سومالیا د افریقا د لویې وچې په ختیځ کې د ختیځو طول البلدونو د ۴۱ او ۵۱ درجو او د شمالي عرض البلدونو د ۱۲ او یوې درجې ترمنځ موقعیت لري. د دغه هېواد شمال ته عدن خلیج، جنوب او جنوب ختیځ ته یې د هند سمندر او لوېدیځ ته یې ایتوپیا موقعیت لري.
د استوا کرښه د سومالیا په وروستۍ جنوبي برخه کې تېرېږي او له همدې امله د دغه هېواد هوا توده او د هند د سمندر له اوبو سره د ګاونډیتوب له امله لنده ده.
دغه هېواد د افریقا په ختیځ کې پروت دی او د طبیعي جوړښت له پلوه په دوو برخو وېشل کېږي.
لومړۍ شمالي برخه چې د سمندر له سطحې څخه له ۵۰۰-۱۵۰۰ مترو پورې جګه ده. دویمه جنوبي برخه چې تر ډېره پراخې او هوارې دښتې لري. شبلي او جوبا د سومالیا دوه هغه لوی سیندونه چې د ایتوپیا له جګو غرنیو برخو څخه سرچینه اخلي او د دې وچې سیمې له منځنیو څنډو او سواحلو څخه تېرېږي.
د سومالیا پلازمېنه موګادیشو ښار دی. دغه هېواد د ۲۴۵۲۵۴ کيلو متره پراخوالي له کبله د نړۍ ۴۰ م لوی هېواد دی. نفوس یې څه باندې ۱۱ میلیونه تنه اټکل شوی چې په هر کیلو متر مربع سیمه کې یې ۱۷ کسان ژوند کوي.
د سومالیا ۴۵ سلنه وګړي په ښارونو کې ژوند کوي او پاتې ۵۵ سلنه نور یې بیا په کلیو او بانډو کې مېشت دي. د دغه هېواد د قانون له مخې هره کورنۍ په ټول عمر کې د ۶ ماشومانو د درلودو اجازه لري.
سومالیا د اداري وېش له مخې په ۱۸ سیمو وېشل شوې. هارګیسا، بربره، بورکو، میرکا، بایدو او بوساسو یې مهم ښارونه دي. ۸۶ سلنه وګړي یې تور سومالي عرب او پاتې ۱۴ سلنه نور یې بیا غیر سومالي ډلې دي.
د دغه هېواد رسمي ژبې عربي او انګلیسي او لیکدود یې عربي دی. دغه راز ۹۹ سلنه وګړي یې مسلمانان او پاتې نور یې د بېلابېلو دینونو او عقیدو پیروان دي.
د سومالیا اساسي قانون د ۱۹۷۹ ز کال د اګسټ په ۲۵مه جوړ او د سپټمبر په ۲۳مه نافذ شو. سومالیا اوسمهال یوه انتقالي فدرالي اداره لري او دنده ورکړل شوې چې د دغه هېواد نوی اساسي قانون جوړ کړي.
د دغه هېواد د کابینې وزیران د لومړي وزیر په وړاندیز، د ملي شورا له خوا ټاکل کېږي. د سومالیا فدرالي ملي شورا ۵۵۰ غړي لري چې ۷۵ یې په مدني ټولنو او سوداګرو پورې اړه لري.
له هغه وخت څخه چې د سومالیا مرکزي دولت له پښو لوېدلی و، د دغه هېواد قضاییه قوه هم کمزورې شوې وه او هرې سیمې ځانته د حقوقي او جزایي پېښو د حل سیمه ییزې لارې غوره کړې وې. په هغو سیمو کې چې د الشباب اسلامي ډله واکمنه وه، مسایل د اسلامي شریعت په سیوري کې څېړل کېدل.
د سومالیا فدرالي شورا دوې جرګې لري: لومړۍ د خلکو جرګه چې ۲۷۵ غړي لري او د خلکو په خوښه ټاکل کېږي. دویمه پاسنۍ خونه چې ۵۴ غړي لري چې د سومالیا د فدرالي سیمو د خلکو له خوا ټاکل کېږي. دا جرګه له ۲۰۱۳ ز کال وروسته فعالیت نه لري.
دغه هېواد د ۱۹۶۰ ز کال د جولای په لومړۍ له اېټالیا او انګلستان څخه خپلواکي ترلاسه کړه، نو له همدې کبله د جولای لومړۍ هر کال په دغه هېواد کې د خپلواکۍ د ورځې په نوم نمانځل کېږي.
سومالیا د ګڼو نړیوالو ټولنو ترڅنګ په ۱۹۶۰ ز کال کې د ملګرو ملتونو غړیتوب هم ترلاسه کړ.
سومالیا د نړۍ له ډېرو بېوزلو او وروسته پاتې هېوادونو څخه دی. دغه هېواد له یوې خوا لږ زېرمې لري او له بلې خوا د کورنۍ جګړې له امله ډېر ځپل شوی. د سومالیا اوسنی اقتصاد د څارویو پر روزنه، په بهر کې د سومالیایي کارګرانو پر عوایدو او مخابراتو ولاړ دی. کرنه او د څارویو روزنه د دغه هېواد ۵۲ سلنه صادراتي عواید او ۴۲ سلنه ناخالص کورني تولیدات برابروي. کوچیان او نیمه کوچیان چې د څارویو پر روزلو بوخت دي، د دغه هېواد د نفوس ستره برخه جوړوي. له څارویو وروسته کېلې، کبان او د ډبرو سکاره د سومالیا ستر صادراتي توکي بلل کېږي. ګني، جوار او کبان د دغه هېواد مهم کرنیز حاصلات دي.
