یکشنبه, مارچ 8, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    عامې روغتیا وزیر؛ د زړه ناروغیو د درملنې پروژې له مسولینو سره کتلي

    فطرت: د پاکستان د برید له کبله تورخم کې ۳۰۰ میلیونه زیان اوښتی

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

  • نړۍ

    امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

    هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    عامې روغتیا وزیر؛ د زړه ناروغیو د درملنې پروژې له مسولینو سره کتلي

    فطرت: د پاکستان د برید له کبله تورخم کې ۳۰۰ میلیونه زیان اوښتی

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

  • نړۍ

    امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

    هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه تحلیل

د سولې پر خبرو ټينگار له چارۍ او که له ناچارۍ؟

حضرت عمر زاخېلوال

دسمبر 2, 2018
in تحلیل
0 0

د افغانستان په اوسنۍ سیاسي محتوا کې سوله تر ټولو ‌‌‌‌‌‌ډېر تکرار او اشنا، مګر په ورته وخت کې تر ټولو لږ روڼ او درک شوی ټکى دی. دا ځکه چې لا تر اوسه نه د سولې لپاره معلوم همغږی تعریف شته او نه هم د زیاتو هغو نورو پوښتنو لپاره رڼه ځوابونه لرو چې د سولې د تعریف روښانتیا لپاره اړین دي.

د سیمې او نړۍ د هېوادونو په دريځونو او خبرو کې هم د سولې په تړاو همدا راز یو ابهام لیدل کېږي. د دریځونو د ناڅرګندوالي یو دلیل دا کېدای شي چې د سولې په اړه ضروري پوښتنې په جدي توګه لا مطرح شوې نه دي.

د بېلګې په توګه، ایا زموږ له لوري د سولې پر خبرو ټینګار له چارۍ دی او که له ناچارۍ؟

ایا هېواد کې مو د امن او ثبات لپاره له خبرو پرته بله غوره لاره شته؟

دښمن څوک دی او د جگړې لپاره يې انګېزه څه ده؟ دیني ملاحظات، د قدرت لېوالتیا، خپګان، غچ اخیستنه، وېره، فرصت، يوازې ورانی او ترهګري؟ او یا په يوه ډول دا ټول پکې نغښتي؟

موږ له کومو وسله والو مخالفینو سره سولې ته تیار یو او له کومو سره نه یو؟

د سولې په بدل کې مخامخ لوري ته څه ورکولای شو؟ په قدرت کې برخه؟ د عادي ژوندانه لپاره فضا؟ د سیاست فرصت او یا یوازې عمومي بښنه او له محاکمې څخه خونديتوب؟

ایا مخالفې وسلوالې ‌‌‌‌‌‌ډلې په تصمیم نیولو کې خپلواکې دي؟

دا او دېته ورته ټولې هغه پوښتنې دي چې ځوابونه ېې په افغانستان کې سوله او د سولې هڅې تعریفولای او موخې يې روښانولای شي، مګر د دغو پوښتنو پر ځوابونو نه په افغانستان کې د سیاسي کړیو ترمنځ او نه هم په نړیواله کچه حتى د یوې نسبي اجماع نښې ښکاري.

په وروستیو څو کلونو کې خو وضعيت نور هم پېچلی شوی چې پورتنیو پوښتنو ته يې د ځوابونو موندل لا ستونزمن کړي دي.

افغانستان او د امريکا ماموريت

په ۲۰۰۱ او ۲۰۰۲ ز کلونو کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف لښکرې له یوه نسبتاً تعریف شوي ماموریت سره افغانستان ته راغلې، دښمن مالوم و، موخې او موخو ته د رسېدو ګامونو وضاحت درلود، مګر د وخت په تېرېدو سره دا هر څه د ناروڼتيا او پېچلتیا په لور لاړل. ولې داسې وشول؟

د امریکا په مشرۍ نړیوالو پوځونو افغانستان ته د ننوتو ستراتېژي درلوده، مګر د وتلو یې نه درلوده.

