که څه هم د ولسمشر غني لخوا د موقت حکومت په مقابل کې کلک سنګر نیول شوی، چې تر ډېره یې مقاومت نتیجه هم ورکړې او د موقت حکومت په مخ کې بلا ډېر خنډونه راپیدا شوي؛ خو د امریکا لخوا ولسمشر غني او افغان سیاسیونو ته د یو بل موډل طرحه وړاندې شوې، چې تر ډېره حده یې د تطبیق امکانات هم لیدل کیږي.
دغه نوی پلان د انتقالي حکومت طرحه ده چې د ولسمشر غني په ګډون، تقریباً د ټولو مطرحو لوريو او شخصیتونو ځای او بقاء پکې تضمین شوې ده.
په نوې طرحه کې د حکومت غوښنه برخه طالبانو ته منل شوې ده، چې طالبان هم تقریباً د پټې خولې اقرار په مفهوم کې معلومیږي.
د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او ورسره مل امریکایي پلاوی د یادې طرحې د تطبیق په موخه لابي کوي، چې داځل یې چلند هم د نورو وارونو په نسبت متفاوت او جدي دی.
زلمی خلیلزاد په هره لیدنه کې په ټینګار سره وایي چې د جوبایډن په مشرۍ د امریکا نوې اداره د افغان سولې په تړاو د اوږده انتظار حوصله نه لري او غواړي چې دغه کار بیخي ژر او حتی د دوو دریو میاشتو په موده کې بشپړ او یو نوی انتقالي حکومت رامنځ ته شي.
د ښاغلي خلیلزاد په وینا، امریکا د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مذاکراتو ته اوږد انتظار وکړ؛ خو دوی کومې پایلې ته ونه رسېدل، نو اوس امریکا هوډ کړی دی چې باید د افغان قضیې پر دخیلو لوریو په فشار راوړلو سره د قضیې پای ته ورسیږي.
تازه او مؤثق معلومات وایي چې ډېر ژر به د ملګرو ملتونو په مشرۍ په کوم مناسب هیواد کې د بُن په څېر یوه بله ستره غونډه جوړه شي، چې هلته به د نوي حکومت پر تشکیل هم د خیر دعا وشي او له هماغه ځایه به راکاپي او افغانستان کې پیسټ شي.
په نوې طرحه کې به ولسمشر غني د خپلې قانوني مودې تر پوره کولو پر خپل ځای پاتې وي؛ خو واک او صلاحیت به یې محدود او شتون به یې تقریباً سمبولیک وي.
د انتقالي حکومت مشر به بې تاجه پادشاه وي، خو واک به یې تر ولسمشر ډېر او صلاحیتونه به یې لوړ وي.
د موقت حکومت د مشرتابه لپاره ډېرو ښاغلو ډېر وخت کمپاین کړی و او بې دریغه لګښتونه یې هم کړي وو؛ خو داسې ښکاري لکه چې له ټولو څخه په اوبو لاهو شوی دی.
د انتقالي حکومت مشرتوب ته هم ډېرو ښاغلو برېتونه غوړ کړي او په ډېر ګړندي کمپاین یې پیل کړی دی؛ خو د زلمي خلیلزاد له ملاقاتونو او ناستو پاستو ځینو داسې استنباط کړې چې چانس به د هغه چا ډېر وي، چې طالبانو ورسره لاس پټ کړی وي.
په ډېر احتمال د راتلونکو ورځو مهم لوبغاړي به پخوانی ولسمشر حامد کرزی، پخوانی طالب چارواکی ملا آغاجان معتصم، ډاکټر عبدالله، ګلبدین حکمتیار او استاد سیاف وي.
د پنځو واړو ښاغلو حجرو کې نن سبا تر بل هر وخت ډېر بیروبار لیدل کیږي او ډېری سیاستوال یې د توجو د جلب لپاره روزانه حاضري لګوي.
د شنونکو په باور، د راتلونکي حکومت شکل به د بُن د موډل په څېر نه وي چې محدودې ډلې او شخصیتونه پکې مطرح او ونازول شول؛ بلکې دا ځل به تشکیل ډېر پراخ او تر ډېره بریده به ټول افغان شموله وي.
امریکا او نړیواله ټولنه داځل ژمنتیا ښيي چې باید ټول افغانان او ټول سیاسي لوري په راتلونکي سیسټم کې ځان وویني.
که څه هم تر اوسه هېچا او هیڅ لوري ته هیڅ کوم مشخص مقام نه دی په ګوته شوی او نه ورته ویل شوي چې راتلونکي حکومت کې به څومره ستا او څومره د پلان وي؛ خو له نښو نښانو داسې اټکل کیږي چې د انتقالي حکومت د مشر په انتخاب کې به ډېر غوږ د طالبانو خبرې ته نیول کیږي.
ښایي د طالبانو د برحاله مشرانو له ډلې څخه به د کوم یوه ټاکل د ډېرو لپاره د منلو وړ نه وي او په همدې دليل طالبان هم شاید ډېر ټینګار ونه کړي؛ خو د پخوانیو طالب چارواکو آپشن بیا دغې ستونزې ته یوه ښه د حل لاره ده.
د طالبانو د ډلې پخوانی مشر مولوي آغاجان معتصم د انتقالي حکومت د مشرتابه لپاره د نورو په نسبت یو څو پوائنټه اضافه لري او په غالب احتمال چې چانس به یې هم تر نورو ډېر وي.
د نوموړي له ګرماګرم فعالیتونو او بوختیاوو څخه جوتیږي چې سړی دغه پروسه کې تر ډېره حده مخته تللی دی او ښایي له ډېرو چینلونو سره تفاهم ته رسیدلی هم وي.
طالبان به هڅه وکړي چې د انتقالي دورې له خپل مؤثر او قوي حضور څخه د انتخابي حکومت لپاره ګټه پورته کړي او ټاکنو کې هم خپل حضور تر نورو ځواکمن ثابت کړي.
په انتقالي دوره کې به طالبان د کلیو او ولسوالیو په کچه سر له اوسه لا د راتلونکي لپاره په کمپاین پیل وکړي او د مساجدو د ملا امامانو له منبر او ادرس څخه به د خلکو د ذهنیت په تسخیر کې کار واخلي.
طالبان کولی شي چې په دغه تاکتیک د ټاکنو وېش کې خپله پله تر نورو ډېره درنه او بالاخره له یوې داسې لارې واک ته ورسیږي، چې نړیوالو ته هم د منلو وړ وي.
که څه هم ډېرو خلکو ته لاهم طالبان هماغه د نوییمې لسیزې طالبان ښکاري، خو چا چې له طالبانو سره له نږدې لیدلي او هغوی یې په سمه توګه پېژندلي، په دې باور دي چې طالبانو کې بیخي لوی بدلون او تغییر راغلی دی.
طالبانو اوس درک کړې چې واک ته د رسېدلو او په قدرت کې د پاتې کېدو لپاره باید له نړیوالو او د نړۍ له اصولو سره برابر برخورد وکړي.