د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي ایران په دې وروستیو کې یو نوی بالستیک توغندی ازمویلی دی چې د امنیت شورا له پرېکړو سره په ټکر کې عمل دی. مایک پمپیو دا نه دي ویلي چې دغه توغندی څه وخت او چېرته ازمویل شوی دی، خو وايي، هغه د منځني واټن ویشتونکی توغندی دی چې د څو اټومي کوپړیو د لېږدولو وړتیا لري. نوموړي د ایران دغه عمل غندلی دی او په وینا یې د ایران ورته کړنې به پر دغه هېواد فشارونه نور هم ډېر کړي او ددې سبب به شي چې د امریکا بندیزونه تر دې سخت شي. ایران تر دې دمه د امریکا د ادعا په اړه څه نه دي ویلي. ایران د ټرمپ له حکومت سره سم د امریکا تر فشارونو لاندې دی. امریکا ادعا کوي چې ایران په سیمه کې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او هڅه کوي اټومي وسلې جوړې کړي. خو ایران بیا دغه ادعاوې ردوي.