سربېره پر دې د نړیوالو پوځونو “له ترهگرۍ سره جګړه” له تېروتنو ډکه ‌وه. د ائتلاف ځواکونه په بشپړه توګه د افغانستان له فرهنګي او عقیدوي ځانګړتیاوو بې خبره وو، جګړې ته یې د غچ اخیستنې بڼه ورکړه او کاملاً یې ړانده عملیات وکړل، له طالبانو سره د سولې ممکن فرصتونه یا درک نه شول یا پرې سترګې پټې شوې او یا هم رد شول. سربېره پر دې د بهرنيو ځواکونو له لوري د عامو وګړو پر کورونو د شپې لخوا خپلسري عملیات، د ملکي وګړو تنګول او توهینول، په هوایي بمباریو کې ملکي مرگ ژوبله، د شک، شیطانۍ او یا شخصي مخالفتونو پر بنسټ له زرګونو بېګناه ځوانانو څخه د بګرام او نورو بدنامو ناقانونه زندانونو ‌‌‌‌‌‌ډکول او هلته د هغوى سپکول او ځورونې، د بهرنیانو د تېروتنو هغه بېلګې دي چی پایلو یې د وسلوالومخالفینو لیکې غښتلې کړې.

د ۲۰۰۳ ز کال په پای کې د امريکا له لوري پر عراق یرغل او ورپسې په منځني ختیځ کې پراخ کړکېچ په افغانستان کې د جگړې ابعاد لا ډېر او پېچلي کړل.

لنډه دا، په کوم ډول چې په افغانستان کې د جگړې مدیریت وشو، ستونزې يې کمې نه؛ بلکې ډېرې کړې. همدارنګه یې په افغانستان کې ترورېزم لا پسې پېچلی او ستونزمن کړ.

سيمه ييزه اجماع

په ۲۰۰۱ او ۲۰۰۲ ز کلونو کې په افغانستان کې د امریکا تر مشرۍ لاندې د نړیوال ائتلاف د پوځي مداخلې په اړه سیمه ییزه اجماع موجوده وه. د طالبانو د رژیم نسکورېدل او پر ځای یې یو متمدن منتخب نظام راوستل، د سیمې د نږدې ټولو هېوادونو غوښتنه وه.

مګر د وخت په تېرېدو سره دا سیمه ییزه اجماع ورځ تر بلې کمزورې شوه. په يادو کلونو کې د سیمې هېوادونو، (پاکستان، هند، ایران، سعودي عربستان، چین، ترکیې، روسیې او د منځنۍ اسیا هېوادونو) له امریکا او د امریکا له ملګرو لوېديځو هېوادونو سره د افغانستان په اړه ورته دریځ درلود.

کېدای شي ځینو دغو هېوادونو به بله لار نه درلوده، مګر اکثرو يې په بېلابېلو دلایلو طالبان گډ دښمن او ګواښ باله.

د بېلگې په ډول، ایران او امریکا له ډېرو بدو دوه اړخیزو اړېکو سره سره د طالبانو پرځولو په هوډ کې همغږي وو. همدارنګه ایران او سعودي په افغانستان او سیمه کې د متضادو سیالیو سربېره د افغانستان په تړاو همغږي وښوده.

په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ ز کلونو کې هاغه سیمه ییزه او نړیواله اجماع او همغږي نوره له منځه تللې ښکاري.

په ۲۰۰۱ او ۲۰۰۲ ز کلونو کې د طالبانو، القاعده، د ازبکستان اسلامي غورځنگ، د ختيځ ترکستان اسلامي خوځښت او داسې نورو سیمه ییزو وسله والو تحریکونو ترمنځ ‌‌‌‌‌‌ډېر توپیر نه ‌و. ټول د گډو موخو وروڼه ګڼل کېدل او د یوه واحد ګواښ په سترګه ورته کتل کېدل.

په ۲۰۱۷ ز کال کې دا ټول سازمانونه چې اوس یې شمېر ویل کېږي تر ۲۰ رسېدلی، هر يو ځانگړی او د توپير وړ هویت لري. د داعش راپيداکېدل د سیمې د ځینو مهمو هیوادونو لپاره اوس د داعش او طالبانو ترمنځ انتخاب د غور ټکی ګرځېدلى.

که د سکې بل مخ وګورو، افغانستان د سیمې د هېوادونو د برخورد او سیالیو لپاره هم ښه فرصت برابرولی شي هم بد.

د سولې خبرې

د افغانستان په تړاو د سولې څلور اړخيزې خبرې اترې هم له ناکامۍ سره مخ شوې.

په افغانستان کې سوله پرته له استثنا د ټولو په ګټه ده. لږ تر لږه به له افغانستانه دې هېوادونو ته د جگړې د اور بڅرکي نه خپرېږي.

