د نړۍ ۷ سترو صنعتي هېوادونو یا جي۷ ویلي چې روسیې په ناقانونه توګه د اوکراین درې بېړۍ نیولې او له روسیې يې غوښتنه کړې چې ۲۴ اوکرایني ماڼوګان هم ژر تر ژره خوشي کړي.
د متحده ایالتونو، فرانسې، کاناډا، جرمني، اېټالیا، جاپان او برېټانیا د بهرنیو چارو وزیرانو او په جي۷ کې د اروپايي اتحادیې لوړ پوړي استازي پر روسیې غږ کړی چې د کېرچ په تنګنا کې د بېړیو د قانوني تګ راتګ له مخنیوي ډډه وکړي.
هغوی د نومبر په یوه ګډ بیان کې وویل چې د اوکراین پرضد د روسیې دغو کارونو په سیمه کې کړکېچ په خطرناک ډول زیات کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې یکشنبې پر ورځ د روسیې سمندري ځواکونو د کريمیا سواحلو ته نږدې په کېرچ کې د اوکراین پر بېړیو ډزې وکړې، ۶ اوکرایني سمندري پوځیان یې زخمیان او د دغه هېواد ۲۴ ماڼوګان یې برمته کړل.
په دې اړه د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو له لوري په ګډ بیان کې ویل شوي: «روسیه هېڅ ډول توجیه نه لري چې د اوکراین د بېړيو او بېړۍ چلوونکو پر ضد له پوځي زوره کار واخلي».
دوی ټینګار کړی چې هېڅکله به د روسیې له لوري د کریمیا ټاپو وزمې اشغال او په زور د روسیې له خاورې سره د دې سیمې یو ځای کولو ته رسمیت ورنه کړي. دغه راز دوی د اوکراین له خپلواکۍاو ځمکنۍ بشپړتیا هم ملاتړ کړی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د دغه وضعیت په اړه په غبرګون کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د خپلې لیدنې پلان لغوه کړی.