یکشنبه, مارچ 15, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    المان کې سلګونه افغانانو د پاکستان پر ضد لاریون وکړ

    د کرنې وزير د ټاپي پروژې له رييس سره کتلي

    هلمند کې د شین چای کښت مثبته نتیجه ورکړې

    د پاکستان پوځي رژیم پر کونړ ۱۵۹ توغندي توغولي

  • نړۍ

    ټرمپ: ایران سره د هوکړې شرایط مناسب نه دي

    شمالي کوریا؛ د توغندیو په ازموینه امریکا او سویلي کوریا ته خبرداری ورکړ

    پاکستان؛ د امریکا سفارت د امنیتي اندېښنو له امله د کارکوونکو پر تګ راتګ محدودیتونه ولګول

    سپاه پاسداران: د ایران د توغندیو توغولو کچه دوه برابره شوې

    مولانا فضل الرحمان: پاکستان له سیمه ییزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

    قالیباف: جګړه به تر هغه دوام کوي چې امریکا او اسراییل پېښمانه شي

    This video grab from AFPTV taken on April 14, 2024 shows explosions lighting up the sky in Hebron in the Israeli-occupied West Bank during an Iranian attack on Israel. Iran's Revolutionary Guards confirmed early April 14, 2024 that a drone and missile attack was under way against Israel in retaliation for a deadly April 1 drone strike on its Damascus consulate. (Photo by AFPTV / AFP)

    د ایران په بریدونو کې د امریکا پنځه الوتکې زیانمنې شوې دي

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    المان کې سلګونه افغانانو د پاکستان پر ضد لاریون وکړ

    د کرنې وزير د ټاپي پروژې له رييس سره کتلي

    هلمند کې د شین چای کښت مثبته نتیجه ورکړې

    د پاکستان پوځي رژیم پر کونړ ۱۵۹ توغندي توغولي

  • نړۍ

    ټرمپ: ایران سره د هوکړې شرایط مناسب نه دي

    شمالي کوریا؛ د توغندیو په ازموینه امریکا او سویلي کوریا ته خبرداری ورکړ

    پاکستان؛ د امریکا سفارت د امنیتي اندېښنو له امله د کارکوونکو پر تګ راتګ محدودیتونه ولګول

    سپاه پاسداران: د ایران د توغندیو توغولو کچه دوه برابره شوې

    مولانا فضل الرحمان: پاکستان له سیمه ییزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

    قالیباف: جګړه به تر هغه دوام کوي چې امریکا او اسراییل پېښمانه شي

    This video grab from AFPTV taken on April 14, 2024 shows explosions lighting up the sky in Hebron in the Israeli-occupied West Bank during an Iranian attack on Israel. Iran's Revolutionary Guards confirmed early April 14, 2024 that a drone and missile attack was under way against Israel in retaliation for a deadly April 1 drone strike on its Damascus consulate. (Photo by AFPTV / AFP)

    د ایران په بریدونو کې د امریکا پنځه الوتکې زیانمنې شوې دي

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د افغانستان د سولې پروسې په اړه سیمه‌ییز لیدلوری

علي احمد جلالي

جنوري 17, 2021
in لیکنې
0 0

د مرکزي او سویلي آسیا د سیمې په اړه د افغانستان انګېرنې له ډېرې هیلې، بې باورۍ او شک سره مخ شوې دي. د افغانستان راتلونکې له خپلو ګاونډیو، نورو سیمه ‌ییزو لوبغاړو او لویو قدرتونو سره په مثبته او رغنده تعامل پورې اړه لري، چې د دوی مستقیمې او غیر مستقیمې ښکېلتیا د افغانستان د اوسني وضعیت بڼه بدله کړې ده. په هر صورت، د سیمه‌ ییزو لوبغاړو زیاتوالی چې ځینې یې له یو بل سره په سیالۍ کې دي، په هیواد کې د سولې او شخړې مسئلې پیچلې کولو ته دوام ورکوي. د لویو قدرتونو د سیالۍ او له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو پر سر د درېیمو ځواکونو اغیزه په سیمه کې سیاسي ډینامېزم نور هم سختوي.

