په معاصره موده کې د چين او افغانستان تر منځ سياسي اړيکې د ۱۹۵۵ کال د جنورۍ په ۲۰مه رسماً ټينګې شوې دي. دواړه هېوادونه له تېرو ۶۶ کلونو راهيسې د بېلابېلو ستونزو په لرې کولو توانيدلي او خپلمنځي اړيکې يې اوس تر ډېره د عادي پرمختګ په حال کې دي. تاريخي سندونو ته په کتو سره د چين او افغانستان تر منځ تګ راتګ د چين له شي هان سلسلې څخه پيل شوی، چې تر اوسه پورې پرې څه باندې ۲۰۰۰ کالونه تېر شوي دي.
د قبل الميلاد په ۱۳۹ کال کې د چين د شي هان سلسلې پاچا ”ليو چه“ له نورو هېوادونو سره د دوستانه اړيکو په ترڅ کې ”جانګ چيان“ د خپل استازي په توګه وټاکه، چې د يو پلاوي په مشرۍ سره لوېديځې سيمې ته د يو مهم ډيپلوماتيک سفر لپاره لاړ شي. د چين د يو مشهور تاريخي کتاب ”د تاريخ پوهانو ريکارډ“ له مخې، د چين دغه ډيپلوماتيک پلاوی د څه پاسه لسو کلونو په مودې سره د اوسني افغانستان، شمالي لرغوني ولایت بلخ ته ورسېدل، هلته کابو يو کال پاتې شول او د بلخ له لرغوني ښار څخه يې هم ليدنه کړې ده. دا د چين په تاريخي کتابونو کې د دغو دواړو هېوادونو تر منځ د تګ راتګ په اړه تر ټولو پخوانی يو تاريخي ريکارډ دی.
موږ ټولو ته اشنا نوم په هماغه شاوخوا موده کې د ورېښمو لرغونې لاره ده، چې په هماغه وخت کې رامنځته شوې ده. دغه مشهوره او لرغونې لاره نه يوازې د ختيځې او لوېديځې نړۍ تر منځ د مالونو د لېږد رالېږد مهمه لاره پاتې شوې ده؛ بلکې د رنګا رنګ کلتورونو تر منځ د تبادلې او يو بل ته د معلوماتو او دودونو د خپرېدو اغېزمن دهليز هم و.
د کابل، بلخ، کندهار او هرات په ګډون، دغسې لوی ښارونه په هغه تاريخي موده کې د ورېښمو د لرغونې لارې په اوږدو کې ډېر نامتو سوداګريز مرکزونه وو چې د مختلفو هېوادونو سوداګر پکې راغونډېدل. بې شمېره مالونه د يادو ښارونو له لارې جنوبي او لوېديځې اسيا حتی اروپا ته لېږدول کېدل. اوس د چين په مختلفو بازارونو کې رومي بانجان، تور مرچ، ګازرې، انګور، بادرنګ او انار ډېر ليدل کېږي، خو داسې سنتي مېوې ښايي د ورېښمو د لرغونې لارې په موده کې د افغانستان له لارې چين ته رسېدلې وي. دغه راز د چين غوره ورېښم، چای او ځينې نور پرمختللي صنعتونه هم له دې لارې افغانستان او نورو سيمو ته رسېدلي او مروج شوي دي.
