په جبل السراج، چاريکارو او بګرام کې تاريخي ځايونه لري . د جبل السراج ماڼۍ په ١٩٠٧ کال کې د امير حبيب الله خان د سلطنت په وخت کې جوړه شوې ده . له دې ماڼۍ څخه چې د “سراج الامصار” په نوم يادېده، د امان الله خان د پاچاهۍ تر وخته، د پاچاهۍ د مقر په توګه کار اخيستل کېده .
دغه ماڼۍ د جګړو پر مهال سخته زيانمنه شوې، خو تر اوسه يې بيارغونه نه ده شوې. په هوفيان کې چې د دې ولايت د مرکز چاريکارو په لوېديځ کې موقعيت لري، د “شاه يوسف قتال” په ګډون ٧٢ اصحاب کرام په شهادت رسېدلي او مقبرې يې په همدې سيمه کې دي. دغه راز په دې سيمه کې د سيدعباس جان آغا، سيدجعفر مجرد او ميرجهان زيارتونه هم شته.
د چاريکارو لوېديځ ته په توپ دره کې د “کچري شلمتره لوړ منار “د کوشانيانو په وخت کې جوړ شوى. دغه منار په ١٣٧٧ کال کې د راکیټ د لګېدو له امله ونړېد او تر اوسه بيا نه دى رغول شوى. د دې ولايت بله تاريخي سيمه بګرام دى چې د کابل شاهانو دويمه پلازمېنه وه .
د بګرام په صياد سيمه کې د کوشانيانو د مقتدر پاچا کنيشکاى کبير د وخت د ١٦ اتشکدو اثار اوس هم شته .
د هېواد تر ټولو لوى هوايي ډګر چې اوس د امريکايي ځواکونو پوځي اډه ده، هم د همدې ولايت په بګرام ولسوالۍ کې موقعيت لري.
تفريحي سيمې
ګل غونډۍ د دې ولايت په مرکز کې مشهوره تفريحي سيمه ده، چې ارغوان يې شاعرانو هم ستايلي او خلک په پسرلي کې له کابل او نورو ولايتونو څخه د تفريح لپاره ورځي .
سالنګ چې د نهو شمالي او شمال- ختيځ ولايتونو لويه لاره پکې له دوه نيم کيلومتره اوږده تونل څخه تېرېږي، هم هغه غرنيزه او ډېره سړه سيمه ده، چې خلک په اوړي کې د مېلو لپاره ورځي.
د پروان او کاپيسا تر منځ پرته سيمه (د صياد پل) هم تفريحي ځاى دى، چې ښه کبان لري او خلک د مېلو لپاره ورځي.
کرنه
د سالنګ، پنجشېنر، غوربند، شتل او باريک آب سيندونه د پروان د اوبو سرچينې دي، خو د باريک اب سيند موسمي دى او تل اوبه نه لري. دغه ولايت نږدې ٧٥ زره هکټاره کرنيزې ځمکې لري، چې مهم پیداوار يې انګور، مميز، توت، غنم، کچالو، جوار او لوبيا دي. د پروان توت او انګور ځانګړى شهرت لري.
په دې ولايت کې په تېره بيا مرکزي سيمو کې يې ډول ډول سابه هم کرل کيږي، چې يوه اندازه يې د خرڅلاو لپاره کابل ته هم وړل کيږي.
د پروان په تېره بيا د سرخ پارسا، شېخ علي، سياه ګرد، شينواري او کوه صافي ولسواليو ډېر خلک مالدار دي.
په دې ولايت په تېره بيا جبل السراج، سالنګ، سيدخېل، بګرام او چاريکارو کې ځینې ښځې د بانجانو روب او اچار هم جوړوي او ځينې يې رومي بادنجان، پياز او مرچ وچوي او پلوري يې .
کانونه
د سياه ګرد په تيخان او د سرخ پارسا په پارسا دره کې د ډبرو سکرو، د سرخ پارسا په ترکمن دره کې د مسو او د همدې ولسوالۍ په دره سرخ کې د سرپو او جستو، د کوه ساپي په بېلابېلو سيمو کې د کروميټ ډبرو، د سرخ پارسا ولسوالۍ په جرخشک سيمه کې د سرو زرو او په سالنګ کې د مرمر ډبرو کانونه شته .
د سکرو ډبرو ياد شوى کان مخکې د دولت لخوا استخراج کېده، اوس دغه کار په ټپه ولاړ دى، خو د استخراج په موخه داوطلبۍ ته وړاندې شوى دى.
په سالنګ کې د مرمرو او په کوه ساپي کې د کروميټ ډبرو کانونه هم داوطلبۍ ته وړاندې شوي، خو پاتې نور ياد شوي کانونه تر څېړنو لاندې دي او تر اوسه داوطلبۍ ته نه دي وړاندې شوي.
لاسي صنايع
د چاريکارو چاقوګان د دې ولايت له مشهورو لاسي صنايعو څخه دي. د پروان ځينې نارينه او ښځينه ګليمونه هم اوبي، خو له چرمو او مريو کالي او نور شيان جوړول هغه څه دي، چې د دې ولايت ځینې ښځې پرې بوختې دي .
د دې ولايت نساجي صنايع (په ځانګړې توګه د کتان رخت) په ټول افغانستان کې مشهور دي.
