د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، سره له دې چې د روسيې له ولسمشر سره يې پلان شوې خبرې لغوه کړې، خو له پوتين سره ډېرې ښې اړیکې لري.
د دواړو ولسمشرانو ترمنځ پلان شوې کتنه وروسته له هغې لغوه شوه چې د روسيې ساحلي ساتونکو د اوکراين ماڼوګان او کښتۍ ونيول.
ټرمپ ويلي، په يوه مناسب وخت کې به له خپل روسي سيال سره وګوري.
په ارجنټاين کې د نړۍ د شلو صنعتي هېوادونو يا جي۲۰ د سرمشريزې په څنډه کې له امريکا غږ سره په مرکه کې ولسمشر ټرمپ د امريکا له ګاونډيو هېوادونو مکسيکو او کاناډا سره پر نوي تجارتي تړون هم خبرې کړې دي. کرېملېن ويلي، د دوى ترمنځ خبرو ښايي دوه ساعته وخت نيولاى وای.
دا په هلسينکي کې د جولاى مياشتې تر سرمشريزې وروسته چې دواړو ولسمشرانو سره کتلي وو، د دوى ترمنځ دویمه کتنه بلل کېدله.
د روسيې سمندري ځواکونو تېره اونۍ د اوکراین درې کښتۍ او ۲۴ تنه ماڼوګان برمته کړل چې له امله یې یو شمېر نړیوال غبرګونونه راوپارېدل.