د مسکو ناستې ته تر ډېره تمې نه وې، یوازې د جوبایډن پر اداره او د بین الافغاني خبرو د چکټیا په موخه ناسته ترتیب شوې وه.
د مسکو ناسته کې له افغان سیاسي مشرانو سره د طالب مشرانو سوړ چلند هغوی لا زیات د راتلونکي په اړه ناهیلي کړل، حامد کرزی، د اهل تشیع، تاجکو او ازبکو مشران فکر کوي چې طالبان بیاځل د واک انحصار ته ځان چمتو کوي.
مسکو غونډه کې د استاد سیاف، عطاء نور، صلاح الدین رباني او تورن اسماعیل نه ګډون، د امریکا بدې ارادې ښيي.
د امریکا نوې اداره د پوځیانو ایستلو په اړه په تردد کې ده، که د وتلو او یا پاتې کېدو پرېکړه کوي، پرته له شکه په دواړو کې یې تاوان دی، نو له همدې امله ده چې د سولې انتقالي حکومت په نوم یې طرحه چمتو کړې، څو د ترکیې غونډه کې طالبان او سیاسي ډلې + حکومت ورباندې بحث او توافق ته نږدې شي.
طالبان اندېښنه لري؛ که په نوي طرحه بحثونو کوي، د امریکا- طالبانو تړون بې مانا کیږي او له تړون څخه بل لور ته مخ ګرځول دي، چې دا نوی بهیر به بیا ډېر وخت بحثونه او مذاکرات غواړي.
طالبان له لومړي سره په دي فکر وو چې د افغان حکومت د بین الافغاني مذاکراتو ډله واک له ځان سره نه لري، مګر د ګاونډیو، سیمې او نړیوالو فشارونو له کبله یې ومنله چې له یو کمزوري پلاوي سره خبرو ته زړه نا زړه کېني.
امریکایي رسنیو راپور ورکړ چې بایډن غواړي تر مې میاشت وروسته هم په افغانستان کې خپل پوځیان پرېږدي، طالبانو دغه ډول څرګندونو ته سخت غبرګون وښود، ویې ویل که د امریکا- طالبانو تړون نه عملي کیږي، بهرني ځواکونه پر خپل وخت ونه وځي، د جګړې د شدت مسووله به امریکا وي او پر امریکایي- ناټو ځواکونو به مرګوني بریدونه بیاځلې پیل کړي. له دې سره به د طالبانو او افغان حکومت پلاوو تر منځ د بین الافغاني مذاکراتو پڅ بهیر هم په ټپه ودرېږي.
جوبایډن به د امریکایي ځواکونو پر پاتېدو او یا وتلو کې مشکوک وي، خو ملا بردار بیا په دې کې قاطع دی چې د امریکایي ځواکونو پاتېدو په صورت کې به د بهرنیانو او افغان حکومت پر وړاندې جګړې ته شدت ورکړي او مذاکرات به سمدستي په ټپه ودروي.
بل لور به نظامي طالبانو ته د جګړې د شدت قوي دلیل پیدا شي، د معلوماتو پر بنسټ؛ له تړون وروسته د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ډېرې هڅې کړې چې نظامي طالبان د جګړو له شدت څخه را وګرځوي. که تړون مات شي، دا به سخته وي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ بیاځل باور ورغول شي او همدارنګه د نړیوالو اسلامي جنګیالیو موضوع به هم نړۍ او امریکا ته سرخوږی جوړ کړي.
افغان حکومت پخوانيو جنګسالارانو ته د وسلو ویش پیل کړی، په دې کې هند او د منځنۍ اسیا ځینې هیوادونه له حکومت سره مرسته کوي، په ازبکو کې قیصاري، هزارهوو کې علي پور او تاجکو کې احمد مسعود کیدای شي د کورنۍ جګړې نوي لوبغاړي وي.
که طالبان فکر کوي چې له ټولو مخالفو سیاسي ګوندونو + حکومتي پوځیانو سر به یوازې له نظامي لارې موضوع یو طرفه کوي؛ هغه تېروتنه ده چې په ۱۳۷۱ کال کې حزب اسلامي وکړه، نه یې جګړه وګټله او نه یې په حکومت کې وړ برخه تر لاسه کړه.
امریکا او اروپا کرونا سخت ځپلي، غواړي د افغانانو ترمنځ جوړجاړی وشي، په افغانستان کې د خپلو پوځیانو او افغان حکومت درنو مالي لګښتونو ته په اندېښنه کي دي، مګر دا هم ورته سخته ده چې ټول واک او نظام دې طالبانو ته د طالبانو په خوښه وسپارل شي.
