دوشنبه, مارچ 16, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    المان کې سلګونه افغانانو د پاکستان پر ضد لاریون وکړ

    د کرنې وزير د ټاپي پروژې له رييس سره کتلي

    هلمند کې د شین چای کښت مثبته نتیجه ورکړې

    د پاکستان پوځي رژیم پر کونړ ۱۵۹ توغندي توغولي

  • نړۍ

    ټرمپ: ایران سره د هوکړې شرایط مناسب نه دي

    شمالي کوریا؛ د توغندیو په ازموینه امریکا او سویلي کوریا ته خبرداری ورکړ

    پاکستان؛ د امریکا سفارت د امنیتي اندېښنو له امله د کارکوونکو پر تګ راتګ محدودیتونه ولګول

    سپاه پاسداران: د ایران د توغندیو توغولو کچه دوه برابره شوې

    مولانا فضل الرحمان: پاکستان له سیمه ییزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

    قالیباف: جګړه به تر هغه دوام کوي چې امریکا او اسراییل پېښمانه شي

    This video grab from AFPTV taken on April 14, 2024 shows explosions lighting up the sky in Hebron in the Israeli-occupied West Bank during an Iranian attack on Israel. Iran's Revolutionary Guards confirmed early April 14, 2024 that a drone and missile attack was under way against Israel in retaliation for a deadly April 1 drone strike on its Damascus consulate. (Photo by AFPTV / AFP)

    د ایران په بریدونو کې د امریکا پنځه الوتکې زیانمنې شوې دي

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result

کورپاڼه لیکنې

یو لیکوال، یوه ځان وژنه

لیکواله: الیف شافاک / ژباړن: عزت الله شینواری

مارچ 22, 2021
in لیکنې
0 0

غواړم تاسو ته د یو لیکوال په اړه لیکل وکړم. هغه لیکوال چې ښايي تر اوسه په نړۍ کې دومره نه وي پېژندل شوی. ښايي د ژوند یوه برخه يې د تل لپاره همداسې پټه پاتې شي، او ډیر لږ خلک يې ونه‌پېژني: امریکايي ناول لیکونکی ډیويډ فاسټر والاس.

په کال ۱۹۶۲ کې د نیویارک په ښار کې وزېږید . داسې ماشوم و چې د نورو سره يې توپير درلود. هوښیار، حساس، او ځیرک و. په ټولګې کې د مختلفو شخصي ځانګړنو له امله يې ژر د خلکو پام ځان ته راواړوه. هم يې په سپورټ کې ډير زیات استعداد درلود او هم په ذهني فعالعیت کې. په ټوله کې به یا په لومړۍ درجه و او یا په دویمه درجه کې و. هغه خلک چې سپورټ کوي د کتاب لوستلو سره يې دومره شوق نه وي، او هغوی چې کتاب لولي د سپورټ سره دومره جوړ نه وي. خو ډیویډ فاسټر په دواړو کې ښه بریالی و. هغه کار چې دی يې له خپلو همزولو بیلاوه، د ده استعداد نه و، باوجود ددی چې په ژوند کې بریالی او لوړ استعداد يې درلود خو بې حده نرم، متواضع او ارام و. د هغه یوه بله ځانګړنه دا وه چې په هماغه ماشومتوب کې ډیر حیاناک و. په ځای د دی چې د ځان ستاینه وکړي او په نورو ځان لوړ حساب کړي تل به آرام ناست و. هر څومره چې به يې د نورو سره توپيرونه زیاتیدل هغومره به يې حیا زیاتیده. داسې شخصیت يې درلود. حساس، باشعوره او د قوي احساساتو انسان و. له ځان پرته يې نور نه څوک تحقیرول او نه يې څوک ځورول.

بوستون ته نږدی په آمهرست پوهنتون کې يې زده کړي کولي. ډیویډ فاسټر خپلې لومړۍ لیکنې د پوهنتون په دوران کې پيل کړې. دا سیمه تل د انسان په ذهن کې د پسرلي خاطرې را ژوندې کوي. زیړ، نارنجي، خړ او سره رنګونه.

دا چې د د ادبیاتو په برخه او د ریاضي په څانګه کې يې ډیر بریالیتوبونه تر لاسه کړل. بلاخره فارغ شو. وروسته آریزونا پوهنتون ته ولاړ او خپل پای لیک« مونوګراف» يې د ( نوښتګرې لیکوالۍ) په اړه ولیکلو. ما په آریزونا کې ژوند کړی دی. د آریزونا په پوهنتون کې مې د استاد په توګه تدریس هم کړی. یو فوق العاده ځای دی. د امریکا هیڅ ښار ته ورته والی نه لري. له یوې مصرفې ټولنې څخه ډیر لېری دی. انسان فکر کولو ته هڅوي، د فلسفې او عرفان په اړه فکر کولو ته د یو شي ژور لوستلو ته. خو د آریزونا په څیر ځایونه هغو روحونو ته مناسب نه دي کوم چې د ژور خفګان په لور تمایل ولري. انسان د یو بې پایلې آبدیت په لور کشکوي او د یواځیتوب احساس پکښې پیاوړی کوي. انسان ځان پکښې د لایتناهي کایناتو په وړاندې ډیر کوچنی او بې ارزښته احساسوي. په داسې ځایونو کې سړی عرفان یا روحانې نړۍ ته میل پيدا کوي.

