موږ متأسفانه د ملت له منځ څخه راپورته شوي مشران نه لرو. له همدې امله مو له مشرتابه څخه د حمايت او مخالفت معيار له بدتر څخه د نجات په موخه د بد پلوي کول ګرځولى دى. پرون مو هم همدغه کار کړی دى. نن هم که حالت له اوس څخه د بدتر کېدو خوا ته ځي، له بد غني څخه به حتماً پلوي کوو، خو که څوک د هيواد د اوسني بد امنيتي او سياسي وضعیت د درک وړتيا ولري، نو يقيناً پوهيږي چې اوس د هوايي ګواښونو، نمايشي غونډو، احساساتي او جذباتي خبرو وخت نه دی؛ بلکې د سترو ملي ګټو ساتلو لپاره د سختو پرېکړو کولو، د مخالف افغان د ملګرتيا تر لاسه کولو، د ملي اجماع جوړولو او تر ټولو مهم دا چې د قرباني ورکولو وخت دى. د خاشاک، پولو او د شګو بندونو په اچولو باندې د توپان مخنیوى ناشونی کار دی. البته د توان ترکچې يې ځان او هيواد له اغېزو ژغورل ښه مشرتوب او ښه مدیریت دى.
ولسمشر غني ته د انتوني بلينکن ليک که څه هم ګواښوونکی، ويښوونکی او له ټولو نړيوالو نورمونو سره په ټکر کې دی، خو مونږ هم باید ومنو چې د سولې په تړاو زمونږ د دواړو خواوو مشرانو په ځانګړي ډول د ارګ مېشتو څرګندونې، نه واقعيتونو نندارې ته وړاندې کوي، نه د ولسي ارمانونو عکاسي کوي او نه هم نړيوالو اندېښنو ته د قناعت وړ ځواب وايي. څرګنده خبره ده چې موږ له تيرو څو لسيزو راهيسې د نړيوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لرو او د اوږو بار يې ګرځېدلي يو، نو ځکه د بين الافغاني مذاکراتو د ناکامۍ له امله مونږ نړيوالو ته په زغرده د ځواب ورکولو لپاره نه خوله لرو او نه هم منطق.
له نښو نښانو داسې ښکاري چې امریکا پرېکړه کړې ده، چې له افغانستان څخه خپل ځواکونه باسي، خو داسې نه لکه شوروي اتحاد چې خپل ځواکونه وايستل؛ بلکې داسې چې ګټې يې خوندي وي او تر شا خپل هېواد ته بالفعل او بالقوه ګواښونه او ناورينونه پرې نږدي. که امریکا لکه څنګه چې وايي واقعاً په افغانستان کې د جګړو ختمولو لپاره هوډ لري، نو مونږ ته يې د تازه طرحې ردول نه؛ بلکې تایيد پکار دی. که د امریکا په طرحه کې د ملي ګټو په تړاو ملاحظات ځای ولري، نو د رسنيو له لارې د ګواښ په ژبه نه، بلکې په څرګند ډول يې له امریکا سره مطرح کول اړين دي.
امريکا پوهيږي چې د سولې لپاره د انعطاف په مورد کې ارګ يوازې پاتې دى. حتى د مصالحې شورا او وزيران هم د ارګ په شان فکر نه کوي او دا چې د سولې په هکله په ارګ مېشتو کې جدي ستونزه شته، نو ځکه يې ټول نورمونه او پرنسيپونه تر شا پرېښودل، د ليک خد او خال يې تېز، لهجه يې ترخه او د بهرنیو چارو د وزارت پر ځاى يې نيغ په نيغه ارګ ته واستاوه.
راځئ د تېرو څلورو لسیزو په دوران کې د خپلو يو پربل پسې ماتو او ناکاميو څخه څه زده کړو. راځئ د خپل ملت مظلوم او محکوم ژوند ته د سوکالۍ راوړلو هڅه وکړو.
ايا د کمونیستانو، مجاهدينو، طالبانو او د ډيموکراسۍ په نوم د غني استبدادي ډوله حکومت مشترکات په خپله عنعنوي مذهبي ټولنه باندې کله د برچي او کله د تبلیغاتو په مټ پردۍ مفکورې، پردي تعبيرونه، پردى کلتور تپل او د واک د انحصار دوکتورين نه وو؟
ايا پورتنۍ ټولې ډلې ټپلې د ولسي هيلو په تحقق کې مطلقاً ناکامې نه شوې؟
که د پورته يادو شويو لاملونو له امله د تېرو څو لسيزو حکومتونو ناکامۍ منس، نو اوس باید په جګړه کې دخيل اړخونه پوه شوي وي چې دلته له بهر څخه وارد شوي بدلونونه که اصلاحات هم وي، خو له ذهنيت جوړولو پرته د چلن وړ نه دي. د واک د انحصار فکر خوسا او فرسوده تګلاره ده. ډېره اړينه ده چې د دغه هېواد ټولې پرګنې، قومونه، ژبې، فکرونه او عقيدې د افغان په نوم سره راټول کړو او په دغه هېواد کې ګډ سوله یيز ژوند پيل کړو. له خپل ولس سره د تقابل او تصادم سياستونه او تګلارې مو د نسکورېدو په حال کې وليدې.
