د روان سياسي او امنيتي وضعیت په تړاو د بينن سيوان وروستيو څرګندونو زمونږ د ولس اندېښنې راپارولې دي او د خپل هېواد د راتلونکي په اړه اندېښنه کول يقيناً زمونږ د ولس د ويښتابه نښه او د خوښۍ خبره ده. زه له هغه وخته راپدېخوا بينن سيوان پيژنم چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو لخوا د استازي په توګه وګمارل شو. هغه مهال مې ورسره د افغانستان د ستونزې د حل په ډېرو ناستو کې ګډون کړی دى. تفصیل ته نه ځم. يوازې دومره غواړم ووایم چې هغه مهال به هم نوموړي کله کله پارونکې څرګندونې کولې. د بېلګې په توګه، نوموړي غالباً په روم کې له پخواني پاچا محمدظاهر شا سره له ليدو وروسته رسنیو ته د خبرو پر مهال ويلي وو، چې افغانستان د ټوټه ټوټه کيدو په غاړه پروت دى.
کله چې پاکستان ته راغى، په يوه ناسته کې چې ما يې د ژباړې دنده تر سره کوله د حرکت انقلاب اسلامي نوموتي مشر شهيد مولوي نصرالله منصور بينن سيوان ته په خطاب کې وویل: «مونږ ستاسو دندې ته په درنه سترګه ګورو او پوهيږو چې ستاسو دنده د افغانستان شخړې ته د حل جامع لاره موندل دي. ګواښونه کول، د افغانانو ذهنیت خرابول او زمونږ د هیواد د تجزيه کيدو تبلیغات ستاسو په دندو کې نه راځي.»
بينن سيوان د دغې ژمنې تر څنګ چې په راتلونکې کې به دغه کار نه تکراروي، داهم وويل چې: پرون له کابل څخه پيښور ته له راتلو يو ساعت وروسته د امنیتي وضعیت د ترينګلتيا له امله د نجيب بهرنیو چارو وزیر عبدالوکیل ورته ټليفون وکړ، چې په کابل کې وضعیت ښه نه دی. د سلا مشورو لپاره تاسو بيرته کابل ته راوګرځئ. د بينن سيوان په خبره، کله چې نوموړی کابل کې د وطن ګوند په مرکزي کميټه کې ناسته کې د ګډون لپاره ورغى، نو د ناوړه پيښې د مخنیوي لپاره ځانګړي امنیتي ګامونه اخیستل شوي وو، د معمول په خلاف د امنیت د کوم ځانګړي رياست کسان بهر ولاړ وو او په ناسته کې د خبرو او الفاظو له کارولو څخه داسې ښکارېده، چې شرایط له معمول څخه ورهاخوا ستونزمن دي.
بينن سيوان په عراق کې د «تيل يوازې د خوراک او ولسي ژوند ژغورلو لپاره» په عنوان د ملګرو ملتونو د مامور په توګه په لوړه کچه فساد کې ښکېل او د محکمې لخوا ککړ وګڼل شو. خبرې يې دومره معياري هم نه دي چې مونږ وارخطا کړي.
د نجيب او غني دواړو حکومتونو د قسماً ښکېل او عيني شاهد په توګه د خپلو مطالعاتو او مشاهداتو په رڼا کې په شبهاتونو او توپيرونو باندې ليکنه کوم او نور قضاوت خپل ولس ته پرېږدم.
د وطن په ګوندي جوړښتونو کې اختلافات د ژبني چټل تعصب پر بنسټ اوج ته رسېدلی و او عملاً په رسمي ناستو کې د هيواد د تجزيې او شمال ته د پلازمېنې د انتقال په غوښتنو او مخالفت کې څرګندونې، د مجاهدينو له مختلفو ډلو سره اړيکې نيول کيدې او تر ټولو مهمه دا چې په شمال کې د روسيې تر حمايت او مسکو ميشتو کمونستانو په نوښت دوستم دېته وهڅول شو، چې د عمل په ډګر کې لاس پکار شي. په شمال کې د نجيب ګمارنې وننګوي او داسې نور خوځښتونه وکړي چې له حکومت څخه ځان جدا وښيي.
دا هم واقعيت دی چې په اوسني حکومت کې هم اختلافات شته، ولسمشر ډېرې ښې وړتیاوې لري؛ خو د واک مينې پر نفسياتي رنځ اخته کړى دى. د سولې لپاره رغنده د عمل وړ په عيني حقایقو ولاړ وړانديز نشي کولاى او د سياسي اجماع هيڅ ډول څرک نه لګيږي؛ خو بياهم د حکومت تر منځ د اختلاف کچه ښکته ده. زما په اند، اوسنى وضعیت د وخامت ګراف د نجيب د حکومت کچې ته نه دی رسيدلى. البته د فارياب ستونزه که څوک تکرار ګڼي، قياس به يې توپيرونه ولري.
د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته په جينوا کنفرانس کې پاکستان خپلې ژمنې ماتې کړې. مجاهدينو د جګړو کچه لوړه کړه او نجيب هم په لومړي سر د واک پريښودلو ته په ذهني توګه تيارى نه درلوده. اوس مونږ هم په ورته شرایطو کې قرار لرو. د دوحې په تړون کې د حکومت منزوي کول د امریکا لخوا تر ټولو ستره غلطي وه. اوس هم د دوحې د تړون يو لورى پر جګړه زور اچوي او سوله ارګ ته ننوتل ګڼي. حکومتي لورى د فشار پر مهال ځان د دوحې له تړون څخه بهر ګڼي.
