د سپټمبر د یوولسمې له پېښې چې امریکایي ځواکونو پر افغانستان حمله وکړه، په ظاهراً یا لنډمهال کې د دوی هدفونه دا وو چې د طالبانو حکومت او د القاعده ملاتړي رانسکور کړي او په افغانستان کې د القاعده ډلې پټنځایونه له منځه یوسي؛ ولې دوی پر افغانستان د حملې تر شا ځینې اوږدمهاله جیوپولیټیک اهداف هم درلودل، چې له جملې یې یو د مرکزي اسیا او قفقاز پر ساحو کنټرول او نفوذ و.
دغه دوې ساحې (منځنۍ اسیا او قفقاز) د شوروي اتحاد له پاشل کېدو وروسته په اتو ازادو جمهوریتونو وویشل شوې، چې د منځنۍ آسیا په ساحه کې یې پنځه جمهوریتونه (قزاقستان، ترکمنستان، ازبکستان، قرغیزستان او تاجکستان) او د قفقاز په ساحه کې یې (ازربایجان، ارمنستان او ګرجستان) منځ ته راغلل. همدغه دوې سیمې چې د نفتو او ګازو غني ذخیرې لري، د نړۍ د لویو قدرتونو لپاره په جیوپولیټیک تحلیل کې له ځانګړي اهمیت برخمنې دي. دغه نړیوال رقیب قدرتونه په دوو ډلو ویشلی شو، لومړی یې (Regional) لکه روسیه، چین، ایران او ترکیه او دویمه ډله یې (Trans-Regional) لکه امریکا، اسراییل، اروپایي اتحادیه، هند او پاکستان دي. له دغو دوو ډلو هره یوه یې په دې هڅه کې ده چې پر نوموړو ساحو نفوذ او کنټرول ولري. د امریکا راتګ دې سیمې ته د نورو ډېرو اهدافو تر څنګ، دغه هدف هم تعقیباوه او د امریکا د ستراتیژیکو اهدافو په سر کې یې ځای درلود. څنګه امریکا له شلو کلونو وروسته له داسې مهمو اهدافو تیرېږي او له افغانستان خپل ځواکونه باسي؟ دا هدف د امریکا لپاره څومره مهم و/دی؟ دوی څه غواړي؟ ولې خپل ځواکونه له افغانستانه باسي؟ په افغانستان کې څه پېښېږي؟ دا هغه پوښتنې دي چې په دې لیکنه کې مو ورته ځواب ویلی دی.
د امریکا متحده ایالتونو لپاره د منځنۍ اسیا اهمیت
۱- د منځنۍ آسیا ساحه د نفتو او ګازو غني ذخیرې لري او دا ذخیرې کولی شي د چین د راتلونکو کلونو د انرژۍ تقاضا تر ډېره ورپوره کړي او د امریکا متحده ایالات چې د چین د اقتصادي ودې د مهار هڅه کوي، په هر قیمت غواړي چې پر یادو ساحو نفوذ ولري.
۲- د شانګهای د همکاریو سازمان چې په ۲۰۰۱ کال کې رامنځته شو او د جوړېدو اصلي هدف یې د سیمې امنیتي مسایلو ته رسېدنه وه؛ مګر په وروستیو څو کلونو کې د یاد سازمان موخو تغییر کړی او د یاد سازمان اوسنۍ کړنې پر اقتصاد او سیمه ییزه راکړه ورکړه څرخي او دې چارې چین ته زمینه برابره کړې چې منځنۍ آسیا د خپلو تولیداتو لپاره بازار وګرځوي. همدارنګه د شانګهای همکاریو سازمان یوازینی سازمان دی، چې امریکا یې په راتلونکي کې د خپل ځان او اقتصاد پر وړاندې لوی خطر ګڼي او د یاد سازمان غړي خصوصاً چین او روسیه هم هڅه کوي چې د یاد سازمان تشکیل ته سیمه ییز هیوادونه را جذب کړي، څو په سیمه کې د امریکا د نفوذ پر وړاندې سپر وي چې ښه بېلګه یې پر ازبکستان د روسیې او چین فشارونه وو څو په یاد هیواد کې د امریکا حضور ته خاتمه ورکړي.
