د پاکستان حکومت تېره ورځ د کابینې په غونډه کې پرېکړه کړې چې دا هېواد به افغانستان ته د ۱،۳۷ میلیارده پاکستانۍ کلدارو په ارزښت غنم د ډالۍ په توګه ورکړي. د پاکستان د مالیې وزیر ویلي چې دا ۴سوه زره مټریک ټنه غنم یې د خوړو د خوندیتوب او څېړنې وزارت په وړاندیز افغانستان ته ځانګړي کړي دي. هغه زیاته کړې چې دا غنم به په افغانستان کې پر بېوزلو او وچکالي ځپلو باندې ووېشل شي. عمر ویلي چې دا وړاندیز کابینې تصویب کړی او ډېر ژر به یې افغانستان ته د لېږدولو بهیر پیل شي. پاکستان په داسې حال کې افغانستان ته د دې مرستې ژمنه کوي چې په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو اړیکې تر بل هر وخت ترینګلې شوې دي. په ورته وخت کې داسې راپورونه خپاره شوي چې پاکستان به په نږدې راتلونکي کې له سخت اقتصادي بهران سره مخ شي.