 لوی قدرتونه او سیمه ییز لوبغاړي عموماً د افغانستان د شخړې په سیاسي حل کې مشترکې ګټې لري، ځکه چې دوی په افغانستان کې د سولې او ثبات راتګ د سیمه ییز ثبات او پرمختګ لپاره اړین بولي. په هیواد کې د تاوتریخوالي او افراطي ډلو رامنځته کیدل، لکه داعش چې سیمې او ورهاخوا هېوادونو ته جدي ګواښ ګڼل کیږي، د افغانانو تر مینځ د مستقیمو خبرو اترو له لارې د افغان شخړې د حل کولو لپاره د سیمه ‌ییزې او نړیوالې همکارۍ لپاره نوې اړتیاوې رامنځته کوي، خو بیا هم بېلابېل هیوادونه د خپلو امنیتي او سیاسي ګټو له نظره، ننګونې مشروع ګڼي او یا په بل ډول ورته ګوري.  د ځینو لوبغاړو ګټې اساسي دي، نور بیا فرصت طلبه دي او د کلونو په اوږدو کې د لویو قدرتونو په اړیکو کې د بدلون، په سیمه کې د امنیتي تحرکاتو، په افغانستان او شاوخوا کې د ستراتیژیکې ناڅرګندتیا او په افغانستان کې د جنګي عملیاتو له امله پکې بدلون راغلی.

 خو په افغانستان کې د شخړې پای ته رسولو لپاره لاهم یو کاري سیمه ییز حل نه دی را منځ ته شوی. په تېره لسیزه کې بې شمېره نړیوال کنفرانسونه تر سره شول، د همکارۍ څو میکانېزمونه جوړ شول او په افغانستان کې د دوامداره تاوتریخوالي د ختمولو لپاره موجوده څو اړخیزې نقشې وکارول شوې؛ خو بیا هم ډېر څو اړخیز نوښتونه ناکام شول. د ملګرو ملتونو په مشرۍ یو څو اړخيز ډیپلوماټیک نوښت د لویې سیمه ییزې روغې جوړې په نوم چې سیمه ‌ییزو سیالانو او ناامنیو ته د رسیدو تر څنګ له یاغیانو سره د روغې جوړې هڅه پکې کېده، لا تر نن پورې یې کوم څرک راپورته نشو.

 پرته له دې چې له سیمې څخه له یو بل سره د یوځای کېدو تمه وشي او د افغانستان د بریالي کېدو لپاره کار وکړي، بالاخره به د اساسي ښکېلو لوبغاړو (جنګي اړخونو او د دوی اصلي ملاتړ کوونکو) سره په دوه اړخیزو نوښتونو کې یوه عملي حللاره وموندل شي او دا نوښت به نورو ښکېلو اړونده غاړو ته هم وغځول شي.

 د سولې تړون چې د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د قطر په دوحه کې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه لاسلیک شو، په افغانستان کې د لسیزو اوږدې شخړې په تاریخ کې یوه نوې پاڼه اړوي. د دوحې په تړون کې طالبانو تضمین وکړ، چې هیڅ ترهګرې ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د متحده ایالاتو او د هغه د متحدینو پر ضد کار واخلي. طالبان به  د ۱۴ میاشتو په ترڅ کې د متحده ایالاتو د دې ژمنې په بدل کې چې ټول ځواکونه به له افغانستان څخه وباسي، له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضریږي. په اصل کې د متحده ایالاتو پوځي وتنه د یوې وسیلې په توګه د دې لپاره کارول کیږي، چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېني او په افغانستان کې دوامداره سوله راشي.

خو بیا هم نوموړې پروسه سیمه ‌ییزې او نړیوالې اجماع ته اړتیا لري، څو د دغه نوښت له بشپړ پلي کولو څخه ملاتړ وشي. د افغانستان له کشالې سره د نورو سیمه ‌ییزو او دوه اړخیزو شخړو د اړیکو پرې کول او د لویو قدرتونو له سیالۍ څخه د افغانستان لرې ساتل هغه مهم عوامل دي، چې کولی شي په سیمه کې د سولې پر هڅو باندې اغېزه وکړي.