د دې لپاره چې مونږ د عمل په ډګر کې د خپلو شخړو د هوارولو چل او هنر نه دی زده کړى او د تيرو څو مياشتو بين الافغاني مذاکراتو په ترڅ کې مو د خپلو ستونزو د هواري لپاره خپله ناکامي عملاً نندارې ته وړاندې کړه، نو ولسمشر غني ته مو مشوره دا ده چې د امریکا د حکومت اوسنيو غوښتنو په هکله متزلزل او متذبذب دريځونه خپلول او احساساتي ويناوې کول د دې ملت او وطن په خیر نه دي او دغه ډول نسخې اوس کار نه کوي.
ځمکني حقایق او د وخت غوښتنې درک کړئ. تاسو ښه استاد ياست، ښه اقتصاد پوه ياست، ښه انګریزي مو زده ده او نسبتاً ښه لابي ګر ياست؛ خو تاسو زمونږ په عقيدوي او دوديزو مسایلو، قومي او کلتوري نزاکتونو باندې د پوهيدو وړتیا ثابته نه کړاى شوه. تاسو د افغاني ټولنې په ذهني لومړيتوبونو او عقيدوي باورونو باندې له بشپړ معلوماتو تر لاسه کولو پرته د ډيموکراسۍ په نوم د غرب دود او کلتور تپلو ته ملا وتړله. تاسو د اداري، مالي او اخلاقي فساد پر وړاندې مبارزې ته خپل پياوړی هوډ ونښود. تاسو له حليفانو سره د مشارکت پرنسيپونه ونړول او نه مو هم له حريفانو سره ملي معيارونه وساتل او نه مو هم حکومتي او اداري تعاملاتو ته ژمنتیا وښوده. تاسو په ډيموکراسۍ کې استبداديت رواج کړ، تاسو پر اساسي قانون باندې څو څو ځله معاملې وکړې. تاسو ته د ژمنو ماتول عادي خبره ده. ايا پوه نشوی چې په کابل کې ناستې څو سوه ښځې د افغانستان د شپاړس میليونه ښځو استازيتوب نشي کولاى؟
اوس تاسو اړ ياست چې په واک کې د پاتې کېدو لپاره نه، بلکې د ملت او هيواد د لوړو ګټو لپاره لابي وکړئ. نړيوالو ته په واک کې د پاتې لپاره دلایل مه وړاندې کوئ، بلکې د خپل هېواد روڼ سبا ته ورڅخه ژمنې واخلئ. ستاسو په مشرۍ له طالبانو سوله ناشونې ده او دغه هېواد سولې ته د اکسیجن په کچه اړتیا لري. دغه ډول فرصتونه بيا بيا نه راځي. زه منم چې کيداى شي طالبان له تاسو سره د امریکا له حمايت پرته د ارګ په نيولو بريالى نشي، خو هيواد به د ماتېدو په څنډه او د پرديو نيابتي جګړو ډګر وي. ولس به هره ورځ سلګونه جسدونه خاورو ته ښکته کوي، نو ستاسو عزت، وقار او درنښت به څه وي؟
تاسو کله د قبل الوقت ټاکنو خبره کوئ!
ايا په ياد لری چې تېرې دوې دورې ټاکنې څومره پاکې، رڼې، عامې او شفافې وې؟
د ټاکنو کمېسيونونو ريیسان او غړي اوس چېرته دي؟
ايا تاسو په خپله د ټاکنو پر پايلو باندي دواړه ځله د معاملې کولو له امله د همدغو ټاکنو مشروعيت او اعتبار تر جدي پوښتنو لاندې رانه وست؟
په لومړي ځل د جانکيري او په دویم ځل د پامپيو فارمولا منل د ټاکنو په اعتبار کې څه پرېښودل؟
ايا تاسو چې عبدالله عبدالله ته د منلو وړ ټاکنې تر سره نکړاى شوې، د طالب په شان ځواکمن مخالف لوری به څنګه تر خپل مشرتابه ټاکنو لاندې د پايلو منلو ته وهڅوی؟
ښاغلی ولسمشر!
موږ منو چې د سولې لپاره د طالبانو لخوا هم مبهم او مجهول الفاظ کارول کېږي. دوی فکر کوي چې د امریکا له وتلو وروسته به وکولاى شي په اساني سره کابل ته ننوځي، خو دا به يې سهوه وي. له تېرو څو لسيزو راهيسې ډېر خلک ارګ ته ننوتل؛ خو حکومت يې ونه کړاى شو او طالبان به هم مستثنى نه وي.
زه مو اوس هم د دغه هېواد لپاره چوپړتياوو ته اړتیا وينم، خو د ولسمشر په توګه مو زمونږ ارزښتونه او سټنډرډونه له پښو لاندې کړل. باورونه مو وخوړل او په دغه څوکۍ مو خپله وړتيا ثابته نه کړاى شوه. بله دا چې مونږ ته سوله له تاسو څخه ډېره اړينه ده.
راځئ ټوکې مه کوئ، بانې مه جوړوئ، بايد پوه شوي ياست چي وخت اوس ستاسو په اشارو نه چلېږي، شهامت به مو دا وي چې د هېواد او ولس د کړاونو کمولو لپاره همدا اوس د نظام د خوندیتوب په شرط د واک پرېښودلو ته تيارى وښيئ او له نړيوالو څخه ژمنه واخلئ، چې هيواد به مو نور د نيابتي جګړو ډګر نه وي.