د شينهوا اژانس د خبر له مخې، د چین د ولسمشر مېرمنې پنګ لي يوان پر ځايي وخت د نومبر د ۳۰مې نېټې په سهار د ارجنټاين د ولسمشر د مېرمنې جوليانا اواډا په بلنه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ مېرمن پنګ لي يوان او د شلو هېوادونو ډلې په سرمشريزه غونډه کې د ځينو برخوالو مشرانو له مېرمنو سره د فقيدې ويکټوريا اوکمپو له پخواني کور څخه ليدنه وکړه. پينګ لي يوان وويل، چې د دې ليدنې له لارې يې له نژدې د ارجنټاين کلتوري ځانګړتيا احساسولې ده، هيله لري چې چين او ارجنټاين خپلمنځي کلتوري تبادلې زياتې کړي او د خلکو ترمنځ متقابل تفاهم پياوړی کړي.
ويکټوريا اوکمپو چې د ۱۹مې پېړۍ له پای څخه د ۲۰مې پېړۍ تر ۷مې لسيزې پورې ژوند وکړ، د ارجنټاين مشهوره ليکواله او ټولنيزه فعاليتواله وه، د هغې پخوانی کور اوس د ارجنټاين د تاريخي اثارو او کلتور د نندارې ځای دی.