د ولسي جرګې د اوولسمې تقنینې دورې ټاکنې له غزني او کندهار پرته، د روان لمریز کال د تلې په ۲۸مه او ۲۹مه ترسره شوې. که څه هم له یادې نېټې یوه اونۍ وروسته په کندهار کې هم د ولسي جرګې ټاکنې ترسره شوې، خو په غزني کې به دغه ټاکنې له را روانو ولسمشریزو ټاکنو سره یو ځای ترسره کېږي.
که څه هم په لومړیو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي وو چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې به د روان لمریز کال د لړم په ۱۹مه او وروستۍ پایلې به یې د لیندۍ په ۲۹مه اعلان شي؛ خو تېره اونۍ د ټاکنو کمېسیون د ولسي جرګې د لومړنیو پایلو د اعلان نېټه تر دوو اونیو وځنډوله. له دغه ځنډ سره داسې شکونه او اندېښنې را ولاړې شوې دي چې ګواکي د پایلو په اعلان کې دغه ځنډ په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د درغلیو او ځینو پټو سیاسي معاملو د ترسره کولو لپاره راغلی دی.
دا چې د ټاکنو په پروسه کې کومې تخنیکي او عملیاتي ستونزې موجودې وې، د ټاکنو د وروستیو پایلو په اړه د پټو سیاسي معاملو او درغلیو په اړه شته شکونه او اندېښنې څه دي، د ولسي جرګې اوولسمې تقنیني دورې ته به څه ډول کسان راځي او د ولسمشرۍ په ټاکنو به د ولسي جرګې د ټاکنو اغېزې څه وي؟ دا هغه پوښتنې دي دلته یې د ځوابولو هڅه شوې ده.
په ټاکنو کې تخنیکي او عملیاتي ستونزې
د ولسي جرګې ټاکنې له درې کلن ځنډ وروسته داسې مهال ترسره شوې چې له یوې خوا په هېواد کې د ناامنۍ له کبله د رایې ورکولو په شرایطو برابر هر افغان پکې ګډون ونه شو کړای او له بلې خوا په پوره توګه له بې نظمۍ او درغلیو سره هم ملې وې.
په دغو ټاکنو کې د تخنیکي او عملیاتي ستونزو په اړه لاندې ټکي د یادونې وړ دي:
لومړی: د کابل په ګډون د هېواد په هغو سیمو کې چې امنیتي وضعیت یې نسبتاً ښه و، د پام وړ خلکو په ټاکنو کې ګډون درلود؛ خو په دغو سیمې کې یوه لویه ستونزه د ټاکنو کمېسیون د کار مدیریتي ضعف و. د ټاکنو په لومړۍ ورځ په ډېرو سیمو کې د رایې ورکونې مرکزونه په ځنډ سره خلاص شول چې له امله یې ټاکنې دویمې ورځې ته هم وغځېدې، د رایه ورکوونکو لېستونه هم د یوه سایټ په ځای بل سایټ ته لېږل شوي وو چې له کبله یې ډېری کسانو په لېست کې د نوم د نه موجودیت له کبله رایه ونه کاروله، د بایومېټریک ماشینونو ستونزې او په سم ډول کار نه کول او یا هم د بایومېټریک ماشینونو پر کارونې د ټاکنو کمېسیون د کارکوونکو او عامو خلکو نه پوهېدل او دېته ورته نورې هغه ستونزې وې چې دغه پروسه یې له ننګونو سره مخ کړې وه.
دویم: د ټاکنو په ورځو کې بې نظمي او پراخه درغلي هغه څه وو چې په اړه یې د ټاکنو څارونکي بنسټونه لا هم اندېښمن دي. د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز د معلوماتو پر بنسټ، په ډېری سیمو کې چې د ناامنۍ له کبله هېڅ رایه نه ده پکې کارول شوې؛ خو د همدې سیمو د رایو صندقونه د پیسو په بدل کې تر کمېسیونه ډک را رسېدلي دي. د بېلګې په توګه، د کندوز ولایت په تاله او برفک ولسوالۍ کې پرته له دې چې څوک دې په ټاکنو کې برخه واخلي، د یوه قوماندان له لوري د مشخص نوماند په ګټه ۷۰۰۰ رایې کارول شوې دي. يا هم د وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې له دوو داسې کلیو څخه ۳۵۰۰ رایې حساب شوې دي چې اصلاً هلته نه مرکز وجود درلود او نه هم چا رایه کارولې ده. دې ته ورته د هېواد په مختلفو سیمو کې یا رایې په پیسو خرڅې شوې دي، یا د سیمه ییزو زورواکو او قوماندانانو په واسطه مشخصو نوماندانو ته صندوقونه ډک شوي او یا هم له کمېسیونه ځینو سیمو ته چې هلته د ناامنۍ له امله خلکو رایه نه شوی کارولی، ټاکنیز مواد په پوره توګه نه دي لېږدول شوي، بلکې په کمېسیون کې د ننه د ځینو نوماندانو په ګټه صندوقونه ډک شوي دي.
د مهندسۍ تورونه
د ټاکنو له ترسره کېدو وروسته کله چې د رایپاڼو صندوقونه بېرته د هر ولایت د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفتر او بیا مرکز ته ولېږدول شول، د کمېسیون د ننه یو ځل بیا د لاسوهنو په اړه د نوماندانو د ناظرینو غږ پورته شو او په دې اړه شکونه له دې امله هم را پیدا کېږي چې د ټاکنو پایلې په میاشتو نه اعلانېږي او د پایلو په اعلان کې همدا ځنډ په لوی لاس فساد او درغلیو ته د زمینې برابرولو په اړه شکونه پیدا کوي.
