د امريکايي ولسمشر جو بايډن ادارې لخوا د افغان سولې لپاره پلان شوی «لوی کار» د نيوکګرو له پوښتنې سره مخ دی او ډېر کسان یې بېړنی جوړجاړی بولي. ميليونونه افغانان يې هم هيښ کړي چې دا به یې هېواد کې بې پايه جګړه پای ته ورسوي او که به يې بدتره کړي.
پلازمېنې کابل ته د افغان سولې لپاره د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد تر وروستي سفر وروسته، د نوموړي له دفتره داسې طرحه رسنیو ته ووته چې ظاهراً د سولې نوی تړون ښکاري.
دغه اته مخيز ليک چې بيبيسي تر لاسه کړی او تر څنګ یې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن درې مخيز ليک، یو سياسي توپان جوړ کړی دی.
ښاغلي بلېنکن خپل ليک کې ويلي، امريکا نه غواړي چې افغان حکومت او طالبانو ته شرطونه کېږدي، بلکې دواړه لوري د دې وړتيا لري چې د سولې پر لور «بېړني ګامونه» پورته کړي.
خو د افغان ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح پر دغه پلان سختې نيوکې وکړې او ويې ويل: «افغانستان به هېڅکله هم دا امرانه او تپلې سوله ونه مني.»
هغه زياته کړه: «دوی د خپلو پوځونو پرېکړه کولی شي، نه د افغانستان د خلکو.»
خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيبيسي ته ويلي چې دوی دا طرحه «لا هم مطالعه کوي.»
هغه پر دې هم ټينګار وکړ چې طالبان هيله لري امريکا د تېر کال دوحې تړون ټول شرطونه پوره کړي يا په بله مانا، دا چې د امريکا په مشرۍ د ناټو پاتې لس زره سرتېري د سږنۍ مۍ میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه ووځي.
د امريکا دا لوی کار تر «ابي سمان» پورته الوت ښيي او د يو تر ټولو لوی کړکېچ د هواري لپاره يوه تر ټولو ستره نظريه ده.
خو له افغانستانه د تاوتریخوالي له کمېدو پرته له دوو لسیزو وروسته وتل هلته له ژوند او مرګ پرته بله مانا نه لري. باعزته کلمه هم دې بوږنوونکې جګړه کې بله نوې کلمه ده؛ د امريکا باعزته وتل؛ د افعانانو لپاره باعزته سوله.
دوحه کې د افغان سولې خبرو کې د حکومت د مرکچي پلاوي غړی نادر نادري وايي: «د يوې باعزته سولې لپاره پکار ده موږ هره هغه لار ولټوو، چې له مخې يې د حکومت د ولسواک سيستم په ګډون، بنسټیز ارزښتونه او حقونه خوندي کړو.»
د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد تېره اونۍ کابل ته د وړاندیزونو له نوي احساس سره ورسېد. د هغه شتون او د طرحې مسودې په پلازمېنه کې د بدرنګه امنیتي دېوالونو تر شا د واکمنو ښایسته کوټو کې سياسي سپرغۍ بلې کړې.
دا هر څه فکر پر یوې داسې نکتې متمرکزوي چې افغانستان د سولې او جګړې تر منځ د پاڼ پر ژۍ ولاړ پکې ښکاري.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي تېره اونۍ بيبيسي ته وويل: «د چټک حرکت او د سختې اړتيا ډېر لوی احساس دی.»
د هغه په خورا پياوړي استوګنځي کې تر پخوا ډېره ګڼه ګوڼه ده. د ښاغلي بلينکن ليک کې د يووالي او شموليت خبره شوې او د کرزي هم همدا غوښتنه ده.
پخواني جګړه سالاران چې د اشرف غني لخوا له واکه لرې شوي، اوس بيا د لا ښه والي يا ډېر بدوالي لپاره رامخې ته کړل شوي دي. ځينې چې د خپل راتلونکي او بخت تضمينولو لپاره تر طالبانو رسېدلي، وايي، د نفاق پایله به ګډوډي او پرځېدل وي.
تېره مياشت ولسمشر غني وويل، سختې پرېکړې او قرباني په مخ کې لري. کله چې د بيبيسي خبریال د حکومت شريکولو لپاره د خليلزاد د پخواني پلان په هکله وپوښت، ويې ويل: «دا داسې ده لکه څوک چې د مېز شاته ناست وي او خوب ويني.»
نو ولسمشر غني چې تر اوسه د ټاکنو له لارې د واک پر لېږد ټينګار کوي، دا نوې طرحه به ومني؟
يو افغان سياستوال وايي: «که ښوونځي ته نه ځې، ښوونځي ته به يووړل شې.»
