شک نشته چې افغانستان په تېرو دوو لسیزو کې د زده کړو، اقتصاد، دولتي بنسټونو او سړکونو جوړولو، امنیتي بنسټونو رغولو، نړيوالو اړيکو، معلوماتي ټکنالوژۍ، د کرنې او مالدارۍ او په نورو ډېرو برخو کې د پام وړ پرمختګ کړى دى. د خلکو د معلوماتو، د قضاوت او حق غوښتنې وړتیاوو او د بيان د ازادۍ کچه نسبتاً تر بل هر وخت لوړه ده. حکومتي اړخ او خصوصي سکټور دواړه د پورته ذکر شويو پرمختګونو په تر لاسه کولو کې مهم او غوښن رول لري.
داهم واقعيت دی چې زمونږ په هیواد کې جګړې او فساد دواړه زمونږ د بدبختي لامل ګرځېدلي، د پرمختګونو مخه يې ډپ کړې، زمونږ ملي غرور او زمونږ نړيوال اعتبار ته يې سخت زيان رسولى دى. که د پراخ مالي فساد په تړاو مونږ د مالیې د اوسني وزیر خبره مقياس وګرځوو، نو په منځني ډول د کال دوه نيم میليارده ډالر يوازې د هيواد په ګمرکونو کې د دولتي خزانو د بډاينې پر ځاى د فاسدو چارواکو جيبونو ته لوېږي. دا يوازې د عوایدو يوه سرچينه ده او اټکل يې هم بل چا نه، بلکې د ماليي وزير کړى دى چې په ګمرکونو کې د فساد د مخنیوي دنده هم ور پر غاړه ده او داسې ښکاري چې نوموړی په فساد ککړ هم نه دى. ايا دا به ممکن وي چې په ګمرکونو کې هره ورځ د اته میليونه ډالره فساد تر شا د وزير تر سويې پورته مافیايي کړۍ نه وي ولاړې؟
که مونږ د ولسمشر غني د ړندو مقلدينو خبره ومنو چې جګړه ختمول د ډېرو ابعادو، ژورو پېچلتياوو او مختلفو رمزونو درلودلو او د سولې په هکله د مخالف لوري د مټکور دريځ له امله د نوموړي د وس خبره نه ده، نو د فساد پر وړاندې اړين ګامونه اوچتول او د دغې شومې پديدې په مخنیوي کې د پاتې راتلو پړه خو يقيناً پر ارګ باندې اچولای شو. که ولسمشر سولې ته رغنده کاري ټيم او په واقعیتونو باندې ولاړه تګلاره نشي جوړولاى، نو د خپلې زنې لاندې فساد په مخنیوي کې خو چټک ګامونه پورته کولاى شي.
په رسنیو کې داسې ډېر راپورونه ورکړل شوي چې تر ټولو لوړ پوړي چارواکي د مالي سرچینو، پولي ذخایرو، عایداتي منابعو، بهر ته د غلا د پيسو د لېږد او نور هر ډول سيستماتيک فساد په دوسيو کې لاس لري، خو د فساد د مخنیوي په هکله په نمایشي توګه يوازې هغه څوک نيول شوي دي، چې د مافيايي کړيو برخه نه وي او د لوړې کچې اړيکې ونه لري.
د ارګ مېشتو لخوا په مختلفو نومونو او عنوانونو، د عالي شورا ګانو په شکل د موازي ادارو جوړول، له دندو څخه د نسبتاً پاکو اشخاصو لرې کول، په دوسيه جوړولو او ممنوع الخروج کولو باندې د لرې شويو چارواکو ګواښل، په دوو دريو مياشتو کې د وزيرانو او لوړپوړو چارواکو لرې کول، له بهر څخه راغوښتل شوي مجهول الهويت اشخاص په لوړو پوستونو باندې ګمارل، له بدنامي وروسته سملاسي بهر ته د داسې اشخاصو تېښته، په لوړو پوستونو باندې د دوه تابعيته افرادو ګمارل او داسې نورې ډېرې کړنې د فساد د پراختیا او پر نظام باندې د ولس د بې باورۍ ستر لاملونه او د ارګ مېشتو د بې کفایتۍ نښې دي.
د دې پر ځاى چې د چارواکو د ګمارنې پر مهال د هغوى د وړتیاوو، تجربې، ملي تعهد، صداقت او پاکوالۍ په تړاو هراړخیز معلومات او ارزونې تر سره شي، يوازې سليقوي اړيکې پالل کيږي او يا هم معاملې کېږي. په دغه شان حالاتو کې چارواکي هم د دندو له اشغال سره سم د فساد لړۍ پيل کړي. جزوي استثنایات به وي او په موجوده فاسده اداره کې هغه افراد انساني فرښتې ګڼم چې د فساد په روان ګرم بازار کې بيا هم د خپل ولس مظلوميت احساس کولاى شي او په خورا جدي توګه يې په خپلو ادارو کې د فساد مخه نيولي ده. هغه پخوانى د کابل د پاسپورت رییس، چې سمت، ژبه او قوم يې هم نه پيژنم، خو زما لپاره د پاکۍ یوه الګو وه، چې کله هم راته ياد شي، نو دعا ورته کوم. پاسپورت ته مې مراجعه کړې وه، په خپله مې وليده چې څنګه يې د کابل پاسپورت په رياست کې د فساد مخه نيولې وه.
