ټول پوهېږو چې هېواد مو د خپل تاريخ حساس پړاوونه وهي. ننګونې شته، د نوييمې لسيزې د فاجعې په څېر د يوه بل ځپونکي ناورين د تکرار نښې ليدل کېږي. د جنګسالارانو په تحرکاتو کې د ولسي هيلو غوټۍ له سپړېدو وړاندې د رژېدو څرکونه ليدل کېږي. له بده مرغه موږ لاهم شخص محوره او ګوند محوره ذهنیتونه کاروو. نړيوالو هم وپېژندو چې افغانان د خپلو ستونزو د حل لپاره اراده نه لري او ښکېلې خواوې د خپل هېواد ماتې کشتۍ د نجات ساحل ته د رسولو وړتیا نه لري.
کاش چې موږ ملي ګټو ته ژمن او په ملي روحیه سمبال ملي مشران درلوداى! نننۍ ننګونې او ګواښونه به يې په فرصتونو باندې بدل کړي واى. د تأسف ځاى دی چې دلته په متواتره توګه له هر ډول قيد او شرط پرته جګړه روانه ده، خو کله چې خبره سولې ته رارسېږي، نو د ټولشموله، تلپاتې، باعزته (ټول پکې ځان وويني) او داسې نورو اصطلاحاتو په شکل شرطونه اېښودل کېږي.
د ترکيې مهمه ناسته د حکومتي اړخ لخوا د سياسي اجماع نشتون او د طالبانو لخوا په غونډه کې د ګډون نه کولو د ناڅاپي اعلان له امله تر اوسه د شک او تردد ښکار ده. څومره به ښه واى چې د ترکیې ناستې ته حکومتي او د طالبانو پلاوي د ځانګړي اړخ د مدافع وکیلانو ډله نه، بلکې د افغان ولس او هېواد د ګټو ساتونکې ډلې په توګه ګډون کړى واى. د ملي اجماع ممثل پلاوى واى، د ملي ګټو پر بنسټ ولاړه او د نړيوالې ټولنې اندېښنو ته ځواب ويونکې پرېکړې کړې واى.
ولسمشر د خپل مشرتابه د خوندیتوب په استثنا هر ډول قرباني ته تيار ناست دی. مخکې له وخته ټاکنې هم د حل لاره ګڼي، خو هېروي چې له ډاکټر عبدالله عبدالله سره د معاملې کولو له امله د تېرو دوو ځلو ټاکنو اعتبار ته يې په صفر کې ضرب ورکړ. دواړه ځله حکومت د ټاکنو په نتیجه کې نه، بلکې د معاملې په کولو جوړ شو، نو د طالبانو په شان پياوړی جنګي اړخ به څنګه قانع کړاى شي چې د نوموړي تر مشرتوب لاندې ټاکنې ترسره کړي او پايلې يې ومني. دا به خام خيال وي چې، د تېرو دوو ځلو ټاکنو د جنجالي پايلو په شان طالبان په امتياز ورکولو راضي او خپل حکومت ته به دوام ورکړي.
هېڅ شک نشته چې امریکا له افغانستان څخه خپلې پښې سپکول غواړي. که ټول اړخونه ورڅخه پاتې کېدل وغواړي، بيا هم امریکا خپل نظامي حضور ته د پاى ټکی ږدي، خو طالبان تر اوسه پورې نه دي توانېدلي چې په خپل نوښت يوه ځانګړې طرحه ولس حکومت او نړيوالو ته وړاندې کړي، خپلو معقولو غوښتنو ته پکې انعکاس ورکړي او ملت ته وښيي چې هغوى هم د سولې له مفهوم سره سم په ځينې مواردو کې د انعطاف لاره نيولې او دقيقاً څه غواړي. هغوى به په خپلو ليکو کې جدي ستونزې لري، په کور د ننه به له سختو مخالفتونو سره مخ وي، خو له خپل ولس او په بهرني سیاست کې له نړيوالو سره همغږې ته هم اړتیا لري. دغه دواړې ستونزې په متحدالمال او مبهمو الفاظو د حل وړ نه دي.
لنډه دا چې موږ په پرديو زامنو باندې جګړه کولاى شو، خو د سولې لپاره د واک د قرباني اصل منلو خبره مو په خوله نه راځي، موږ پاروونکې ويناوې کولاى شو، خو ژور فکر نه شو کولاى. موږ سوله باعزته غواړو، خو د خپلې جګړې عزت ته مو پام نه دی. عجيبه خو لا دا ده چې موږ سولې ته د رسېدو لپاره د لاسته راوړنو د خوندیتوب ضمانت غواړو، خو په جګړه کې هره ورځ د ارزښتونو د له لاسه ورکولو پروا نه کوو. په غولوونکو شعارونو باندې د ځوان نسل احساسات را پارولاى شو، خو د سنجيده خبرې کولو چل مو نه دی زده، د نورو هر ډول وړانديزونه او نظرونه ردولاى شو، خو په خپله د رغنده او عمل وړ نوښت ته مو ملا ماته ده. پردي هېوادونه زموږ په معاملاتو کې د لاسوهنې له امله پړه ګڼلاى شو، خو خپل عيبونه نه وينو او بالاخره موږ نړول کولاى شو، خو رغول مو نه دي زده کړي. موږ لاهم نه منو چې له خپل افغان مسلمان ورور سره جګړه نه، سوله مقدسه ده !