هغه هیوادونه چې په افغانستان کې ګټې لري

 د افغانستان په امنیتي وضعیت کې اصلي برخه وال د شخړې ښکېل اړخونه او هغه هیوادونه دي، چې له دواړو خواو څخه ملاتړ کوي او هغه هیوادونه چې په سیمه کې د جګړې له امله اغیزمن شوي دي.

متحده ایالات او پاکستان دوه لوی لوبغاړي دي چې د افغانستان په وضعیت کې د پام وړ نفوذ لري. متحده ایالات په افغانستان کې د طالبانو له پرځولو وروسته، د دولت اصلي سپانسر او ملاتړ کوونکي دي. پاکستان د طالبانو مشرتابه ته چې د پاکستان په خاوره کې دننه له پټنځایونو څخه خپل بغاوت مخته وړي، زیربنایي او مادي ملاتړ چمتو کوي.

متحده ایالات په افغانستان کې د خپلې اوږدې جګړې پای ته رسېدو ته لیواله دي او په هممهاله توګه غواړي چې افغانستان د یو باثبات دولت په توګه په داسې حال کې پرېږدي، چې بیاځلې د متحده ایالاتو د ګټو پر وړاندې د تروریستي حملو پر سرچینه وا نه وړي. د متحده ایالاتو حکومت هڅه کوي، چې د افغان دولت او طالبانو تر منځ د بریالي سیاسي جوړجاړي په ګډون، له طالبانو سره د سولې موافقې په پلي کولو سره دغه هدف تر لاسه کړي.

 پاکستان د افغانستان په شخړه او سوله کې لوی لاس لري او د افغانستان په شخړه کې یو له خورا پیاوړو لوبغاړو څخه شمیرل کیږي. په افغانستان کې د پیاوړي نفوذ ساتل له ډیرې مودې راهیسې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د پالیسۍ مهمه برخه وه. د هند له جیوپولیټیکې برلاسۍ سره د مقابلې لپاره او لوېدیځ لور ته د ستراتیژیکي عمق د غځولو لپاره د اسلام آباد هڅې له ۱۹۹۰یمو کلونو راهیسې د دې تګلارې یو له اساسي اصولو څخه وې.

پاکستان له خپل سیاسي لرلید سره سم د افغانستان د وضعې له بدلولو څخه هیڅ ډول هڅه نه ده سپمولې. که څه هم پاکستان ممکن په افغانستان کې بشپړ واک ته د طالبانو بیرته راستنېدل ناممکن او نامطلوب ګڼي، خو پر دوی باندې د خپل کنټرول او نفوذ له لارې هڅه کوي چې په افغانستان کې خپلې سیمه ‌ییزې جیوپولیټیکې ګټې خوندي وساتي. پاکستان د افغانستان د شخړې د سوله ‌ییز حل ملاتړ په داسې توګه کوي، چې د دوی د ستراتیژیک امنیت او د سیاسي ګټو تضمین پکې وشي.

هند او ایران په سیمه کې دوه نور عمده لوبغاړي دي چې ګټې یې کله ناکله د پاکستان له ګټو سره ټکر کوي او هند، پاکستان د تاوتریخجنو افراطیانو د ملاتړ کوونکي په توګه پېژني، چې د هند پر وړاندې په ځانګړې توګه کشمیر کې یې د خپلې تګلارې د یوې وسیلې په توګه کاروي. هند په کلکه له طالبانو سره مخالفت کوي او د افغان حکومت قوي ملاتړ کوونکی دی.

د ایران هڅه دا ده چې په سیمه کې خپل دروند وزن وساتي او په لویه کچه له متحده ایالاتو سره د خپلو اړیکو په پام کې نیولو سره له افغانستان څخه څارنه وکړي. ایران او متحده ایالات په افغانستان کې د سولې او ثبات په ګډون، ځانګړې ګډې ګټې لري، خو د دوی مشترکات د واشنګټن او تهران تر منځ د زیاتېدونکي کړکیچ تر سیوري لاندې دي.