۳- پر منځنۍ اسیا کنټرول امریکا ته توان ورکوي چې د روسیې د سیمه ییزو اتحادونو مخه ډب کړي، لکه د (Commonwealth of Independent State) اتحاد چې د منځنۍ اسیا هیوادونه یې برخه دي او د دوی حضور په سیمه کې کولی شي چې روسیه له نوموړو هیوادونو جدا وساتي.
۴- په سیمه کې د امریکا حضور د دې باعث ګرځي چې روسیه په خپلو جنوبي سرحدونو کې د عدم امنیت او نا ارامۍ احساس وکړي او د اوکراین او ناروې تر څنګ یې له یو بل لوري هم تر تهدید لاندې وساتي. همدارنګه په منځنۍ اسیا کې د دوی حضور په دې مانا دی، چې دوی خپل جیوپولیټیک سرحدونو ته د روسیې له جغرافیايي سرحدونو سره تطابق ورکړي.
دوی څه کول غواړي او ولې افغانستان پرېږدي؟
پورته او ډېر نور هدفونه وو چې په ۲۰۰۱ کال کې یې د امریکا پښه افغانستان ته راکش کړه او افغانستان د دې هدفونو د لاسته راوړلو لپاره د امریکایانو لپاره مهمه جیوپولیټیکه ساحه وه. په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د دوی د وتلو نېټه اعلان شوې او له طالبانو سره یې توافق کړی چې له افغانستانه به وځي؛ ولې څو ورځې وړاندې په منځني ختیځ کې د امریکا د مرکزي قومندانۍ(سینټکام) مشر جنرال فریک مکینزي څرګندونو ښکاره کړه، چې دوی د خپلو اهدافو په تعقیب پسې روان دي. جنرال مکینزي چې د امریکا د استازو جرګې د پوځي خدماتو کمېټې ته یې خبرې کولې، وویل چې په طالبانو باور نشي کیدای او د دې امکان زیات دی چې افغانستان یو ځل بیا د تروریستي ډلو پر پټنځای بدل شي او د دې امکان د مخنیوي لپاره د مکینزي طرحه دا وه چې په افغانستان کې له ګاونډيو هیوادونو (تاجکستان، ازبکستان او قرغیزستان) څار تر سره شي.
د امریکا له دې پلان جوتېږي چې دوی هغه هدف ته د رسیدو لاره تعقیبوي د کومو لپاره چې دوی په افغانستان کې شل کاله تېر کړل. که چېرې دوی له یادو هیوادونو سره موافقې ته ورسیږي او هغوی په خپلو هیوادونو کې د امریکا استخباراتي او پوځي حضور ته اجازه ورکړي، دا به د امریکا د ستراتیژیکو اهدافو په لور لومړی ګام وي او په منځنۍ اسیا کې به د خپلو هدفونو تعقیب ته ادامه ورکړي او له افغانستانه وتل به هم یو تاکتیکي قدم وي، چې د خپلو اوږدمهاله اهدافو په لور یې اخلي.
په منځنۍ اسیا کې د دوی حضور او پر افغانستان یې تاثیرات
لومړی؛ دوی به د پاکستان په مرسته هڅه وکړي چې په افغانستان کې جګړې ته شدت ورکړي او په مختلفو نومونو تروریستي ډلې افغانستان ته راواستوي، څو نړیوالو ته وښیي چې په منځنۍ اسیا کې د دوی حضور اړین و او امریکا د همدې حالت وړاندوینه کړې وه، ځکه یې په منځنۍ اسیا کې خپل حضور غوښت.
دویم؛ په منځنۍ اسیا کې به د دوی حضور په افغانستان کې د ناارامیو له دوام سره تړلي وي، هرڅومره چې په افغانستان کې جنګ دوام کوي، د دوی حضور ته به په یادو هیوادونو کې مشروعیت بښي او دا به افغانستان له اوږدمهالې جګړې سره مخ کړي.
په داسې یو حالت کې افغانستان یوازې سیمه ییز هیوادونه ژغورلی شي، هغه دا چې د افغانستان له ثبات او شته حکومت ملاتړ وکړي، ولې بدبختانه شواهد داسې دي چې سیمه ییز هیوادونه په افغانستان کې نیابتي جګړې ته چمتووالی نیسي او د ډلو په جذبولو یې کار پیل کړی او په دې هڅه کې دي، چې خپلې ګټې د ډلو په تمویل سره خوندي کړي، چې څرګنده بېلګه یې د هند او پاکستان له لوري د ځینو ډلو دعوت او له هغوی پذیرایي ده.