د امریکا ولسمشر جوبایډن د افغانستان په اړه د خپل حکومت دریځ په ډاګه کړ. نوموړي تېره اونۍ د میونیخ په امنیتي کنفرانس کې وویل: زما اداره په کلکه د روان ډیپلوماتیک بهیر ملاتړ کوي، څو له شلو کلونو راهیسې روانه جګړه پای ته ورسیږي. په داسې حال کې چې په افغانستان کې د هدفي وژنو، چسپکي ماینونو او مخامخ بریدونو کچه لوړه شوې، افغانان اندېښمن دي چې د متحده ایالاتو نوی حکومت به د سولې له خبرو په شا شي، خپل ځواکونو به وباسي او که به کومه درېیمه تګ لاره غوره کړي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) په خپل خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۰ کال له جنوري تر سپټمبر میاشتې ۵۹۳۹ ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې او له سپټمبر را وروسته موده کې په هدفي بریدونو کې ۱۱ پيژندل شوي ژورنالیستان او د بشري حقونو فعالین وژل شوي دي، سره له دې چې امریکا او طالبانو په خپلو کې موافقه وکړه او بین الافغاني خبرې هم روانې دي، دا مهمه ده چې پوه شو ولې تاوتریخوالی زیات شوی؟
کله چې د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۲۹مه، د امریکا او طالبانو تر منځ تړون لاسلیک شو او ورپسې په مې میاشت کې طالبانو درې ورځنی اوربند اعلان کړ، د افغانانو هیلې زیاتې شوې چې په تدریجي توګه به تاوتریخوالی کم شي. همدارنګه په ژمي کې چې طالبان تل خپل بریدونه د سړې هوا له امله کموي او له غرونو ټولېږي چې ورڅخه بریدونه تر سره کوي، خو سږني ژمي کې د چسپکي ماینونو او هدفي وژنو په بهیر کې هیڅ کموالی نه لیدل کیږي، چې د دې حملو مسوول د حکومتي او امریکايي چارواکو لخوا طالبان بلل شوي؛ خو طالبانو بیا دا ادعاوې رد کړې او هغه د حکومتي چارواکو کار بولي.
د تاوتریخوالي د بیا ډېرښت ځینې اصلي عوامل:
لومړی: طالبان په یو وخت کې هم د جګړې او هم د خبرو ستراتیژي پر مخ وړي. دغه ډله په دې باور ده چې د بریدونو په دوام سره کولای شي د خبرو اترو پر میز برلاسي وي.
دویم: تاوتریخوالی ځکه زیات شوی چې هر څوک د سولې د خبرو په اړه بېل تعریف لري. د نړیوالي ټولنې او افغانانو موخه د سولې له خبرو دا ده، چې د شخړې لپاره سیاسي حللاره پيدا شي او د افغانستان د راتلونکي حکومت لپاره لار- نقشه پکې جوړه شي.
بلخوا طالبان بیا د خبرو په ترڅ کې د سولې غوښتونکي نه ښکاري؛ بلکې غواړي واشنګټن له افغانستان څخه د خپلو پوځیانو په ایستلو قانع کړي، څو د طالبانو د بریدونو د دوام پر ځای عسکر د مذاکراتو په پایله کې وباسي.
سره له دې چې افغان حکومت، دیني عالمان، مدني ټولنه او سیمه ییز مشران ټول له طالبانو د اوربند او اورکم غوښتونکي دي؛ خو طالبان د بېلابېلو لاملونو پر اساس چمتو نه دي چې اوربند اعلان کړي، بلکې دوی غواړي چې له اوربند څخه د بین الافغاني مذاکراتو په ترڅ کې کار واخلي او په بدل کې يې خپل پاتې بندیان د افغان حکومت له زندانونو را خوشي او د خپلو مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو له تور لېست وباسي.
افغان حکومت شک لري چې طالبان د رښتینې سولې پر ځای د واک د تر لاسه کولو په هڅه کې دي. افغان سیاستوال او د مدني ټولنې غړي که څه هم حکومت د فساد او ناامنۍ په مخنیوي کې په کمزورۍ تورنوي؛ خو په پرلهپسې توګه له طالبانو هم د اوربند او اورکم غوښتنه کوي.
مدني فعالان او نور افغانان د طالبانو د تاوتریخوالي او حکومت د ناکامیو تر منځ ګیر دي. فعالان، پيژندل شوي ژورنالیستان او مشهور دیني عالمان یو په بل پسې وژل کیږي او دا په دې مانا چې هر څوک د اوربند او اورکم لپاره ږغ پورته کوي، هغه په نښه کیږي.
