دوشنبه, جولای 27, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د واک حرص، خيالي غرور او ورکه سوله

ليکنه: عبدالوحيد وحيد

مې 19, 2021
in لیکنې
0 0

زمونږ په هیواد کې اوسنۍ جګړه تقریبا د همدغو ډلو لخوا د امریکا تر يرغل مخکې ريښې او شاليد لري. دا هغه وخت وه چې د طالبانو د اسلامي امارت او د ربانى د اسلامي دولت ترمنځ جګړه روانه وه. طالبانو د هيواد په نوي سلنه خاوره باندې تسلط درلوده. په استثنائاتو باندې خبره نه کوو، خو د نجيب د حکومت له نسکورېدو وروسته عمدتاً واک  د جګړو بنسټ ګرزيدلى دى. توپير داده چې په افغانستان باندې د امریکا د يرغل په نتیجه کې له طالبانو سره د هغه مهال حکومتي چارواکو پارونکي چلن، په ګاونډيانو او سيمې کې د امریکا د شتون په تړاو حساسيتونه او د بن غلطې پريکړې په افغانستان کې د جګړو لمبو باندې تيل وپاشل، وسلوال مقاومت ته يې د مشروعیت دلائل او  امکانات پيدا کړل.

طالبان د جګړې د  اغيزمن اړخ په توګه په سوله کې هم د مهم رول درلودلو مستحق دي، خو مسئوليت يې هم په همدغه کچه دروند ده. په جګړه کې  د شدت او لوړو ملکي تلفاتو د مسئوليت نه منل او غندل هغوى ته  برائت نشي ورکولاى. که د طالبانو ترشا پټ نورې وسلوالې ډلې د جګړه ايزو کړنو مرتکب کيږي نو ګټه هم طالبان ورڅخه اخلي او د مختلفو وجوهاتو پربنسټ يې پړه په مستقیم او غیر مستقیم ډول په طالبانو باندې اچول کېږي.

د جګړو دوکتورين (فلسفې اړخ) داده چې مذاکراتو ته د مخالف اړخ د اماده کيدو په موخه وخت ترلاسه شي. کله چې دښمن مذاکراتي عمل ته تيار شي نو د جګړو لامل ختميږي ډزبندي کيږي او سولي ته فرصت ورکول کېږي. مګر د طالبانو له اوسنیو جنګي هڅو څخه ښکاري  چې هغوى د بيځايه غرور په رنځ اخته دى.  د اوسنى وضعیت د ترينګلتيا کچه نشي درک کولاى. متأسفانه دا هغه څه دي چې هيواد مو فرصت له لاسه ورکوي، طالبان  په سياسي ډګر د انزوا لوري ته بيايي او ولس له يوه تازه ناورين سره مخ کيږي.

مونږ باور لرو چې د طالبانو لخوا د اسلامي نظام خبره او د حکومتي اړخ د لاسته راوړنو د خوندیتوب مسئله اوس په جګړه پورې نه، بلکې په ايماني فراست، ښه مديريت ملي احساس او افغاني همت پورې تړلې ده، خو متاسفانه دغه وړتیاوې په دواړو غاړو کې نه ليدل کېږي.

حکومتي چارواکي   سولې ته د رسيدو په هڅو باندې د تمرکز پرځاى په  غندنو، د انتقام اخيستلو په ژمنه او طالبانو باندې د پړې په اچولو بسنه کوي. په واک پاتې کيدل او يا هم د تيرو ټاکنو غوندې جنجالي ټاکنو په کولو واک خپل حليف ته سپارل د بريا لاره ګڼي. غوښتنې يې هره ورځ بدلون مومي او سرې کرښې يې زرغونې کيږي. که په واک کې پاتې کيدل يې خوندي شي، نو له هرچا سره هر ډول معامله کوي. دغه ډول تګلاره د ستونځو د حل پرځاى ستونځه نوره هم پيچلتيا ته بيايي او زيان به يې ملت رسيږي. که حکومتي اړخ د اجماع جوړولو پرځاى د نظر خاوندان، سياستوال او رسنئ ګواښي چې صف معلوم کړي. د حفيظ الله امین منطق کاروي چې ويل به يې؛  “با ما باش، و يا دشمن ما باش” او طالبان د خيالاتو له نيلي څخه نه را ښکته کيږي، نو اسلامي نظام ديموکراسي او لاسته راوړنې به ټولې پاتې او هيواد به مو بحران ته ځي.

د معلوماتي تکنالوژۍ په اوسني دور کې د حقائقو پټول او د سياسي مخالفت حق سلبول ليونتوب ده. د دغه اصل په اړه د طالبانو غير معقول دريز هغوى ته ستونځې ايجادوي. معلوماتو ته د لاسرسي په اوسني معاصر دور کې په نيوکو، سياسي مخالفت او د رسنیو سانسور له وخته تيره تګلاره ده. هيڅ لورۍ خپلو نيمګړتياو ته د متوجه پرځاى د نيوکو په مخنیوى کولو واقعيتونه نشي پټولاى.

