د رېښتر په کچه ۷ اعشاریه صفر او ۵ اعشاره ۷ درجې پر له پسې زلزلې نن سهار د امریکا د الاسکا ایالت ځینې سیمې ولړزولې. د زلزلې له امله د سیمې اوسېدونکي له خپلو کورونو څخه لارو کوڅو ته وتلي. دې زلزلې خلکو ته د ښار په جنوب کې د پرتو جزیرو د سونامې راتلو ګواښ هم پېښ کړی. اسوشېټېډ پرس اژانس وايي، تر دې مهاله هېڅ سونامه نه ده راغلې او نه هم د مرګ ژوبلې په اړه راپور ورکړل شوی دی.