امریکا وایي له عربستان سره به د اړیکو په برخه کې هېڅ ډول بدلون را نه ولي. د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو ددغه هېواد سنا ته د وینا پر مهال ویلي چې له سعودي عربستان سره په خپلو ارتباطاتو کې هېڅ ډول کموالی نه راولي. د جیمز متیس او مایک پمپیو په خبره د سي ای اې او ایف بي ای څېړنې ښيي چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان په مستقیمه توګه د خاشقجي په وژلو کې لاس نه لري. ددوی په خبره داسې هېڅ سند نشته چې وښيي محمد بن سلمان په دغه قتل کې ښکېل دی نو له همدې امله امریکا نه غواړي له سعودي عربستان سره د اړیکو په برخه کې کوم بدلون راولي. خو سناتورانو ویلي دوی پر هغو سندونو او ادعاوو سترګې نه شي پټولی چې رسنۍ یې هره ورځ هسکې ټيټې کوي. دوی له امریکايي چارواکو د لا ډېرو پلټنو غوښتنه کړې ده.