یا په بله مانا، ولسمشر غني به بله لار ونه لري.
خو ایا جنګسالاران به زړه دښمني د سولې لپاره پرېږدي؟ ښايي داسې وشي، خو «له وينو ډک زړونه» به ولري.
بل متل دی چې «زاړه تربرونه ښايي تر ډېره چوپ پاتې نه شي.»
نوي پلان کې څه دي؟
نوی پلان درې خبرې لري. د راتلونکي افغان دولت او اساسي قانون لپاره لارښود اصول لري. داسې شرايطو باندې هوکړه چې د دوامداره او عادلانه هوکړې لپاره انتقالي دوره کې هېواد اداره کړي. وروستۍ او ډېره مهمه دا چې دايمي او ټوليز اوربند باندې سلا وشي.
خو دې طرحه کې غوراوي او تش ځايونه هم شته، لکه د انتقالي حکومت موده تشه پرېښودل شوې ده. د اجرايي ادارې لپاره دوه امکانه وړاندې شوي دي.
يوه اوسني حکومت ته ورته چې ولسمشر او مرستيالان به لري او بله هم چې لومړی وزير به لري. د بهیر د چټکتيا لپاره امريکا د ټولو خنډونو لرې کولو او ملاتړ تر لاسه کولو هوډ لري.
ملګري ملتونه چې تر اوسه څنډې ته کړل شوي وو، مرکزي رول ته بېول کېږي چې دې بهير ته لا ډېر نړيوال مشروعيت ورکړل شي او هم د افغانستان هغه ګاونډيان په يو مېز سره کېني، چې دغه هېواد کې اوږدمهالې لاسوهنه کوي.
د بلېنکن ليک کې هم ترکيه کې د لوړې کچې د ناستې خبره شوې، چې پکې ټول جنګي لوري سره راټول شي. د سولې تړون لپاره په اته مخيزه طرحه کې د هر چا لپاره يو څه شته.
طالبان به د اسلامي شريعت د داسې سترې شورا وړانديز کوي چې اسلامي لارښوونې او سپارښتنې به برابروي او دا په لنډ ډول هغه څه دي، چې طالبانو د «سوچه اسلامي حکومت» وړاندوينه کوله.
د ښځو حقونو ډلې به یې پر لومړي مخ وويني چې «راتلونکی اساسي قانون به د دوی د حقونو خونديتوب تضمينوي.»
ځینې وايي چې يوازې خبرې بسنه نه کوي، دوی زیاتوي، دا ښځې او نجونې دي چې ژوند يې شلو کالو کې بدل شوی. حقیقت دا دی چې که محافظهکار طالبان واکمن وي او که نه، پر ښځو اوس هم محدودیتونه ډېر دي او په ميليونونو افغانان به چې زړونه يې له غم ډک دي، د هغه څه پر لور د پرمختګ غوښتنه کوي چې دا کاغذونه يې د «انتقالي عدالت لپاره ملي پاليسي» بولي، که څه هم دوی پوهېږي چې افغانستان کې د تاريخ درسونه د دغه ډول عدالت په اړه ډېر مثبت نه دي.
د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسون مشره شهرزاد اکبر وايي، دايمي سوله راوستل د افغانانو مسوولیت دی، خو د امريکا په مشرۍ نړيواله ټولنه د دې کړکېچ شريکه وه او د خپلو سرتېرو خوندي ستنولو پورې يې مسووليت نه ختمېږي.
هغه زياتوي چې نړيواله ټولنه لا هم د افعان کړکېچ پر دواړو لورو نفوذ لري او د کړکېچ هواري لپاره يې رښتینو خبرو ته سره جرګه کولی شي. خو داسې خلک هم شته چې په دې نویو خبرو پورې ډېر زړه نه تړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پحوانی ډيپلوماټ او نړيوال کړکېچ ګروپ کې د اسيا برخې مشر لورل مېلر وايي، د دې پلان يوازینۍ ګټه دا ده چې که اوربند وشي. هغه زياتوي: «خو که کمزوری ماتېدونکی انتقالي جوړښت وپرځي، چې ډېر امکان يې هم شته، نو بيا اوربند دوام نشي کولی.»
سوله تر بل هر وخت ډېره اجنډا کې ده، خو جګړه هم شته. دواړه لوري د ټول دوبي د عملياتو خبرې کوي. د سولې هڅو کې يو ښکېل افغان وايي، که دا پلان کار وکړي، نو يوه غیر عادي پېښه به وي.
خو داسې هېواد کې چې له هرڅه سره ژوندی وي، لوی کار او غیر عادي پېښه له امکانه لرې نه ښکاري. خلک ژر تر ژره د بې پايه جګړې پای غواړي.