دا سمه ده چې طالبان يو ملموس او محسوس ځواک ده! دروند ځمکنى واقعیت ده. جګړه کولاى شي، هر ځاى چې وغواړي حمله کولاى شي، هر ډول قرباني ته تيارې بشري زيرمې لري، مګر  ټوله ځواکمنتيا يې د جګړې په ډګر کې رانغښتي ده او جګړه په خپل ذات کې هدف نه وي. جګړه کې وينه توئيږي او وينه توئيدل که جهاد هم وي نو سپيڅلتيا يې له جګړې څخه د وروسته پړاوونو لپاره ده. اوس خبره هغو پړاوونو ته رسيدلې ده. اوس نوښت ته اړتیا ده ايماني فراست ملي ويښتوب او اسلامي عاطفي آ اړخ خپلول اړين دي.

طالبان د بريدونو په زياتولو ګډوډي جوړولاى شي، نظام ګواښلاى شي حتى  ځينې ولايات له سقوط سره مخ کولاى شي خو د حکومت جوړولو لپاره هيڅ نلري. د  ګډوډيو زيان افغانستان او افغان ملت ته رسيږي. که طالبان احياناً د کابل په نيولو بريالي هم شي، نو جګړه به حتماً وي. د خپلو تيرو او روانو اشتباهاتو، په ملي او نړيواله کچه له هغوى سره د حساسيتونو شتون  له امله  د سياست په ډګر کې پاتې راځي او حکومت به يې نسکوريږي.

روانه جګړه ورځ تر بلي پيچلتيا مومي، وچ او لانده سوځوي مختلف بعدونه خپلوي،  د سپيڅلتيا له پولو اوښتې او  د مختلفو لاملونو پربنسټ د ولسي مخالفت په څوکه کې قرار لري. که ښکېل اړخونه هرڅومره د جګړې د تقدس هڅه وکړي د ولس باور نشي ترلاسه کولاى. له امریکا سره د طالبانو د سولې تړون،  د سولې لپاره د فرصتونو شتون، د بهرنيو ځواكونو وتل، په لارو کوڅو مساجدو روغتونونو او ښونځيو کې بريدونه، په جګړه او له جګړې وروسته د ملي تأسيساتو نړول، په حکومت کې د پراخې کچې فساد په ديموکراسي کې افراط او په حکومت کې د ننه ژور اختلافات د دې لامل ګرزيدلې چې ولس د دواړو غاړو ترمنځ په روانه جګړه باندي باور له لاسه ورکړي.

څومره به ښه واى چې طالبانو د سولې په نوم په دوحه کې د سياسي دفتر له پرانستو سره سم د سولې لپاره په منطق او واقعيتونو برابر نوښتونه کړي واى، د خپل ولس دردونو او ستونځو ته يې کتلي واى او د خپل سياسي ليدلوري لپاره يې په نړيواله کچه کره او پخه لابي کړې واى، خو داسې هيڅ ونشو. طالبان تر اوسه پورې د سولې لپاره د مشخصو وړانديزونو په وړاندې کولو کې مطلقاً پاتې راغلي دي. هغوى له امریکا سره په سوله او له افغانانو سره د جګړې په کولو خپل ولس ناهيلى کړ. کله کله وړې سهوې د خپل تاريخ د خرابولو لپاره بسنه کوي. له قرائنو څخه داسې ښکاري چې د خپلو افرادو د نيمګړې روزنې له امله طالبان د سولې په هکله د سختو خپلمنځي اختلافاتو په رنځ اخته دي.

حکومت او طالبان باید ياد ولري چې دلته روانه بدمرغه جګړه د يو بل په پړه ګڼلو،  پيغورونو، ښکنځلو او د خپلو ناوړه کړنو د مسئوليت بار په مقابل اړخ باندې په اچولو نه، بلکې له سينې څخه د سمندر په جوړولو، د دښمن زغملو، له دښمن سره د  امتیازاتو په ويشلو،  د هيواد او ولس د ستونځو ختمولو لپاره ګډ کار کولو ته په کلک هوډ ختميداى شي.

د جګړو داوړه اړخونه باید  په خپلو لمړيتوبونو کې بدلون راوړي، د ملت په حال رحم وکړي، وينه تويول بند کړي، جکړه مو د خپلواکي نه، بلکې د غلامي خواته بيايي،  د سولې په هکله سنجول شوي دريز  ونيسي، د قضيې مختلف ابعاد وسنجوي،  واک له سليمان عليه السلام،  سکندرمخدوني، فرعون، نمرود چنګيزخان او هلاکو خان سره هم وفا نه ده کړې، خو تاريخ د هر چا يادونه په خپله سينه کې خوندي کړي دي. په يوازې سر نه موجوده حکومت او نه هم طالب حکومت کولاى شي. باور لرم چې  غني د جمهوري نظام او  طالبان د اسلامي نظام د تأسيس او پلئ وړتیا نلري.  که دواړه لوري ملي فکر خپل نکړي، ملي دريز نه نيسي، په خپلو دريزونو کې د انعطاف هڅه نکوي او په يو او بل باندي د سولې په وړاندې په خنډونو اچولو پړه اچوي، د لا سختو جګړو ګواښونه کوي نو سوله به څنګه راشي؟

—

Share8Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

څو تصدیو د امریکا حکومت د تعرفې پر نوي اقدام دعوا وکړه

جولای 26, 2026

کويټ له نړيوالو ارګانونو سره د ۱۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د انرژۍ د زيربناوو د همکارۍ تړون لاسليک کړ

جولای 26, 2026

ټرمپ امریکايي ځواکونو ته امر ورکړی چې پر ايران بریدونه وځنډوي

جولای 26, 2026

وانګ يي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره ولیدل

جولای 26, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In