ایا مونږ په رښتيا سوله غواړو او که د سولې په نوم واک؟ ايا مونږ په رښتیا د ولسواکۍ پلويان يو، که د ولسواکۍ په نوم ځانواکي؟ ايا زمونږ سياسي مشران رښتيا هم ملي اجنډا لري که د ملي اجنډا تر شا شخصي ګټې لټوي؟ ايا مونږ ته د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې رښتيا اهميت لري او که دا خبره يوازي په واک کې د پاتې کېدو بانه ده؟ ايا مونږ رښتيا په خپله د خپلو ستونزو د حل وړتیا لرو که دغه خبره مو تش شعار ده؟ ايا زمونږ ظاهري خبرې شعارونه او احساساتي ويناوې رښتيا هم زمونږ د موخو هنداره دي او که اصلي خبره بل څه ده؟
د «رښتيا» ټکي تر شا هغه حقیقتونه پراته دي چې زمونږ سیاسي مشران ورته په رښتينې توګه د ژمنتیا احساس هم نه لري. سولې ته د رسېدو لپاره د سولې بنسټیزو موخو او ارزښتونو ته پياوړی تعهد درلودل اساسي شرط ګڼل کېږي. هغه تعهد چې زمونږ مشران يې نه لري. د ملت له خېټې څخه راپورته شوي ملي مشران نه لرو. چا د دين، چا د ډيموکراسۍ، چا د هېواد، چا د ژبې، چا د قوم او سمت په نوم شخصي دوکانونه پرانیستي دي. مونږ په ملي کچه يوه ستر بدلون ته اړتیا لرو.
د ډېر افسوس ځای دی چې مونږ د نړۍ په کچه د علم او ټکنالوژۍ په برخه کې له پرمختګونو سره سره له نړيوالو سره د سيالۍ او اوږه په اوږه د تلو وړتیا نه لرو. يو وخت به علم د مؤمن ميراث ګڼل کېده، مګر اوس دغه ميراث له مونږ څخه نورو خلکو خپل کړى دى. مونږ د علم فن او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې پس پاتې يو.
شک نشته چې طالبان د افغاني ټولنې د ټولنيز وجود خورا مهمه برخه ده او له هغوى پرته زمونږ ټولنيز وجود نيمګړی دى. هغوى هم لکه بل هر افغان د هيواد او ولس د راتلونکي په هکله په پرېکړو کې برخه اخیستى شي، نيوکې کولاى شي، اندېښنې څرګندولای شي او په ملي کچه په سياسي بدلونونو کې شريک ګرځېداى شي. د ډيموکراسۍ چيغې وهونکي هغه سهوې باید ومني چې د امريکا لخوا د طالبانو د اسلامي امارت له نسکورېدو وروسته د امريکا او د امريکا ملګرو افغانانو لخوا له طالبانو سره سخت ظلمونه وشول. د دې پر ځاى چې د بن په غونډه کې ورته د ګډون دعوت ورکړل شوی واى، غږ او غوښتنې يې اورېدل شوې وای، له هر ډول دښمنانه نظامي تحرکاتو پرته په خپلو کورونو کې د امریکايانو او حکومتي چارواکو لخوا ونيول شول، ووژل شول، وځورول شول، له هيواد څخه وشړل شول او يا هم امریکا ته د څو پيسو په مقابل کې وسپارل شول. دغه ډول وحشتونه په هره ټولنه کې غبرګون زيږوي او زمونږ په ټولنه کې يې جګړې وزيږولې. ښه بيلګه يې په مسکو کې د ملا فاضل لخوا د دوستم توهين و او دغه خواشينوونکې صحنه د دوستم د هغه مهال ناوړه چلن غبرګون و، چې ملا فاضل امریکا ته د نه سپارلو له ژمنو وروسته دوستم ته تسلیم؛ خو د ژمنې خلاف امریکا ته وسپارل شو.
مونږ باید ومنو چې مونږ سنجيده مشران نه لرو. مونږ اوږدمهاله اړتیاوې، ګواښونه، نيمګړتياوې، ستونزې او ګټې نشو ارزولاى. په لوړو زده کړو سمبال مشران مو هم احساساتي خبرې او جزباتي پرېکړې کوي. مونږ د راتلونکي ترينګلي سياسي امنیتي او اقتصادي وضعیت د ارزونې لپاره ژورليد نه لرو. مونږ بالفعل له ګواښ سره د مخ کيدو همت لرو، خو د بالقوه ګواښونو په درک او مديريت کې پاتې راځو. اى کاش چې د جمهوريت مشرانو د امارت له مشرانو سره له تاوتریخوالي څخه د ډک پخواني چلن اوسني زيانونه شل کاله وړاندې ارزولي واى، نو اوس به مو له شته ستونزو سره لاس او پنجه نه نرمولاى.
په هر حال، اوس خبره تر دې کچې راورسېده چې طالبانو جګړه وکړه او مقاومت يې وکړ. د امریکا په شان ستر ځواکمن هيواد يې دېته اړ ايست چې له دغې ډلې سره د جګړې پر ځاى مذاکراتو ته لاړ شي. د خبرو او بالاخره د خپلو نيرنګي وړتیاوو او د لوړې کچې انعطاف په کارولو يې وکړاى شو چې له طالبانو سره هوکړه لاسلیک کړي او د خپلو تلفاتو کچه صفر ته راښکته کړه. همدغه شان انعطاف او تنزل د يوه بريالي ملت د ځواکمنتیا نښه او خپلو ملي ګټو لپاره يې تر سره کول فضاحت نه؛ بلکې وياړ دی.