ایران په افغانستان کې د متحده ایالاتو په مشرۍ د سولې له پروسې سره یوځای نه شو، خو د متحده ایالاتو- طالبانو د سولې موافقې ته په غبرګون کې تهران د هر هغه نوښت هرکلی وکړ، چې په افغانستان کې له ثبات او سولې سره مرسته کوي. په ورته وخت کې ایران په ټینګه باور لري چې په افغانستان کې سوله به یوازې د کورنیو خبرو اترو او «د افغانستان د ګاونډیو ګټو په پام کې نیولو سره» شونې وي.

ایران او طالبان له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په ایستلو کې مشترکې ګټې لري. له طالبانو سره د ایران اړیکې ډېری د مصلحت له مخې دي. ایران، طالبانو ته د ایډیالوژیک دښمن یانې د خراسان اسلامي دولت، چې د داعش په نامه هم پیژندل کیږي، پر وړاندې د یو متقابل ځواک په توګه ګوري. تهران همدا راز غواړي چې له جګړې وروسته په افغانستان کې د خپل نفوذ سیمه وساتي. بیا هم له ایران سره د طالبانو اړیکې ډېری د فرصت له مخې دي او ښایي چې د جیوپولیټیک حالت له بدلون سره پکې تغییر راشي.

 د لویو قدرتونو په مینځ کې روسیه په پیل کې په افغانستان کې د طالبانو رژیم په لرې کولو کې د متحده ایالاتو په مشرۍ له ائتلاف څخه ملاتړ وکړ. روسیې هغه مهال خپل دریځ بدل کړ کله چې طالبانو په هیواد کې پوځي فعالیت بېرته پیل کړ، په داسې حال کې چې د داعش په ګډون نورې تروریستي ډلې چې د منځنۍ آسیا ثبات له ګواښ سره مخ کوي، په افغانستان کې راپیدا شوې. روسیه اوس د افغان شخړې د سیاسي هواري ننګه کوي او د امریکا- طالبانو د سولې له تړون څخه ملاتړ کوي. روسیه په دې باور ده، چې په افغانستان کې سیاسي جوړجاړی کولی شي مسکو ته له افغانستان سره د څو اړخیزو اړیکو نوي کولو ته لاره پرانیزي او په سیمه کې د متحده ایالاتو او ناټو شتون د مخنیوي لپاره خپل نفوذ پراخ کړي.

چین او متحده ایالات په افغانستان او پاکستان کې د ثبات لپاره ګډه ستراتیژیکه لېوالتیا لري. دواړه هیوادونه په افغانستان کې د مطلوب سیاسي جوړښت په باب سره ورته نظرونه لري. د چین- پاکستان د اقتصادي دهلیز پلي کېدل، چې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت عملي کېږي، په مستقیم ډول په افغانستان کې په سولې او ثبات پورې اړه لري. پر دې سربېره، چین په خپل ایغور سنکیانگ ولایت کې له مخ په زیاتیدونکو داخلي ناکراریو، تروریزم او بېلتون غوښتونکو ګواښونو سره مخ دی، چې د افغانستان او پاکستان د ثبات او امنیت لپاره د چین د لا زیاتې لېوالتیا اصلي لامل دی.

 پر دې سربېره، د بیجینګ ګټې په افغانستان کې لومړی اقتصادي دي، په دې هیله چې د افغانستان پراخو طبیعي زیرمو ته لار پیدا کړي. چین د څو اړخيزې کړنلارې له لارې د خپلو ګټو ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې د یو کمربند یو سړک زېربنایي پروژې په ګډون، پر اوږدمهاله اقتصادي او ټکنالوژیکي ځواک باندې تمرکز کوي. چین په پام کې لري څو افغانستان په دې پروژه کې یوځای کړي.

