په اروپا کې تېر کال نږدې یو لک او ۶۰ زره کسان په «اېچ. ای. وي» وایروس مبتلا شوي. د اروپا روغتیايي ادارو ویلي، د دغو تشخیص شویو پېښو درې پر څلورمه برخه په اوکراین او روسیه کې ثبت شوي. د وروستیو کلونو په نسبت د اروپا د سیمې په ۵۳ هېوادونو کې په «اېچ. ای. وي» د اخته کسانو شمېر کم ښودل شوی، خو روغتیايي چارواکو ویلي په اکثرو مواردو کې هغه وخت ناروغ تشخیص شوی چې ډېر وخت پرې تېر شوی وي. په راپور کې راغلي د «اېچ. ای. وي» وایروس ډېری پېښې په روسیه، اوکراین او د ختیځې اروپا په نورو هېوادونو کې ثبت شوې دي. په اروپا کې چې ۹۰۰ میلیونه کسان اوسېږي څه باندې دوه میلیونهیې په «اېچ. ای. وي» ویروس اخته دي. په ټوله نړۍ کې بیا په دې وایروس د اخته کسانو شمېر نږدې ۳۷ میلیونه ښودل شوی.