پوهنه
پروان ټول ٤١٠ ښوونځي لري چې ١٥٩ يې لېسې، ١٢٦ يې منځني ښوونځي او ١٢٥ يې لومړني ښوونځي دي. په دې ښوونځيو کې ٨١٢ ښځينه او ٤٨٦٧ نارينه ښوونکي پر تدريس بوخت دي .
دغه راز په دې ولايت کې د ديني زده کړو ٣٤ مرکزونه هم شته، چې څلور يې دارالعلومونه، ٢١ يې تر ١٢م ټولګي ديني مدرسې او ٩ يې دارالحفاظونه دي .
په دې ديني مرکزونو کې تر اوسه ١٣٧٩٤ نارينه او ٣٣٢١ ښځينه زده کوونکو ته د ٤٨٩ استادانو لخوا چې ١٣ يې ښځې دي، زده کړې ورکول کيږي.
د پروان په مرکز کې د لوړو زده کړو دولتي انسټېټيوټ هم فعاليت لري. په دې انسټېټيوټ کې ٤٣٠٠ تنه چې ٤٣٠ يې نجونې دي، د ښوونې او روزنې، کرنې، اقتصاد، ژورناليزم او حقوقو په پوهنځيو کې زده کړې کوي. د پروان په مرکز چاريکارو کې يو د قابلګۍ او بل د نرسنګ د زده کړو مرکزونه هم شته.
په دې ولايت کې يو خصوصي پوهنتون او درې خصوصي ښوونځي فعاليت لري او په جوماتونو کې يې د ديني زده کړو درسونه هم شته.
روغتيا
په دې ولايت کې ٧ روغتونونه او ٦٠ کلينيکونه فعاليت لري. يو ٨٠ بستريز روغتون په چاريکارو، يو ٥٠ بستريز روغتون په سرخ پارسا، يو يو ٢٠ بستريز روغتون په کوه ساپي، بګرام، سالنګ او سياه ګرد ولسواليو کې فعاليت لري.
په جبل السراج، شينوارو، سيدخېل او شېخ علي ولسواليو کې يو يو او په مرکز چاريکارو کې درې لومړۍ درجه کلينيکونه فعاليت لري .
د غه راز ٣٢ دويمه درجه کلينيکونه او ٢٢ فرعي کلينيکونه د دې ولايت په بېلابېلو برخو کې فعاليت لري. په پروان کې د دوو ګرځنده روغتيايي ټيمونو تر څنګ، ٤٢٢ روغتيايي پوستې هم شته .
يادې پوستې په کليو کې وي او په هره پوسته کې يو نارينه او يوه ښځه چې زده کړې ورکړل شوې دي، په رضاکارانه ډول خلکو ته روغتيايي معلومات ورکوي.
دغه راز په دې ولايت کې د افغان سويس روغتون او د هوفيان شريف کلينيک د دې ولايت په کچه خصوصي روغتيايي مرکزونه دي، چې د ولايت په مرکز کې فعاليت لري.
رسنۍ
په دې ولايت کې د پروان ملي او د الهام خصوصي ټلوېزيونونه او د الهام، دنيا، صداى صلح او طلوع، خورشيد خصوصي راډيوګانې فعاليت لري.
پروان اونيزه، پروان پراختيايي مجله، د معارف فصل نامه، د ښاروالۍ پيام شهر مياشتنۍ خپرونه او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست اړوند د ځوانانو مياشتنۍ خپرونه په دې ولايت کې دولتي چاپي رسنۍ دي.
مدني ټولنې
د ځوانانو ټولنه، ايثار بنسټ، د ښځو د ټولنيز چوپړ پراختيايي ټولنه، د ښځو د هوساينې ټولنه، د ښځو د وړتياوو لوړولو ټولنه، د کرنې او صنعت په برخه کې د کارکوونکو ښځو ټولنه، د زده کړيالانو ټولنه او د روشنګرانو ټولنه د دې ولايت مدني ټولنې دي.
کلتور
په دې ولايت کې فرهنګي او کلتوري فعاليتونه د ځينو نورو ولايتونو په پرتله ښه دي، دلته هر کال په ګل غونډۍ کې د ارغوان مشاعره کېږي. د دې تر څنګ نورې فرهنګي هڅې هم تر سره کېږي، په دې ولايت کې رسنۍ هم فعالې دي، راډيو ګاڼې، ټلوېزيونونه او ځينې مهالنۍ هم فعالیت لري.
مشاهير
خليل الله خليلي، محمد افسر رهين، مولانا عبدالرحمن سيدخېلي، جنرال بابه جان، حاجي الماس، خواجه محمدنبي، جان احمد، محمد شفيق شهيد، سناتور علي احمد، وکيل عثمان، قاري عبدالله، افسر رهبين، ډګروال جيلاني، محمد صابر صابري، عبدالستار خواصي، امر ستيال، امان الله هميمي، فضل الدين عيار او ضابط ګل محمد يې مشهورې څېرې دي.
لوبې
په دې ولايت کې د نورو رزمي لوبو تر څنګ، په دې وروستيو کې کرکټ هم وده کړې او ولايتي لوبډله هم لري. د پروان والي تېر کال په دې ولايت کې د کرکټ د يوه لوبغالي د جوړولو لپاره ځمکه ځانګړې کړې وه. دغه راز په دې ولايت کې وزلوبه او نور وطني لوبې هم تر سره کېږي. دغه راز واليبال، فوټبال او د باسکټبال لوبډلې هم شته. د دې تر څنګ په رزمي لوبو کې کاراته، تکواندو، جودو او نورې لوبې هم خپل مینهوال لري.