دلته روانه جګړه او فساد له يو بل سره تړلي يو د بل مُمٍد او مُولّد دي. که د جګړې پر وړاندې پياوړې مبارزه وشي، د فساد کچه هم راښکته کيږې او که د فساد پر وړاندې اغېزمنه او هراړخيزه تګلاره غوره شي، نو د جګړو ګراف هم ښکته راځي.
جګړو ته د پاى ټكي اېښودو په موخه د حکومت هڅې چې نيمګړتياوې لري، هغه ټولې سليقوي دي. که جګړه ډېر کږلېچونه لري، نو د فساد پر وړاندې د اغيزمنو ګامونو نه پورته کول او د پياوړې تګلارې نشتون په هيڅ ډول د توجیه او منلو وړ نه ده.
ښاغلی ولسمشر!
مونږ مو دښمنان نه يو، د ملي حاکمیت څلی مو ګڼو. د يوه مشروع ولسمشر په توګه مو منو. له نظام څخه حمايت خپله ديني او ملي دنده ګڼو. د ارزښتونو د دفاع او نظام د ګواښونو په تړاو درسره کلک درېږو؛ خو د ړندو مقلدينو او د پيسو د مجنونانو د لاسونو په جعلي پړکا او د “هرڅه سم دي پاچا سلامت” په تقلبي خبرو مه غولېږئ. ژمنې او کړنې مو سره يو کړئ. په دغه مظلوم او محکوم ملت، دغه د جګړو او فساد ځپلي هېواد باندې رحم وکړئ. د فيل په غوږ کې د خوبونو وخت نه دی. په تياره توپاني شپه کې د خطر زنګونو او د جرس غږ ته غوږ شئ! نظام ته جدي ګواښ متوجې دی.
که مخالف اړخ سوله د ارګ نيول ګڼي، نه سوله په حقه تعريفولاى شي او نه يې هم د تعبیرولو وړتيا لري، نو تاسو هم قسم کړى دى چې د واک له خوندیتوب پرته د سولې په متبادله لاره به خبره هم نه کوئ، خو واورئ چې؛ که سوله غواړی، نو د سولې ضمانت او د نظام د ساتلو ژمنو په تر لاسه کولو باندې تمرکز وکړئ او د واک قرباني ته تيار شئ. د پراخ مالي او اداري فساد کچه لوړه ده، لوږه، فقر، بېکاري، له هيواد څخه د ځوانانو تېښته او د پانګې وتل د جدي اندېښنې وړ خبره او د هيواد امنيتي وضعیت ټکنى دى.
اوسمهال په څپانده او سمندر کې د نجات ساحل هم ښکاري او د سمندر توپاني څپې هم را روانې دي. له څپو سره د لوبې پر ځاى د نجات د ساحل لوري ته وخوځيږئ. د طالبانو د سختو ځپلو، امنیتي ځواکونو ته د مخالفینو د وژلو ګواښ پرېږدئ. که مجبوري هم ده، خو دلته روانه جګړه د وياړونو نه ده. دواړو خواوو ته د افغان بچيان وژل کېږي. د جګړو په ډګر کې عملاً د خپلو پوستو او ولسواليو د سقوط لاملونه په جدیت سره وڅېړئ. تاسو له خپل ملت سره په خورا اوږد واټن کې قرار لری. تاسو ته چاپلوسان، مفسدين او ړانده مقلدين واقعيتونه نه په ګوته کوي او تاسو يې د اورېدو حوصله هم نه لری. زه د هيواد امنيتي ځواکونو ته په خورا درنه سترګه ګورم، هغوى جګړه کولاى شي؛ خو د مديريت په برخه کې ستونزې لري.
د ولسي باور تر لاسه کولو او له ملت سره د واټن کمولو لپاره د فساد پر وړاندې مبارزه جدي ونيسئ. د فساد په تور په ګمرکونو، ښارواليو او څارنواليو د مامورينو له نيولو سربېره دغه سپېڅلې جګړه له خپل کور څخه پيل کړئ. تعهداتو ته ژمن پاتې شئ، ژمنې مو مه ماتوئ او له جنګسالارانو سره په ارزښتونو باندې د خپلو ګټو لپاره معاملې مه کوئ. د فارياب اوسنى کړکېچ په ارزښتونو باندې ستاسو د بدو معاملو پايله ده چې د سيمې د استخباراتي ادارو په مرسته لا پېچلتيا مومي.