هغه هېوادونه چې په خپلو کې سره اختلافونه او دښمنۍ لري، لکه: پاکستان او هند، سعودي او ایران، ایران او امريکا، امریکا او روسیه، افغانستان د دوه اړخیزو همکاریو د ازمېښت ډګر ګرځولای شي.

تر ټولو مثبته همکاري د سیمې د اقتصادي پراختیا او نږدېوالي په ډګر کې را منځته کېدای شي. د داسې هېوادونو ترمنځ لکه زموږ د سیمې هېوادونه چې د اقتصادي زېرمو له پلوه متفاوت دي، په ځانګړې توګه چې ځینې يې د طبیعي زېرمو له پلوه غني دي او نور يې په صنعت او تکنالوژۍ کې لاسبري دي، سیمه ییزه اقتصادي همکاري او نږدېوالی یو د بل د اقتصاد ممد او بشپړونکى ګرځېدای شي.

مګر د داسې مواصفاتو او فرصتونو له موجودیت سره سره زموږ هېوادونه په نړۍ واله کچه له اقتصادي پلوه یو پر بل تر ټولو کمه تکیه لري.

زموږ د سیمې د هېوادونو خپلمنځۍ سوداګري زموږ د ټولې سوداګرۍ تر پنځه سلنې کمه ده، په داسې حال کې چې په اروپا کې د سیمې دننه سوداګري اویا سلنه او په اسیايي هېوادونو کې پنځوس سلنې ته رسېږي.

افغانستان کې د لاسوهنو دلايل

په افغانستان کې د سیمې هېوادونو لاسوهنو او منفي سیالیو لپاره کافي بد دلایل هم شته، له پخوانیو تربگنيو نیولې تر دې هڅو پورې چې په کابل کې د دوی تر اغېز لاندې فرمایشي حکومت را منځته شي، د بدو دلایلو کره نمونې دي.

د سیمې ډېری مهم هېوادونه په افغانستان کې په نیابتي تخریبي سیالیو بوخت دي، یا د کوم بل سیمه ییز هېواد پر وړاندې او یا هم د امرېکا پر ضد.

ویلی شو چې همدا اوس په افغانستان کې د سیمې د اکثرو هېوادونو حضور او سیالۍ د بدو موخو لپاره دي.

په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ټيکاو لپاره رښتینو سیمه ییزو هڅو ته اړتیا شته. هغه هڅې چې لا تر اوسه ډېرې نیمګړې دي او یا هم د سولې لپاره نه دي. پوښتنه دا ده چې داسې هڅې په اغېزمن ډول څوک پیلولی او پر مخ وړلی شي؟

امریکا تر ټولو د ستر شریک په توګه مهم لوبغاړی کېدای شي، مګر تر اوسه يې نه ده ثابته کړې چې په دې برخه کې اغېزناکه اسانتيا برابرونکې هم اوسېدای شي. تر اوسه چې امریکا په افغانستان کې د سولې او همغږۍ په موخه کومې سیمه ییزې ناستې رابللې دي، یوازې په دې توانېدلې چې له ښکېلو هېوادونو د همکارۍ لفظي بیانونه تر لاسه کړي نه عملي ګامونه.

دا ځکه چې امریکا په سیمه کې له افغانستان پرته نورې لانجې او سیالۍ هم لري چې له امله يې ځینې مهم هېوادونه د امریکا نیت او مقاصدو ته دشک په سترګه ګوري.

د افغانستان په اړه د روسیي په نوښت وروستۍ سیمه ییزې ناستې هم له ناکامۍ سره مخ شوې، ځکه د نوموړي هېواد په نيت او انګېزه هم شکونه وو. په حقیقت کې هېڅ نړیوال یا سیمه ییز هېواد په یوازې ځان نه شي کولی افغانستان ته په سوله راوستو کې اغېزمن واوسي، مګر دا چې ټول ښکېل نړیوال او سیمه ییز هېوادونه په يوه غږ او صادقانه توګه د باور په فضا کې د پورتنۍ موخې لپاره ګډ کار وکړي.

په داسې فضا کې هر هېواد د خپلو ځانګړو امکاناتو، لیدلورو، اندېښنو او فرصتونو په چوکاټ کې خپل ځانګړی رول لوبولای شي، نو ځکه افغانستان ته د سولې په راتګ کې د هر ښکېل اغېزمن هېواد رول روښانول په کار دي.