په سیمه کې د دولتونو تر منځ بې باورۍ ته په کتو سره شونې نه ده چې موږ دې د رسمي څو اړخیزو خبرو اترو پروسې رامنځته کېدو ته په تمه اوسو، چې کولی شي د دوه اړخیزو تعاملاتو او دوه اړخیزو ګټو جوړجاړیو له لومړني پړاو پرته سیمه‌ ییز جوړجاړي ته لاره هواره کړي. لکه څنګه چې سیمه ‌ییز لوبغاړي د افغانستان راتلونکې ته په بې باورۍ سره ګوري، دوی ښایي له خپلو ګټو څخه دفاع ته ادامه ورکړي. هغه څه چې کولی شي د سیمه‌ ییزو لوبغاړو محاسبه بدله کړي، په افغانستان کې یو باثباته جوړښت دی، چې د ټولشموله مشرتابه تر سیورې لاندې د افغانستان د ملي ځواک د وسایلو د یوځایوالي له لارې چې د روانې سولې پروسې په اوږدو کې متحده ملي اجنډا وڅاري، تر لاسه کیږي. دا په افغانستان کې کورنی وضعیت د سیمه ‌ییز بدلون لپاره پر کلیدي عامل اړوي.

 د افغانستان او ګاونډیو هیوادونو تر منځ، د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته د درناوي په ګډون د باور کچه لوړول، د ګاونډیو په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې اصل ته ژمنتیا او د ګاونډیو پر وړاندې د افغانستان له خاورې څخه د دښمن د فعالیتونو مخنیوی مهم مخکیني شرطونه دي. دا ډول چلند ممکن له سیمه ‌ییزو لوبغاړو سره مرسته وکړي چې په افغانستان کې د خپلو سیالانو په قیمت خپلې ګټې تعقیب کړي. د دې لپاره چې د افغانستان خلک د سولې او ثبات لپاره په خوځښت راشي، د حکومت لپاره پکار ده چې لومړی باید په خپلو ساختارونو کې سمون راولي.

په پای کې د متحده ایالاتو او طالبانو د سولې تړون د افغانانو تر منځ د مستقیمو خبرو اترو او په افغانستان کې د سولې د لاسته راوړلو لپاره بنسټ جوړوي. د افغانستان بری د خپلو ګاونډیو، نورو سیمه‌ ییزو لوبغاړو او لویو قدرتونو سره په مثبته او رغنده تعامل پورې اړه لري چې په افغانستان کې د دوی مستقیمې او غیر مستقیمې ښکېلتیا د هیواد د اوسني وضعیت بڼه بدله کړې. همکاري او د سیالۍ نشتون، د لویو قدرتونو او سیمه ‌ییزو لوبغاړو د سیالۍ ختمولو او له افغانستان سره په دوه اړخیزو اړیکو کې د درېیمې ډلې نفوذ د مخنیوي لپاره اساسي ټکي دي.

 په هممهاله توګه، د سولې هیڅ جوړجاړی، له افغانستان سره د پر ځان بسیا کېدنې لپاره له نړیوالو اقتصادي مرستو پرته په یوازې ځان دوام نشي پیدا کولی. په سیمه کې د افغانستان اقتصادي ګډون، د هیواد لپاره د اوږدمهاله پر ځان بسیا کېدنې کیلي ده. په سیمه او ورهاخوا هېوادونو کې د جیوپولټیک ګټو بدلون ته په پام سره، کم کسان تمه لري چې افغانستان د سولې له جوړجاړي وروسته سمدلاسه په سیمه کې په بشپړ ډول ورګډ شي. دا ډول پروسه په احتمالي توګه په تدریجي ډول مخ ته تلی شي، ځکه چې د انفرادي دوه اړخیزو پروژو په لور هڅې ډېرې پڅې دي او د پېچلو پروژو او څو اړخیزو جوړجاړیو پر لور هڅې چټکې نه دي. په پایله کې به افغانستان له جنګ وروسته دوره کې د خپلو ادارو د ثبات لپاره په نړیوالې اقتصادي مرستې تکیه کوي.

Share5Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

((د حکومت کاري راپور)) د کتاب، ویډیويي او انځوریزې بڼې خپرې شوې

مارچ 15, 2026

چين د لای چينګده وينا سخته وغنده

مارچ 15, 2026

په ۲۰۲۵م کال کې د چين د سمندري توليد عمومي ارزښت ۱۱ ټريليونو يوانو ته رسېدلی

مارچ 15, 2026

د ۲۰۲۶م کال د پسرلني اختر لپاره چينايانو ۹ ميليارده او ۴۱۰ ميليونه ځلې سفرونه کړي

مارچ 15, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In