د دې تر څنګ بودايي دين هم له هند څخه د افغانستان لارې په چين کې خپور شوی دی. د قبل الميلاد په دویم کال کې د اوسني افغانستان په شمال کې د يو ملک راهب چې د چين په تاريخي کتاب کې د ”يي څون“ په نوم ياد شوی دی، د بودايي کتابونو په راوړلو سره چين ته راغلی. بيا د ميلاد په ۶۵م کال کې د چيني حکومت استازو له افغانستان څخه ډېری بودايي کتابونه او يو هندي راهب راوستی. نن ورځ د چين په منځنۍ برخه کې د هه نان ولايت په لو يانګ ښار کې د بای ما معبد د يادو بودايي کتابونو د ژباړلو په ترڅ کې په ۶۸م میلادي کال کې جوړ شوی او تر اوسه ډېر ښه ساتل شوی دی. بيا وروسته له افغانستان څخه څو ستر راهبان د بودايي دين د تبليغ او خپرولو لپاره په وار سره چين ته راغلي او څو چينايان هم د بودايي کتابونو د راوړلو لپاره د افغانستان له لارې هند ته تللي. په ۵مه ميلادي پېړۍ کې چيني راهب ”فاشيان“ په هند کې د ډېرو بودايي کتابونو په تر لاسته کولو سره د جلال اباد له لارې بېرته چين ته راستون شوی دی. د بودايانو وطن ته د سفر په نوم سفرنامه کې چې د ”فاشيان“ لخوا ليکل شوې، په جلال اباد کې د څو بودايي سټوپو او معبدونو بڼې تصوير شوې دي. په ۷مه ميلادي پېړۍ کې د چين لوی راهب ”شيوان ځانګ“ هند ته د تګ په لار کې هم د افغانستان څو ځايونو ته سفرونه کړي دي. په هغه کتاب کې چې د ”شيوان ځانګ“ او زده کوونکو لخوا يې په ګډه ليکل شوی، په باميان کې د دوو لويو ډبرينو بودايي مجسمو يادونه هم شوې ده. دغه کتاب لا تر اوسه هم د چيني او بهرنيو کارپوهانو ډېر د استفادې وړ دی.
له څه باندې ۲۰۰۰ کالونو راهيسې د چين او افغانستان تر منځ رسمي تګ راتګ که څه هم دومره زيات نه و، خو هېڅکله نه دی بند شوی دی. د تانګ سلسلې په موده کې(د ميلاد له ۶۱۸ نه تر ۹۰۷ کال پورې) د چين هغه وخت مرکزي حکومت د اوسني افغانستان په څو ځايونو کې خپلې نماينده ګۍ جوړې کړې او د دغو ځايونو امنيت يې ساتلی دی.
د مينګ سلسلې په موده کې (۱۳۶۸-۱۶۴۴) تيموريانو څو ځلې چين ته لوړ پوړي ډيپلوماتيک پلاوي رالېږلي او ور سره يې دوستانه اړيکې ټينګې کړې دي. د چين هغه وخت لوړ پوړي چارواکي ”چن چنګ“ هم پنځه ځلې د پلاويو په مشرۍ سره د تيموريانو دربار ته سفرونه کړي دي. د يادونې وړ ده چې په ۱۴۱۹ کال کې د تيموريانو دورې پاچا شاهرخ ميرزا يو ۵۰۰ کسيزه پلاوی چين ته لېږلی دی، چې په بېجينګ کې د پنځو مياشتو لپاره پاتې شوی دی. په دغه پلاوي کې ځانګړي کارکوونکي وو چې د چين هغه وخت د سياست، اقتصاد، کلتور او دودونو په اړه يې معلومات ثبت کړي. د تيموريانو دورې افغان مشهور تاريخ پوه حفيظ ابرو د داسې معلوماتو په راغونډولو سره يو کتاب جوړ کړ چې په نړۍ کې ډېر مهم تاريخي کتاب بلل کېږي.
په ۱۷۴۷ کال کې افغان امپراطور احمدشاه ابدالي د افغانستان په نوم هېواد جوړ کړ، بيا په ۱۷۶۲ کال کې يې چين ته خپل څو کسيز استازی ولېږه. د تاريخي سندونو له مخې، د چين د چينګ سلسلې هغه وخت پاچا دې ته په درنه سترګه وکتل او امر يې وکړ چې افغانستان يو ډېر لوی ملک دی او استازی يې د لومړي ځل لپاره چين ته راغلی. نو موږ بايد تر خپلې وسې پورې بېلابېل ځايونه دوی ته وښيو. هر چېرې چې دوی سفر کوي، د دوی په وياړ دې درانه مراسم او مېلمستياوې چمتو او جوړې شي.
له ۱۹مې پېړۍ د ۲۰مې پېړۍ تر پيل پورې د چين د شينجيانګ او افغانستان تر منځ انساني تګ راتګ ډېر فعال شوی او ډېری افغانان د واخان دهليز له لارې شينجيانګ ته کډه شوي دي. د ۱۹۴۴ کال د مارچ په دویمه د چين هغه وخت مرکزي حکومت هم له افغانستان سره د دوستۍ تړون لاسليک کړی و.