د عثماني خلافت د سیاسي، فرهنګي او علمي خواوو تاریخ د اسلامي نړۍ لپاره یوه ښه لاسته راوړنه ده او کولای شي، چې له تېرو تجربو څخه په ګټې اخیستنې له نزولي حالت څخه عروجي حالت ته ځان ورسوي. تاریخ د ماضي بیان دی، خو هرڅوک نه شي کولای چې ښه تاریخ ولیکي. په تاریخ لیکنه کې د تاریخ له مېتود سره اشنايي او په نویو څېړنیزو اصولو باندې پوهېدل مهم دي. تاریخ د تېرو تجربو بیان دی او په حال کې له ماضي څخه ګټه اخیستل او د راتلونکي لپاره فکر کول دي.
په دغه کتاب کې د اسلام ارزښت بیان شوی دی او واضح شوي دي، چې یو وخت اسلامي مشران څوک وو، مشري یې څنګه کوله، د مشرۍ معیار ټاکنه یې څنګه وه او دغه مشر باید کومې ځانګړنې ولري. د عثماني خلافت مشرانو عدالت ته ارزښت ورکاوه، انساني همدردي یې درلوده، له رعیت سره یې د مرستې روحیه پياوړې وه او د انساني افکارو د پياوړتیا لپاره یې هڅې کولې.
په دې کتاب کې ډېرې داسې خبرې شته، چې د وخت د پرمختګ وسیلې ښودل شوې دي او له دې لاملونو یې یوه برخه ټولنه ده. په ټولنپوهنه کې دا برخه واضح ده او دا بحثونه تفسیر شوي دي. په دغه کتاب کې سیاسي، ټولنیز، فرهنګي او د مشرۍ اخلاق بیان شوي دي او دا پکې په ډاګه شوې ده، چې د ټولنې پرمختګ له اخلاقي معیارونو سره تړاو لري. دا کتاب سیاست والو او عامو وګړو ته یو ښه لارښود کېدلی شي، چې څنګه یوه جغرافیه پرمختګ کولی شي او څنګه له ستونزو سره مخ کېږي. په سیاست کې له کومو تکتیکونو څخه کار واخیستل شي، فرهنګ له ټولنې سره کوم تړاو لري، فرهنګي انسان په ټولنیزو کړنو کې څومره مؤثر دی، د ټولنې اغېزې په انسانانو او د انسانانو او ټولنې دوه اړخیزې اړیکې څومره مهمې دي.
د عثماني خلافت د ځواکمنتیا او ځوړتیا د پړاوونو ښودل او په علتونو یې پوهاوی، چې د کومو عکس العملونو په سبب دا عملونه منځته راغلي دي، په دې کتاب کې په ډېر ښه ډول بیان شوي دي. کوم علتونه موجود وو چې دا معمولي پدیدې رامنځته شوې.
دغه کتاب د وخت د مشرانو اخلاق بیانوي او د دوی د لیډرشیپ تکتیکونه واضح کوي او په دې اړه هم خبرې لري، چې ټولنه هغه وخت پرمختګ کوي چې حق حقدار ته ورکړل شي او د ذکاوت په نظر کې نیولو سره هرچا ته دنده ورکړل شي.
دا کتاب د اسلامي تاریخ د سلسلې شپږم کتاب دی، په دې کتاب کې د عثماني خلافت د عروج او زوال لاملونه څېړل شوي دي. دا کتاب لوستونکیو ته وايي چې ولې دغه خلافت خپله لویه امپراتوري او عزت له لاسه ورکړل او بالاخره یې قدرت او واک ته د پای ټکی کېښودل شو. کتاب په دې هم غږېدلی چې د سیکولر ذهنیت ښکار ترکانو له پاچاهۍ څخه د سیکولري پاچاهۍ په جوړولو کې څومره زړور ګامونه پورته کړل. د عربي رسم الخط پر ځای یې کلخانه يي او یوناني رسم الخط دود او د رواجولو هڅې یې وکړې.
کتاب په ترکیه کې د اسلام د روښانه راتلونکي په اړه هم چوپ نه دی پاتې، د هغوی د بې شمېره او بېلابېلو هڅو اړخ ته هم اشاره کوي، چې د ترکیې مسلمانانو د اسلام د پرمختګ په سلسله کې کړې وې.
دغه ګټور کتاب تازه پښتو ته ژباړل شوی دی، د کتاب لیکوال دوکتور علي محمد الصلابي دی او سید اصغر هاشمي یې پښتو ژباړه کړې ده، چې همدا پښتو بڼه یې په ۶۷۵ مخونو کې راټوله شوې ده.
مینهوال کولای شي یاد کتاب پر اکسوس سربېره، د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.