توپيرونه هم شته. هغه دا چې د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته نړۍ افغانستان هير کړ، په دغه هېواد کې د روان ناورين په هکله يې دلچسپي ختمه شوه، شوروي اتحاد مات شو، د شوروي اتحاد په ميراث ناسته روسيه په خپلو کورنیو سختو ستونزو کې ډوبه وه او مجاهدين له مختلفو اړخونو څخه تشويق کيدل چې بشپړه بريا يې بايد په برخه شي.
اوس لاهم افغانستان د نړيوالو د توجه په محراق کې قرار لري، نړۍ په ټوليزه توګه د افغانستان ستونزه ځان ته بالقوه ګواښ ګڼي. امریکا د نړيوال سياست د مديريت په مرکز کې شته، اوس يې خپله تګلاره له غليم څخه درېيمګړي ته واړوله او له ليوه څخه پسه جوړ شو. چين او روسيه هم د طالبانو لخوا د واک د انحصار فکر د نه منلو ګڼي.
د نجيب د حکومت له نسکورېدو وړاندې مجاهدين لکه اوسني طالبان په خيالي نيليو باندې سپاره وو، سوله يې د فتحې په شکل تعبيروله، واقعي سوله ورته خيانت جنايت د شهيدانو له وينو سره جفا او د نړۍ لخوا نجيب ته د خټو پوزه جوړول ښکاره کيده؛ خو دا هر څه هوا وه، خيال و او د سياسي بصيرت نشتوالی و. طالبان هم په عين شرایطو کې قرار لري او همدغه راز فکر کوي، خو توپيرونه هم شته. هغه دا چې اوسمهال د طالبانو په دویم پوړ مشرتابه کې سنجيده خلک د ولسي اندېښنو د درک وړتيا لرونکي او په نړيوالو حساسیتونو باندې نسبتاً پوه افراد شته، ټول ولس او ټول سياسيون په ټوليزه توګه په يوه خوله د نوييمې لسيزې د فاجعې د تکرار مخالفت کوي. دا په زړه پورې بدلون دی چې د نجيب د حکومت له سقوط وړاندې دغه ډول ولسي فکر هېڅ نه و. د چين او روسيې په ګډون ټوله نړۍ د افغانستان حالات څاري او غبرګون ښیي.
په نوييمه لسيزه کې د مجاهدينو د مختلفو ډلو تر منځ سختو اختلافاتو، جګړو او بې باوريو خپله مخینه درلوده، خو د طالبانو تر منځ نسبتاً يووالی او خپلمنځي يووالي ته د طالبانو جدي پاملرنه له پامه نشو غورځولى.
هغه وخت د وطن ګوند د يوې خوا مشرانو د روسانو په مرسته له مسعود سره لاسونه يو کړل او د واک د شيطاني حرص له امله د ځينو جهادي ډلو تر منځ سخت ټکر رامنځته شو. کابل وران شو، ملي بنسټونه ونړېدل او نيابتي جګړه پيل شوه، خو اوسنى صورت حال بدل دى.
د نجيب د حکومت پر مهال نوموړي يوازې په ملي ګارد باندي باور کاوه، پوليسو او اردو له ځانونو سره د سليقوي او تبعضي چلن فکر کاوه؛ خو اوس د امنیتي ځواکونو تر منځ که همغږي نيمګړتياوې لري؛ خو د باور د نشتون مرحله لاهم نه ده رارسېدلې.
کيداى شي مجاهدينو او نجيب د خپلو سياسي نيمګړتياوو له امله د فاجعې د رامنځته کیدو وړاندوینه نشوی کولاى؛ نو د مخنیوي هڅه يې هم ونکړاى شوه؛ خو ولسمشر غني او طالبانو ته د نوييمې لسيزې د ملوک الطوایفي ژوندى تاريخ پروت دی. هغوى باید په حتمي توګه د تاريخ له سخت او بې رحمه قضاوت څخه د ځان ژغورنې لپاره د ممکنه ناورین د مخنیوي هڅه وکړي.
بالاخره مجاهدينو او ولس فکر کاوه چې مجاهدین به له ملي ګټو، ارزښتونو او نړيوالو معيارونو سره سم اسلامي نظام جوړ کړي؛ مګر وخت ثابته کړه چې د دغه نوښت وړتیا يې نه درلوده او طالبان هم د نظام د جوړولو وړتیا قطعاً نه لري. حتماً به فکر وکړي چې د نظام نړول د هغوى په ګټه کار نه دى.
که مطلب را لنډ کړم نو ويلاى شم چې که څه هم په اوسنيو حساسو تاريخي شېبو کې تر بل هروخت زيات د افغانانو تر منځ همغږي، نوښت، سياسي بصیرت، ملي يووالي، ملي اجماع، له سولې څخه د مشرانو غوڅ ملاتړ، قرباني او پياوړي عزم ته اړتیا شته؛ خو د بينن سيوان په خبرو باندې د وارخطايۍ اړتیا قطعاً نشته. البته د شرایطو ارزونه ايجابوي چې د دواړو خواو مشران د هوايي ډزو، احساساتي څرګندونو او جنګي مانورونو له کولو ډډه وکړي او هڅه وکړي چې هيواد کې اوسنى ګواښوونکی وضعیت پر فرصتونو بدل کړي.