د فرانسې ولسمشر ایمانول مکرون د جي شل هېوادونو سرمشریزې په څنډه کې د سعودي له ولیعهد او شهزاده محمد بن سلمان سره کتلي دي. د دې لیدنې یوه ویډیو په خواله رسنیو کې خپره شوې چې مکرون سلمان سره پکې پټې خبرې کوي. مکرون سلمان ته په ټیټ غږ د خاشقجي د وژنې په اړه خپل پیغام اوروي. مکرون وویل، زه د اندېښنې احساس کوم، خو سلمان ورته وایي، د اندېښنې وړ څه نشته. محمد بن سلمان وایي، ماته یې وویل له تا مننه. مکرون یې په ځواب کې ورته وایي، ته زما خبره نه اورې. که څه هم محمد یې ځواب کې وایي چې طبعاً یې اوري، خو مکرون زیاتوي: ته باید په دقت دا خبرې واورې، ځکه په وینا یې د ده د خبرو باید درناوی وشي. د مکرون او سلمان دا خبرې چې ډېرې ناندریزې شوې ویل کېږي چې دوی د خاشقجي د وژنې په اړه یو بل سره خبرې کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې په ترکیه کې د وژل شوي خبریال جمال خاشقجي د وژنې له امله پر سعودي نړیوال فشارونه ډېر شوي دي.