د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړو څارونکو له ایرانه غوښتنه کړې چې د بشري حقونو هغه مدافعان چې له اجباري حجاب سره د مخالفت له امله زنداني شوي، ژر خوشې کړي. هغوی په یوه ګډه اعلامیه کې چې د نومبر میاشتې په ۲۹مه خپرې شوې، ویلي چې دوی د ایران له حکومته غواړي چې په بیړني ډول هغه کسان خوشې کړي چې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي. د یادو مدافعینو له ډلې یو یې فرهاد میثمي دی. میثمي چې ایراني حکومت یې د مدافع وکیل پر نیولو هم بندیز لګولی دی، غذایي اعتصاب پیل کړی او څارونکي وایي چې روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ نه دی.