پوښتنه دا ده چې که طالبان له امريکا سره سوله کولاى شي، نو ولې دغه کار له افغانانو سره نشي کولاى؟
که امریکا له دومره فرعوني مزاج سره سره له طالبانو سره سوله وکړه، نو افغان حکومت باندې څه شوي چې له طالبانو سره سوله نشي کولاى؟ نن لږ شان د سر د خوندیتوب په هيله له طالبانو سره د زړه خواله کوم.
منم چې طالبانو سينې سپر کړې، د ګوانتنامو تعذيب خونې او د نورو هيوادونو ځورول او کړاوونه يې وزغمل. د جګړې په ډګر کې يې لاسته راوړنې خپلې کړې، خو د هغوى سياسي وړتیاوې ټکنۍ دي، د خپلو ځوانانو په فکري روزنه کې نيمګړتياوې لري. که اوسنيو سهوو ته دوام ورکړي، نو يقيناً به د سياست په ډګر کې لاسته راوړنې ونه لري. دا نيمګړتياوې يوازي د طالبانو نه، بلکې مونږ ټول افغانان په مسلسله او متواتره توګه له تيرو څو لسيزو راهيسې ورسره لاس او ګریوان يو.
طالبان اوس هم احساساتي فکر کوي چې ناټو يې ماته کړه، امريکا يې په ګونډو کړه، په ټرمپ باندې ټليفون کاټ کوي او کله چې د طالبانو پلاوى د مذاکراتو خونې ته راځي؛ نو امريکايان ورته د احترام په توګه ولاړېږي وغېره وغيره. دا هغه فکر دی چې دېرش کاله وړاندې مجاهدینو هم کاوه. مونږ هيڅ وخت په جګړه کې نه يو مات شوي، خو د سياست په پېچلي ډګر کې مو کله هم بريا نه ده تر لاسه کړې. هر وخت زمونږ د سرښندنو کرېډېټ بل چا اخيستى دى.
طالبانو ته د حکومت په ليکو کې د شته پراخ هر ډول فساد او بې عدالتۍ له امله د ناهيلي شوي ملت د ملاتړ تر لاسه کولو لپاره خورا ستر فرصتونه شته، خو هغوى د حکومتي اړخ له همدغو تشو څخه د ګټې اخیستنې لپاره هيڅ ګام نه دی پورته کړى. د بې باورۍ په رنځ اخته دي. فکر کوي چې ټول مخالفين د هغوى په ليکو کې د اختلاف اچولو هڅه کوي؛ خو واقعيت دا دی چې په طالبانو کې درزونه او اختلافات زمونږ ولس او هيواد ته يقيناً زيان اړوي. له امريکا سره په سوله کولو او له افغانانو سره په جګړه کولو باندې يې د افغانانو په باور خاورې واړولې.
له سولې څخه د حکومت په شان هغوى هم ابزاري ګټه اخلي. مجهول او مبهم دريځ يې خپل کړی دی. د راتلونکې مې مياشتې له پيل وړاندې د امریکا وتلو ته د انتظار او له هغه وروسته د جګړو له لارې د برياوو تر لاسه کولو هڅه کوي.
کيداى شي طالبانو ته د کابل او ارګ نيول شونی کار وي، مګر بشپړ باور لرم چې د کابل امنيت خوندي کول خورا ګران کار او د طالبانو د وس خبره نه ده.
مشوره مو ورته دا ده چې د کابل د نيولو او د واک د انحصار فکر پرېږدئ. سولې ته لاره هواره کړئ او څرګند دريځ غوره کړئ. غوښتنې مو مشخصې او مقابل لوري ته د ميز په سر کيږدئ. د افغانستان خلک اوس نسبتاً د شل کاله وړاندې په پرتله له خورا لوړ سياسي شعور څخه برخمن دي. که طالبان واک هم غواړي، حق يې دی؛ خو د زور او جګړې له لارې نه، بلکې د ازادو او عادلانه ټاکنو له لارې يې ترلاسه کولاى شي. د اسلامي نظام قيام لپاره بايد مبارزه وکړي. ولس يې د واقعي اسلامي نظام مخالفت قطعاً نه کوي او دغه کار به د هغوى د متين عزم او پياوړي ارادې ممثل هم وي. البته که د خپل ولس، سيمې او نړۍ په کچه حساسیتونه او نزاکتونه په نظر کې له نيولو پرته غواړي خپل له لاسه وتلی اسلامي امارت بيا قایم کړي، دا به هغه سهوه وي چې جبران کول به يې ناشوني وي. د طالبانو دغه منطق قياس مع الفارق ښکاريږي چې هغوى لکه څنګه چې د جګړې په ډګر کې بريالي دي، نو په سياست کې به هم بريا ومومي. باید ومنو چې مونږ ټول په ځانګړي ډول طالبان په سياسي لوبه کې مهارت نه لرو. که کفارو اسلام ته د زيان رسولو هڅه وکړه، نو د اسلام په نوم افراطي ذهنيت هم په مختلفو ډولونو زمونږ مقدسات بدنام کړل.
راځئ! په خپلو منځونو کې پر يو بل رحم وکړو. د الله دين ته د دعوت لپاره موعظه حسنه او حکمت وکاروو، تر هرچا وړاندې له خپلو هيوادوالو سره مشترکات ولټوو او د مشترکاتو پر بنسټ ورسره سوله وکړو. مونږ هر پردى له هيواد څخه شړلاى شو، خو د هيڅ افغان د شړلو حق نه لرو. د هغو خلکو له ناکامۍ څخه باید زده کړه وکړو چا چې په طالبانو پسې توره راواخيسته او له هيواد څخه يې شړلو ته اړ ايستل. د حذف نفې او شړلو ستراتیژي اوس ناکاره شوې او له وخت څخه تېره ده.