امریکا له روسیې، چین، ترکیې او ایران سره ستونزې لري، اوسمهال یوازې افغانستان د همدې متخاصمو هیوادونو لخوا پر یو بل د فشار په ډول کارول کیدای شي. په دغسې حالت کې طالبانو ته هم پکار ده چې د امریکا او نړۍ سترو قوتونو اندېښنو ته وړ او نسبي قانع کوونکي وضاحتونه ولري.
که طالبان فکر کوي چې د امریکا- ناټو پوځیانو تر وتلو وروسته به په زور کابل ونیسي؛ کیدای شي، مګر چې نړۍ یې په رسمیت ونه پېژني، نړیوال ملاتړ ونه لري، سیاسي ګوندونه او لږکي له ځان سره ملګري نه کړي، پرته له شکه په کور دننه او بهر به ډېرې ستونزې ورته پيدا شي. ښه به وي چې له امریکا، روسيې او چین سره مسلسلې ناستې وشي او د هغوی اندېښنې لرې کړي.
څو چې امریکا ډاډ تر لاسه نه کړي، ګرانه به وي چې بین الافغاني مذاکرات پایله ولري. کیدای شي د ګډوډۍ لور ته افغانان ولاړ شي، ښه به وي چې له دې موقع څخه ګټه پورته او امریکا وهڅول شي چې افغان حکومت + سیاسي ډلې هم جوړجاړي ته چمتو؛ خو چې طالبان هم بدلون او انعطاف ومني.
پکار وه چې د امریکا- طالبانو له تړون وروسته طالبانو امریکا او اروپا ته هم سفرونه کړي وای، د امریکا او اروپا په سیاست کې اغېز لرونکو ډلو او اشخاصو سره یې لیدنې کړې وای، اوس هم اړتیا او ناوخته نه ده.
ډاکټر غني تر ډېره په خپله کمزورې حکمرانۍ کې بیا هم ځکه بریالی دی چې یو ډول یې امریکا او اروپا وېرولي چې له طالبانو سره د نړیوالو جوړجاړی یې ځنډولی. د طالبانو ۷۰۰۰ بندیان لا هم نه دي خوشي شوي، له تور لېست څخه د طالب مشرانو د نومونو لرې کولو قضیه لاهم په خپل ځای پاتې ده او د مسکو په څیر د بې پایلې غونډو ګټې هم ډاکټر غني ته ځي.
وروستیو سیاسي حالاتو ته په کتو، ښکاري چې له مسکو او چین سره هم د طالبانو په اړه اندېښنې مخ په زیاتېدو دي. ایران وار له مخه؛ د بین الافغاني مذاکراتو پڅ بهیر، مسکو کې له افغان سیاستوالو سره د طالبانو سوړ چلند، د ترکیې ناستې ته د طالبان نه لیوالتیا یې لاملونه کیدای شي.
پایله
که امریکا- ناټو پوځیان له افغانستان څخه وځي او یا د لنډ وخت لپاره پاتې کیږي، څو چې افغانان خپلو منځو کې جوجاړي ته نه وي رسيدلي، بیاځل د کورنۍ جګړې وېره شته.
که د امریکا لخوا تړون ماتیږي، سمه ده چې د طالبانو ۷۰۰۰ بندیان به خلاص نه شي، له تورلېست څخه به یې نومونه ونه وځي، مګر د امریکا پر وړاندې به د طالبانو هغه ژمنه هم پای ومومي چې پر امریکایي او ناټو پوځیانو یې بریدونه تم کړي وو او د افغانستان له خاورې به امریکا ته ګواښ نه وي. همدارنګه امریکا به په یوه بې پایلې او نه ګټونکې جګړه کې ښکېله پاتې وي.
د مسکو ناستې ګټه تر ډېره افغان حکومت ته ولاړه، د سیاسي ډلو مشران چې د طالبانو له سوړ چلند سره مخ شول، اوس به مجبوراً د ډاکټر غني په خوا کې درېږي.
که د ترکیې په ناسته کې د امریکا لخوا جوړه شوې طرحه باندې بحثونه کیږي، بیا یې هم ګټه امریکا، افغان سیاسي ډلو او سیاستوالو ته ځي؛ طالبان پکې ګټونکي نه دي.
که د واک په عادلانه ویش، داسې نظام چې ټول افغانان پکې خپل ځان او حقونه خوندي ونه ګوري؛ په دې برخه کې ژور غور ونه شي، سخته به وي چې جګړه پای ومومي.
که د بین الافغاني خبرو له رسمي پیل وړاندې طالبانو د بین الافغاني خبرو پر چوکاټ او پر خپل محوریت د افغاني حل پر طرحې کار کړی وای، نن به د امریکا لخوا د انتقالي حکومت طرحه نه وړاندې کېده.
پکار ده چې دغو اندېښنو ته په پام سره، طالبان له افغان سیاستوالو او پوهانو سره په مشورې له پاتې فرصت څخه ګټه پورته کړي او د افغان کشالې د سیاسي حل نسخه وړاندې کړي.