د مصالحې عالي شورا د سولې په توحید شوې طرحه کې د هوکړې پلي کولو ميکانېزم، د اوربند په ضمانتونو او په نورو حياتي مسائلو باندې د تمرکز پرځاى د امتيازاتو د وېش په فيصدي، پارلماني نظام تمرکز کړى دى. غني د متمرکز نظام پر بنسټ نه، بلکې له اساسي قانون ورهاخوا په ډيموکراسي کې سوټکراسي چلوي. د داسې سوټکراسي سيستم موږ هم مخالف يو، خو اوس موږ ته سوله لومړیتوب لري.
موږ په استانبول کې د پارلماني يا د متمرکز نظام په ښېګڼو او بديو نه غږېږو، بلکې د روانې ځپونکي جګړې د ختمولو لپاره لارې چارې لټوو. خو زموږ ځينې سياستوال د واک او امتیازاتو ترلاسه کولو هوس په سر اخيستي دي. غواړي په فرعي مسائلو وخت تېر کړي. اوربند، د اوربند رغنده څار، د سرغړونې د مخنیوي څرنګوالی، په انتقالي حکومت کې د واک د وېش او له هغه وروسته دایمي حکومت کې د زعامت ستونزې حللاره موندل، هغه ملي فکر ته اړتیا لري چې اوس يې زموږ په سياسي مشرتابه کې څرک نه لګېږي. د بنديانو خلاصون د اساسي قانون تعدیل، د ملي پخلاينې اړتیا، په تاکنيز سيستم کې ستر اصلاحات هغه موارد دي، چې د ګډ تفاهم په نتیجه کې ورباندې هوکړه وشي.
د سولې په پروسه او بين الافغاني تفاهم کې اوسنى تعطیل د دوحې په هوکړهلیک کې د ابهاماتو او د امریکا د دوه مخي هژمونيک سياسي تعامل محصول ګڼلاى شو. له نړيوالو اړخونو څخه مو اوس هيله دا ده، چې د تعطل په له منځه وړلو کې کورني او بهرني ابعاد باید په نظر کې ونيسو. په دواړه ښکېلو غاړو باندې د پول(PULL) او د پوش(PUSH) فکتورونه دواړه کارول اړين دي. يعنې ښه به وي چې په هممهاله توګه د ښکېلو خواوو د تشويق عمليه او د فشار عنصر دواړه وکارول شي. داوړې خواوې په اعتماد کې واخیستل شي چې روا ګټې يې خوندي دي او په سوله کې ورسره دوکه نه کېږي. د کورنيو او بهرنيو اړخونو له خوا د نظام د احتمالي پاشلتيا او ګډوډيو د مخنیوي لپاره هر ډول تيارى باید شتون ولري.
تر څو به پلرونه په جګړه کې د وژل شويو تنکيو ځوانانو جسدونه خاورو ته سپاري؟
تر څو به ورته ګورو چې د ملت بچيان جګړو ته هڅوي او خپل زامن يې په بهرنيو هېوادونو کې خوندي ژوند لري؟
بالاخره تر څو به مو مشران د ولس د قرباني ګټو ته ناست وي او پردې به مو په دې خبرو تېرباسي چې هېچا په افغانانو د ډنډې په زور حکومت نه ده کړى؟
ملت مو اوس پوهېږي چې د دواړو خواوو شخړه د ونډو په وېش او د امتیازاتو په ترلاسه کولو کې ده. د سولې تر عنوان لاندې يو او بل ماتولو ته اړم دى. په دغه ګډ هېواد کې د ګډ ژوند کولو، ګډ کار کولو، له نړۍ سره د خپلو ملي ګټو په چوکاټ د همغږي کولو هنر يې نه دی زده کړى. طالبان په خپل انحصاري فکري بهير کې بدلون نه شي راوستلى او غني د واک قرباني ته تيارى نه لري.
د اسلامي نظام په نفاذ کې هېڅ افغان هېڅ ستونزه نه لري، افغانستان د ټولو ګډ کور دی، جګړه د حل لاره نه ده. دلته هېڅ ډله په يوازې سر حکومت نه شي کولاى. د افغانانو ترمنځ سوله حياتي اړتیا ده. په لاسته راوړنو کې ځينې حياتي ارزښت لري او ځينې زموږ له ارزښتونو سره په ټکر کې دي. ډيموکراسي McDonald يا KFC نه ده چې په غرب کې جوړ او په يو شان خوند او رنګ په ټولې نړۍ کې خلک ورڅخه خوند اخلي. موږ غربي ډيموکراسي کټ مټ دلته نه شو پلې کولاى. زموږ په دوديزه مذهبي ټولنه باندې د غرب ډيموکراسي تپل په خپل ذات کې د ډيموکراسي له اصولو سره په ټکر کې کړنه ده. البته د حکومت د اوسنیو نندارهييزو کړنو برعکس په خوندي ماحول کې د ښځو زدهکړې او کار کول، د بيان آزادي، د رڼو او عامه ټاکنو له لارې د زعامت د تعين خبره له ارزښتناکو لاسته راوړنو څخه حسابولاى شو.