پاکستان کې د ډالرو د بیې لوړېدو د دغه هیواد اقتصادي بازارونه او سوداګر اندېښمن کړي دي. پاکستاني سوداګر د ډالرو د لوړېدو تور د پیسو پر نړیوال صندوق پورې کوي، ځکه امریکا ورته د اقتصادي بندیزونو ګواښ کړی دی، خو د پاکستان مالیې وزارت بيا دا ادعا ردوي. د پاکستان د مالیې وزیر اسد عمر وايي، پاکستان کې د ډالرو د بیې لوړېدل، د پیسو له نړیوال صندوق سره په کړي تړون پورې هیڅ تړاو نه لري. اسد عمر زیاتوي چې دا مصنوعي پالیسي ده او تر ډېره به پاتې نه شي او کلداره به بیرته خپلې پخوانۍ بیې ته راشي. په ورته وخت کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خپل ولس ته ډاډ ورکړی چې د ډالرو له کمښت سره به مخ نه شي او دا ستونزه د اندېښنې وړ نه ده. دا په داسې حال کې ده چې پرون شپه د یوه ډالر بیه ۱۳۴ کلدارې تخمین شوې وه؛ خو تېره ورځ بیا دا بیه تر ۱۴۳ او ان تر ۱۵۰ پورې لوړه هم شوې وه.