د امریکا نوي حکومت اعلان وکړ چې د امریکا- طالبانو د تړون ارزونه کوي. د نړیوالې ټولني او ملګرو ملتونو په راپورونو کې ویل شوي، چې طالبان له امریکا سره خپلې معاهدې ته ژمن نه دي؛ ځکه دغه ډله اوس هم له القاعدې سره اړیکې لري او تاوتریخوالی یې نه دی کم کړی. اوس ممکن واشنګټن په دغه تړون کې ځينې ټکي ور اضافه کړي او له دې لاري ډاډ تر لاسه کړي چې طالبانو له القاعدې سره اړیکې پرې کړې او بریدونه یې کم کړي. تېره اونۍ د متحده ایالاتو دفاع وزیر د سمدستي اورکم غوښتنه وکړه او دا په دې مانا که طالبان تاوتریخوالی کم نه کړي، د امریکا- طالبانو تړون له ماتې سره مخ دی.
اوس د امریکا د حکومت لپاره بېړنۍ مسئله په څوارلس میاشتو کې له افغانستان څخه د خپلو پوځیانو د ایستلو ده. د امریکا- طالبانو د سولې تړون له مخې د روان کال د اپریل په ۳۰مه دغه موده پوره کیږي. که امریکايي پوځیان ووځي یا پاتې شي، په راتلونکي پسرلي کې به تاوتریخوالی زیات شي. که د متحده ایالاتو عسکر له افغانستان څخه ولاړ شي، طالبان به حالت د ځان په ګټه وبولي او د افغان حکومت د ړنګولو او خپل رژيم د بیا قایمولو لپاره به جګړې ته زور ورکړي.
د امریکا- طالبانو د تړون تر ارزونې وروسته به واشنګټن د ناټو له غړو هېوادونو سره په شریکه، په افغانستان کې د خپلو سرتیرو د برخلیک په اړه پرېکړه کوي. د ناټو ماموریت دوام او افغانستان کې د امریکایي سرتېرو پاتې کېدل به هغه څرګندونې غلطې وښيي، چې پکې ویل کېدل چې امریکایان د وتلو لپاره په بېړه کې دي او افغانستان یو ځل بیا طالبانو ته پرېږدي.
دا ډول پرېکړه به طالبانو ته هم واضح پيغام ولري چې باید د سولې، ټول شموله حکومت او دایمي اوربند لپاره چمتو شي. افغانستان کې د ناټو پاتې کېدل به پر سیمه هم اغېز ولري او ښايي دا ډول پرېکړه د ځینو هېوادونو لپاره په زړه پورې نه وي؛ ځکه چې نیابتي جګړه به یې پر نیابتي سوله بدله کړي.
د افغانستان ګاونډیان د سولې لپاره خپل تعریفونه لري. د ایران لپاره سوله په دې مانا چې د متحده ایالاتو ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او دوی په خپل ختیځ سرحد کې د امریکايي پوځي قرارګاوو له ګواښ خلاص شي. د روسیې لپاره بیا سوله په دې مانا ده چې امریکا ته بې ساري ځاني او مالي زیانونه واوړي. نیویارک ټایمز په خپل راپور کې په ډاګه کړې وه، چې روسانو د امریکايي عسکرو د وژلو پر سر افغان طالبانو ته انعامونه ورکړي.
پاکستان
پاکستان بیا داسې سوله غواړي چې پکې امریکایان له افغانستان څخه لاړ شي او د دغه هېواد د چارو سمبالښت پاکستان ته وسپاري او همدارنګه دوی غواړي چې د ډالرو په بدل کې امریکا په پاکستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې پوځي ډلې وساتي، څو له افغانستان څخه د تروریستي تهدیدونو پر مهال سمدستي اقدام وکړای شي.
تاوتریخوالی، هدفي وژنې او چسپکي ماینونه یوازې د حالت د لا خرابوالي سبب کیږي، چې نه د افغانستان او نه هم د سیمې په ګټه دي او د سولې روانه پروسه به له خنډ سره مخ کړي. د دې لپاره چې په افغانستان او سیمه کې امن او ثبات قایم شي، سیمه ییز هېوادونه باید صادقانه کردار ادا کړي چې تاوتریخوالی کم، اوربند اعلان او په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د تلپاتي سولې لپاره لاره هواره شي. له دې پرته، جګړې او بریدونه به د سیمي هېوادونو ته پراخ شي. له بلې خوا د روان تاوتریخوالي په شتون کې د ناټو ځواکونو بېړنۍ او غیرمسولانه وتل به یو ځل بیا افغانستان د نړیوالې ترهګری په مرکز بدل کړي.