پرون د ترکیې او افغانستان تر منځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د بنسټ اېښودلو سلمه کلیزه وه. افغانستان په دې ورځ د ۱۹۲۱ میلادي کال د مارچ په لومړۍ نېټه د یووالي د پیمان په لاسلیک کولو سره د انقرې حکومت په رسیمت پیژندلی دی. زه د انقرې د حکومت اصطلاح کاروم، ځکه چې ترکیه په ۱۹۲۳ کال کې جوړه شوې او له دې وړاندې کلونو کې په ازمایښتي ډول د اتاترک تر لارښوونې لاندې او د ترکیې د خلکو د ستر مجلس لخوا پر مخ وړل کېده، چې موږ هغه ته پارلماني حکومت یا د انقرې حکومت وایو.
هر کال په رسمي ډول د افغان او ترک د دوستۍ په نوم د مارچ د لومړۍ نېټې لمانځلو لپاره، د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزارتونو لخوا د ۲۰۱۰ کال د ډسمبر په ۲۴مه په استانبول کې هوکړه لیک لاسلیک شو.
دواړو لوریو ته یوه اخلاقي او تاریخي دنده ده چې د دې ازمایل شوي تړون، ارزښت او رښتینې مانا راتلونکو نسلونو ته ور زده کړي. سره له دې چې موږ د ډیپلوماتیکو اړیکو د رامنځ ته کولو له سلمې کلیزې څخه برخمن یو، خو دا اړیکې یوازې په تېرې پېړۍ پورې اړه نه لري. په دې سیمه کې د ترکانو لومړنی خوځښت له میلاد نه وړاندې دویمې پېړۍ ته ورګرځي، چې ترکان ساکا (ایسکیت) خپل دولت د افغانستان په شمالي سیمو کې جوړ کړ. په هغه پسې په پنځمه میلادي پېړۍ کې د ترکانو یوې بلې قبیلې په دې سیمه کې د (افتالیت) په نوم امپراتوري جوړه کړه، چې د بلخ، تخار، کابل، غزني، زابل او اوسني کندهار سیمې یې تر واک لاندې وې. افغانستان په لسمه پېړۍ کې د غزنویانو پر مهال، په یوولسمه پېړۍ کې د سلجوقیانو پر مهال او په دوولسمه پېړۍ کې د خوارزم شاهانو پر مهال د ترکانو لپاره پر مهم هستوګنځي بدل شوی و. په دیارلسمه پېړۍ کې افغانستان د مغلو تر واکمنۍ لاندې شو او د بابرشاه په دور کې ترکانو یوځل بیا په ۱۶مه او ۱۷مه پیړۍ کې په دې جغرافیه کې د پاتې کېدو پرېکړه وکړه.
د افغانانو او ترکانو ترمنځ ګډ ژوند په اتلسمه پېړۍ کې هم دوام درلود او احمدشاه ابدالي د عثماني خلافت له درېیم خلیفه سلطان مصطفی سره د لیک استولو له لارې اړیکې ټینکې کړې، همدارنګه د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې سلطان عبدالحمید یو ډیپلوماتیک هیئت کابل ته واستاوه. د شلمې پېړۍ په پیل کې د امیر حبیب الله خان حکومت د محمود طرزي په وړاندیز، د مختلو چارو لپاره له ترکيې څخه سلاکاران وبلل. د حیرانۍ ځای نه دی چې په ۱۹۱۲ کال کې د څو تنو دغو سلاکارانو پر مټ په کابل کې لومړنی دولتي روغتون جوړ شو.
د ۱۹۱۰مې لسیزې په وروستیو کې افغان زده کړیالان چې په اناتولي کې یې زده کړې کولې، د ترکیې د خپلواکۍ د اخیستلو له جګړې سره یو ځای او شهیدان شول. افغانو ښځو هم د خپلو ارزښتمندو ګاڼو په ډالۍ کولو سره د ترکیې د خپلواکۍ د اخیستلو د جګړې له سپاهیانو سره خپله خواخوږي ښکاره کړه. په ۱۹۲۰ کال کې د عثماني امپراتورۍ یو غښتلی او اغیزناک رهبر جمال پاشا کابل ته راغی او دلته د اردو د رغونې په موخه تر یوه کاله وځنډېد. کله چې اتاترک د ترکیې د خپلواکۍ په جګړه کې ډېر بوخت و او هغه وخت افغانانو له بل هر وخته موږ ته اړتیا درلوده، نو افغانان یې له یاده ونه ایستل او د څو پرلهپسې هیئتونو له لېږلو یې چې له ډاکترانو، ښوونکو او افسرانو څخه جوړ و، ډډه ونه کړه.
د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو جګړو چې د ۱۹۱۰مې لسیزو له وروستیو او د ۱۹۲۰ کال تر پیله یې دوام وکړ، دواړه ملتونه یې له زړه او ذهنه سره نږدې کړل. دواړو ملتونو په بشپړه توګه او پوره يووالي سره سره ورته غمونه او خوښۍ تجربه کړې. لکه څنګه چې غازي امان الله خان د ۱۹۲۲ کال د اکټوبر د لسمې په غونډه کې چې د ترکیې د خپلواکۍ د جګړې د ګټلو په پار په دلکشا ماڼۍ کې جوړه شوې وه، ویلي وو چې: «ترکان او افغانان سره وروڼه دي. د هغوی خوښي زموږ خوښي ده؛ د هغوی غم او ویر، زموږ غم او ویر دی.»