ډیويډ فاسټر د ژوند په دغه مرحله کې د ژور خفګان ضد درملو ته مخه کوي. هر درمل چې مصرفوي هغه خپل تاوان ښکاره کوي. د درملنې په موده کې د بریښنايې شوکونو لاندې د درملنې  لپاره هم نیول کیږي. خو هیڅ درملنه يې نه کیږي. د درملنې لپاره چې به ډاکټرانو له هرې ممکنه لارې ګټه پورته کوله او په درملو کې به يې بدلون راوست د ده په وجود کې به د ژور خفګان ټپونه نور هم ژورېدل. په ځان کې يې یوه ژوره نامرئې دره وه. په هغه دره کې يې له لویدو ویره درلوده، تل يې لیکل، لیکل، لیکل. د دی لپاره چې له خپل عقله ساتنه وکړي او خپل تعادل وساتي نو لیکل يې کول. هغو خلکو چې به له ده د ادبیاتو د معما په اړه پوښتل داسې ځواب يې ورکاوه:« هغه هنر چې غواړي انسانیت کشف کړي.» دا ډیره مهمه ده، چې د هغه چا خبرو ته غوږ کیږدی څوک چې ستا په څیر نه دی، آثار يې ولولی او درک يې کړی. کله چې يې د داستایوفسکی د یو کتاب په اړه څیړنه کوله، د کتاب په څنډو يې له لیونتوبه ډک یادداښتونه لیکل. هنر د هنر لپاره نه دی. هنر د پوهېدو او احساس کېدو لپاره دی. نه یواځې دا چې خپلې کیسه واورې، باید د نورو کیسې هم واورې. هنر آزاد کېدل دي، پراختیا پیدا کول دي، شتمن کېدل دي. ژورو ته ځان رسول دي. له ځانه تېرېدل دي او حقیقت ته ځان رسول دي.

هم يې د کتابونو او هم يې له سپیانو سره مینه وه. په واټونو کې زخمي، خوشې شوي، بې خوړو او بې اوبو سپیان به يې راټولول او د هغوی درملنه او ساتنه به يې کوله، او خواړه به يې ورکول. ملګرو يي هغه ته د لیوني په سترګه کتل. څوک خپل وخت په دښتي سپیانو مصرفوي؟ خو دی یواځینی کس و چې خپل وخت به يې په ډېره مینه له دغو سپیانو سره تیراوه.

په کال ۲۰۰۴ کې يې د کرن ګرین سره واده وکړ نوموړې یوه انځورګره وه. د اولاد څښتنان نشول.د ځان او میرمنې تر منځ ملګرتیا ته يې ډیر ارزښت ورکاوه. خو تر اوسه يې خپل له رازه ډک خصلت ساتلی و. د کتابونو او سپیانو سره ژوند ته يې دوام ورکړی و. نقد کوونکو يې لیکنې او ناولونه تیاره، له کنایو ډک او ډیر ترخه بلل. داسې سبک يې درلود چې د امریکا د ادبیاتو له قاعدې سره يې مخالفت درلود. خو د کلونو په اوږدو کې يې لوستونکې زیات شول او د هغوی په منځ کې يې زیات مینوال درلودل.

پدی منځ کې يې خپل تدریس ته هم دوام ورکاوه. خپلو زده کوونکو سره يې مینه درلوده او هغوی ته يې ډیر اهمیت ورکاوه. هغو ځوانانو چې د لیکوالۍ سره يې مینه درلوده، په ډیره مینه يې لارښوونه ورته کوله. خو د نیکمرغۍ احساس يې نه کاوه. ځان يې یو نیکمرغه امریکايي نه احساسوه. په هیڅ صورت يې نشوای کولای چې د شرایطو سره ځان جوړ کړي. درمل، کتابونه، سپیان… د ژوند ټولې ورځې يې یو ډول وي. په ډیر سرعت سره يې ژوند ته دوام ورکاوه. ژور خفګان يې پرمختګ کاوه. پلار يې هم د هغه له ژور خفګانه رنځېده. دا ناروغي هغوی ته په میراث پاتی وه. کله چې به يې دا نقصان په ځان کې لیدلو منفي لید لوری به يې نور هم زیاتېده. په ۲۰۰۸کال کې يې په خپل کور کې ځان وژنه وکړه. میرمنې يې له هغه څخه پاتې د زرګونو کاغذونو تر منځ یو په لاس لیکل شوی ناول پیدا کړ: Pale king ( رنګ الوتی پاچا) وروسته دا ناول یوې خپرندوی ټولنې چاپ کړ. له دې پرته، د لیکوال یادښتونه هم شته دی. د لیکوال مینوال په ډیره مینه د دغو یاداښتونو په تمه دي. د هغه لیکوال یاداښتونه چې تل د ژوند په یوه څنډه کې پاتې شوی دی.

Share8Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

((د حکومت کاري راپور)) د کتاب، ویډیويي او انځوریزې بڼې خپرې شوې

مارچ 15, 2026

چين د لای چينګده وينا سخته وغنده

مارچ 15, 2026

په ۲۰۲۵م کال کې د چين د سمندري توليد عمومي ارزښت ۱۱ ټريليونو يوانو ته رسېدلی

مارچ 15, 2026

د ۲۰۲۶م کال د پسرلني اختر لپاره چينايانو ۹ ميليارده او ۴۱۰ ميليونه ځلې سفرونه کړي

مارچ 15, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In