د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز د معلوماتو پر بنسټ، د رایو د شمېر په پروسه کې هم د ځینو مشخصو کاندیدانو په ګټه لاسوهنې کېږي. د چا رایې زیاتېږي او د چا کمېږي. د زیاترو نوماندانو ناظرین شکایت کوي او وایي، کوم لېستونه چې له مخې یې دوی د رایې ورکونې په مرکزونو کې د خپلو نوماندانو رایې شمېرلې وې، د رایو اوسنی تعداد یې هغه نه دی. دغه راز دوی وایي، د رایې ورکونې په مرکزونو کې چې د رایو د صندوقونو د قلفونو کوم کوډ نمبرونه له ځان سره نوټ کړي دي، اوس د هغو صندوقونو د قلفونو کوډ نمبرونه تغیر شوي دي او ښکاره ده چې په صندوقونو کې لاسوهنه شوې ده.
مرکز ته د رسېدلو معلوماتو پر بنسټ ویل کېږي چې د ټاکنیزو کمېسیونونو د ننه د ولسي جرګې په ټاکنو کې د بریا په بدل کې د پیسو معامله له پنځه لکه ډالرو نیولې بیا تر یو نیم میلیون ډالرو پورې رسېږي. دغه وضعیت هغه نوماندان چې پیسې نه، بلکې یوازې د ولس ملاتړ له ځای سره لري، د ټاکنو وروستیو پایلو ته خورا اندېښمن کړي دي.
پر دې ټولو سربېره، داسې ګنګوسې هم شته چې د یو شمېر مشخصو نوماندانو د بریا لپاره ارګ هم هلې ځلې کوي، څو د دوی د خوښې کسان ولسي جرګې ته لاره پیدا کړي او بیا په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ارګ د اوسني ټیم په ګټه کار وکړي.
څوک به ولسي جرګې ته ځي؟
د ولسي جرګې ټاکنو ته څه باندې دوه نیم زرو کسانو ځانونه نوماند کړي وو. په دې ډله کې د ټولنې د مختلفو طبقو او فکرونو خلکو حضور درلود؛ خو دا چې څه ډول کسان به ولسي جرګې ته لاره ومومي، د مرکز د شنونکو په اند شته وضعيت ته په کتو سره به لاندې ډول نوماندان دې جرګې ته لاره ومومي:
لومړی؛ د ولسي جرګې په ټاکنو کې به یو شمېر هغه کسان بریالي شي چې په راتلونکي کې د امریکا او حکومت ګټو ته ژمن وي؛ ځکه حکومت نه غواړي داسې یوه ولسي جرګه ولري چې په راتلونکي کې ورته درد سر واوسي.
دویم؛ د یو شمېر سیاسي او جهادي ګوندونو نوماندان د ولسي جرګې په ټاکنو کې د بریا خپلولو بله طبقه ده؛ ځکه دغه کسان هم له سیاسي او هم له مادي ملاتړ څخه برخمن دي چې ښایي د سیاسي معاملې پر بنسټ یې تر ولسي جرګې ورسېږي.
درېیم؛ په درېیم قدم کې ولسي جرګې ته د تګ چانس تر ډېره له زورواکانو، سرمایه دارو یا سوداګرو کسانو سره دی. دوی هڅه کوي چې په هره ممکنه لار ځان ولسي جرګې ته ورسوي، څو د خپلو سرمایو د خوندي کولو او لا زیاتولو په موخه سیاسي ملاتړ هم له ځان سره ولري.
څلورم؛ له یادو شوو دریو ډلو هاخوا څلورمه ډله ښایي هغه لږ شمېر کسان د ولسي جرګې غړي شي چې په رښتینې توګه یې وړ دي او غواړي پرته له کومې شخصي ګټې د خپل ولس استازولي او د هېواد خدمت وکړي.
پر ولسمشریزو ټاکنو د ولسي جرګې د ټاکنو اغېز
د ولسي جرګې په ټاکنو کې له یوې خوا درې کاله ځنډ او له بلې خوا په داسې بې نظمۍ او درغلۍ سره یې ترسره کول، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کمزوري مدیریت او کم ظرفیتۍ ښکاره بیان دی.
د ولسي جرګې په ټاکنو کې د شته ستونزو له امله پر کمېسیون او دغه پروسه د خلکو باور خورا زیانمن شوی دی. د ټاکنو کمېسیون که چېرې د ولسي جرګې د ټاکنو د پایلو په اعلان کې له وروستۍ ټاکل شوې نېټې څخه نور هم ځنډ وکړي او په دغه پروسه کې د فساد خبره لا را ښکاره شي، د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو باور به پرې سخت شي.
د ولسي جرګې په ټاکنو کې د هېواد په زیاترو ښارونو او سیمو کې خلک له ټولو امنیتي ګواښونو سره سره رایه ورکونې ته راووتل، لسګونه تنه یې د چاودونو او بریدونو له امله مړه او ټپیان شول؛ خو که چېرې د کمېسیون له لوري د دغو کسانو رایو ته احترام ونه شي او له ناپاکو رایو سره یې یو ځای کړي، یو خو یې په حق کې ظلم دی او بل دا چې نور نو بیا دغه خلک پر کمېسیون باور نه شي کولی او نه هم بل ځل په داسې شرایطو کې د رایې ورکونې په موخه له خپل کوره را وځي.