کوم لومړنی پرېکړه لیک چې د انقرې په حکومت کې ومنل شو، هغه په کابل کې د ډیپلوماتیکو اړیکو د نمایندګۍ پرانیستل و، چې پر دې بنسټ، یو افغاني الاصله ترکي افسر ښاغلی عبدالرحمن صمدان په ۱۹۲۰ کال کې د ترکیې د استازي په توګه په افغانستان کې وګمارل شو. دا په کابل کې د ترکیې د سفارت لومړنی ډیپلوماتیک ماموریت شو. ترکیه دویم هیواد و چې افغانستان یې په رسمیت وپېژانده. افغانستان هم دویم هیواد و چې د انقرې حکومت یې په رسمیت وپېژاند.
د ۱۹۲۱ کال د جون په لسمه د افغانستان سفارت په ترکیه کې پرانیستل شو او اتاترک په خپلو لاسونو د افغانستان بیرغ د سفارت پر سر پورته کړ. امان الله خان لومړنی بهرنی پادشاه و چې د ۱۹۲۸ کال د مې په میاشت کې یې ترکیې ته سفر وکړ. ترکیې په دې سفر کې د فني همکاریو لومړنی هوکړه لیک ورسره لاسلیک کړ. له افغانستان سره د ترکیې نږدې همکارۍ د دویمې نړیوالې جګړې تر پیلېدو پورې روانې وې. د افغانستان او ایران تر منځ د منځنۍ برخې پوله د ترکیې د را استول شوي هیئت لخوا له ۱۹۳۴ تر ۱۹۴۵مو کلونو تر منځ تنظیم شوه. کله چې اتاترک په ۱۹۳۸ کال کې مړ شو، نو افغانستان یوازینی هیواد و چې د بیرغ په نیم ځوړند کولو سره یې د یوې اونۍ لپاره په هیواد کې په رسمي ډول د ماتم اعلان وکړ.
له دویمې نړیوالې جګړې وروسته ترکیې په افغانستان کې د عصري دولتي جوړښتونو او ټولنیزو بنسټونو لکه اداري، نظامي، فرهنګي، ښوونیزې او روغتیا په رامنځ ته کولو کې رغنده رول ولوباوه. ترکیې تر ۱۹۶۰مې لسیزې پورې افغانستان ته د ښوونکو، ډاکترانو، نظامي افسرانو او په مختلفو برخو کې د کارپوهانو را استولو ته دوام ورکړ. د ۱۹۵۷ کال د اګست له ۲۶مې د سپټمبر تر ۸مې د ظاهرشاه سفر ترکیې ته په ښه ډول استقبال شو. د ځانګړي ملاتړ د ښکارندویۍ په توګه د ترکیې لومړي وزیر په ۱۹۵۶ کال د جولای له ۲۶مې تر ۳۰مې پورې له کابل څخه لیدنه وکړه او په هغه پسې په ۱۹۵۸ کال کې د سپټمبر له ۱۲مې تر ۲۲مې پورې د ولسمشر جلال بایار لس ورځنی سفر کابل، کندهار، هلمند، کندز او بغلان ته تر سره شو.
دغو نږدې همکاریو تر ۱۹۷۹ کال یانې د شوروي تر اشغال پورې دوام وکړ. له ۱۹۸۹ کال را وروسته ترکیې د افغانستان جګړه څارله او هڅه یې کوله چې د خپل سفارت له لارې چې تر ۱۹۹۶ کال پورې پرانیستی و، د سولې او ثبات لارې چارې ولټوي.
له تېرو وروستیو ۱۹ کلونو راهیسې ترکیې د نظامي او د پولیسو د افسرانو روزنه پیل کړې ده، چې تر دې دمه یې ټولټال ۵۰۶۱ نظامي او ۹۹۱۳ د پولیسو افسران روزلي دي. نن ورځ ترکیې د تاریخ تر ټولو ډېرې مرستې په پراختیایي برخه کې وړاندې کړې دي، چې ډېرۍ هغه یې د زده کړو، زیربناوو او روغتیا په برخه کې لګېږي. افغانان په لوړه کچه له ترکیې څخه د تحصیلي بورسونو غوښتونکي او تر لاسه کوونکي دي. په اتو ولایتونو کې د ترکیې ۲۱ ښوونځي او څلور د زده کړو مرکزونه دي، چې ۷۰۸۰ زده کونکي لري او موږ غواړو چې په نورو ولایتونو کې نوي ښوونځي پرانیزو. د افغانستان مختلفو سیمو ته د لاسرسي په موخه مو د ۲۰۲۰ کال د جون په میاشت کې خپله دویمه سرقونسلګري د هرات په ښار کې پرانیسته او په روان کال کې د کندهار په ولایت کې د درېیمې سرقونسلګرۍ د پرانیستو چمتووالی روان دی.
افغانستان له څلورو لسیزو راپدیخوا کړيږي. د سولې ډېر وختونه یې له لاسه ورکړل؛ خو د ۲۰۲۰ کال د ډسمبر له ۱۲مې راپدېخوا چې د افغانستان د سولې بهیر پیل شوی دی، نو یو تاریخي فرصت سولې ته د رسېدو لپاره رامنځ ته شوی. له دې سره سره موږ باید دا هیر نه کړو چې د سولې لاره اوږده او له خنډونو ډکه ده؛ نو موخه باید یوازې ژر راتلونکې سوله نه، بلکې تلپاتې او پایښتي سوله وي. نو له دې امله ښکېلې خواوې مسوولیت لري چې دا فرصت له لاسه ورنه کړي.
ترکیه تل د افغانانو په رهبرۍ او ملکیت د سولې د روان بهیر پلوي کوي. په دې اړه څو چې زموږ د مرستې اړتیا وي، چمتو یو چې له افغان وروڼو څخه ملاتړ وکړو، څو د هغې تلپاتې سولې د راوستو د هڅو ګډونوال شو چې د افغانستان د هرې طبقې خلکو او د سیمې او نړیوالو لوبغاړو د هرکلي وړ وګرځي.