افغانستان او د سولې رښتینې هڅې

دا چې په سیمه کې افغانستان د جنګ د مرکز په توګه هره ورځ له ويجاړيو او وینې بهېدنې سره مخ دی، نو د سیمې بل هېڅ هېواد د افغانستان په کچه د سولې او ورته د شرایطو برابرېدو لپاره صادقانه لېوالتیا نه شي ښودلی. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امن جرگې هم پايله نه لرله،

البته د سولې له مهمو شرطونو څخه یو هم دا دی چې افغانستان وکړای شي چې د خپلو ملي ګټو پر بنسټ له ټولو ګاونډیو او مهمو سیمه ییزو هېوادونو سره له استثنا پرته نږدې دوستانه دوه اړخیزې اړېکې ولري او دا انګېرنه ورکه کړي چې ګواکي له یوه ګاونډي یا سیمه ییز هېواد سره د افغانستان نږدې اړیکې بل کوم هېواد ته د زیان رسولو په نیت دي. نو ځکه په افغانستان کې د سولې اړوند سیمه ییزې اجماع او همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو له فعالې ونډې، ملگرتيا او ملاتړ سره یوازې افغانستان کولای شي د مرکزي تسهیل کوونکي رول ولوبوي.

چین له پاکستان او افغانستان، دواړو سره د ډېرو نږدې اړیکو له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بې باورۍ فضا په کمولو کې اغېزمن رول لوبولای شي. پاکستان د افغانستان او طالبانو ترمنځ د خبرو اغېزمنه زمینه برابرولی شي.

روسیه، هند، ایران، ترکیه او سعودي په نورو ډګرونو کې له مخالفتونو سره سره لږ تر لږه د سولې لپاره افغانستان د خپلو مثبتو همکاریو د ازمېښت ډګر ګرځولی شي، لکه چې له ۲۰۰۲- ۲۰۰۵ ز کلونو پورې یې تر یو حده عملاً یو ځل ښودلې ده.

 

امریکا او ملګري غربي هېوادونه يې د پورتنۍ سیمه ییزې اجماع د جوړېدو سمبالوونکي کېدای شي. البته دا ځل د اغېزمنې سیمه ییزې اجماع لپاره کېدای شي اړین واوسي چې د نړیوال او سیمه يیز تفاهم په چوکاټ کې افغانستان د ځینو سیمه يیزو او نړیوالو مخالفتونو، لکه: د هند او پاکستان، سعودي او ایران، امریکا او روسیې او امریکا او ایران ترمنځ لانجو کې د بشپړې بې طرفۍ اعلان وکړي.

د سولې لپاره سیمه ییزه اجماع او ملاتړ اړين دي، مګر کافي نه دي. سربېره پر دې د افغانستان له لوري د سولې خبرې باید د یوې رښتینې اوږدمهاله ملي اجنډا او د ملي پخلاینې او ثبات د اساس په توګه تعقیب شي، نه لنډ مهاله سیاسي انګېرنو ته د ځواب او یا یوازې د جگړې د کمښت یا ودرېدو د وسیلې په توګه.

زموږ د سولې پلانونه، پالیسۍ، ستراتېژۍ، لیکلې موخې، غوڼډې او سیمینارونه باید له بسپنه ورکوونکو د مرستې له جذبولو څخه زیاتې پر سوله او د وسله والو مخالفینو د باور پر ‌‌‌‌‌‌ډېرولو متمرکزې شي.

بالاخره د سولې هڅو د اغېزمنتیا لپاره به بهتره وي چې د سولې پروسه له پروژوي، بودجوي، تشکیلاتي، امتیازي، رسمي او دفتري چوکاټ څخه ووځي او په یو رښتیني نا رسمي، نا دولتي، داوطلب، ولسي عنعنوي، ملي نوښت او داعيې چې پکې سولې ته د چوکیو او موقفونو د یو بل وېش په سترګه ونه کتل شي، بدله شي.

Share7Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

عامې روغتیا وزیر؛ د زړه ناروغیو د درملنې پروژې له مسولینو سره کتلي

مارچ 8, 2026

امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

مارچ 8, 2026

هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

مارچ 8, 2026

فطرت: د پاکستان د برید له کبله تورخم کې ۳۰۰ میلیونه زیان اوښتی

مارچ 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In