کوچنۍ صنعتي موسسې چې کرنیز محصولات د اومو توکو په توګه کاروي، د سومالیا ۸ سلنه ناخالص کورني تولیدات برابروي. په دې وروستیو کلونو کې د دغه هېواد ډېرې صنعتي موسسې لوټ شوې او ماشینونه یې په کورنیو جګړو کې له منځه لاړل. په تېرو ۱۴ کلونو کې د سومالیا مخابراتو ډېره وده کړې، اوسمهال د دغه هېواد په هر ښار کې ګرځنده ټلیفونونه شته چې خورا ارزانه دي. په سومالیا کې منظم بانکې سیسټم لا هم نشته، خو د پیسو د لېږد او حوالو داسې رسمي او غیر رسمي سیسټم لري چې په کال کې د څه باندې یومیلیارد ډالرو د لېږد او ورکړې وړتیا لري.
په سومالیا کې د افریقایي ټولنې یوشمېر سوله ساتي پوځونه پراته دي چې د دغه هېواد له دولتي ځواکونو سره یو ځای د پلازمېنې موګادیشو د امنیت سیمه پراخوي.
د سومالیا ناخالص کورني تولیدات ۶ میلیارده ډالره او د سړي سر کلني عاید اندازه یې ۷۴۴ ډالره اټکل شوې. د دغه هېواد کاري ځواک کابو ۴ میلیونو کسانو ته رسېږي او ۸۰ سلنه کورنۍ یې بیا د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
د تېلو استخراج او چاڼ، مخابراتي وسایل، ټوکران، خوراکي توکي، چرم، لرګي او لاسي کارونه د دغه هېواد په صنعت کې رغنده رول لوبوي.
د سومالیا ۳ سلنه ځمکه د کرنې وړ ده. د دغه هېواد ۷۰ سلنه خاوره څړځایونو، ۲۸ سلنه ځنګلونو او پاتې نوره بېدیاوو، غرونو، سیندونو، ښارونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. د دغه هېواد ۷۵ سلنه خلک د کرنې په سکټور کې پر کار بوخت دي او د هېواد ۶۵ سلنه صادرات او ۶۲ سلنه ناخالص کورني تولیدات هم له دې سکټور څخه لاس ته راځي.
ګني، ږدن، غنم، وریجې، حبوبات، جوار، کونځلې، پنبه، خرما، تنباکو، مېوې، سابه، غوښه، لبنیات، هګۍ او واښه د سومالیا د کرنې او څارویو مهم محصولات بلل کېږي. دغه راز سومالیا د پراخو څړځایونو د لرلو او د ډېرو خلکو د کوچیاني ژوند له امله د څارویو د روزنې لپاره مناسب شرایط لري.
اوسپنه، بوکسېټ، مس، یورانیم، مالګه او ګچ د دغه هېواد له لویو کانونو څخه دي. دغه راز د دغه هېواد د صادراتو ټوله بیه ۶ میلیارده ډالره او د وارداتو ټوله بیه یې ۲ میلیارده ډالره اټکل شوې ده.
یمن، عمان، چین، مصر، امریکا، هند او عربي متحده امارات د دغه هېواد لوی سوداګریز شریکان بلل کېږي. دغه هېواد ۷۰ هوایي ډګرونه لري چې ۲۰ یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي. د ټلیفون کوډ نمبر یې ۰۰۲۵۲ او د
انټرنېټ کوډ نمبر یې اېس او ډي دی او ۲ لکه خلک یې انټرنېټ ته لاسرسی لري.
په سومالیا کې ۴ ټلوېزیونونه او پنځلس خصوصي راډیو ګانې شته.
سومالیا د ناخالص کورني تولید او سړي سر کلني عاید او د پرله پسې جګړو د ورانیو له کبله د افریقا او نړۍ له وروسته پاتې هېوادونو څخه شمېرل کېږي. د دغه هېواد ۵۳ سلنه وګړي په لیک او لوست پوهېږي.
پخوانیو مصریانو سومالیا د داسې سیمې په توګه پېژندله چې خلکو یې خپلې کوچنۍ بېړۍ په اوږدو پاروګانو چلولې او له مصریانو سره یې راکړه ورکړه کوله. رومیانو هم له دې سیمې سره سوداګري درلوده؛ ځکه هلته ښه بوی لرونکي توکي لاس ته ورتلل. په اتمه میلادي پېړۍ کې عربو د سومالیا په سواحلو کې د استوګنې څو کلي جوړ کړل او د سیمې له منځنیو برخو سره یې سوداګري پیل کړه. له دې وروسته سومالیا د مصر لاس ته ورغله.
له ۱۲ تر ۱۵ میلادي پېړیو پورې یمني مجاهدینو د سومالیا ډېرې برخې ونیوې، د اسلام دین یې هلته ورساوه او اوسني جیبوټي ته نږدې د زیلع ښار یې د خپل حکومت د پلازمېنې په توګه وټاکه. له عربو سره سوداګریزو اړیکو او د زنګبار له سیمې سره نږدې اړیکو د سومالیا د اقتصاد له غوړېدو او پرمختګ سره ډېره مرسته وکړه.
پرتګالیانو په ۱۵۴۱ ز کال کې د افریقا د جنوبي سیمو سمندري لار ومونده او د هند د سمندر په اقتصادي ارزښت پوه شول، له همدې امله یې د ایتوپیا حبشي پوځونه پر سومالیا باندې یرغل ته وهڅول. حبشیانو د زیلع، بربره، براوا او موګادیشو ښارونه وران کړل او سومالیا ته یې د سر او مال درانده زیانونه واړول.
په دویمه نړیواله جګړه کې ټوله سومالیا په ۱۹۴۰ ز کال کې د ایټالیا لاس ته ولوېده او یو کال وروسته برېټانویانو ټوله سومالیا ونیوه. په ۱۹۵۰ ز کال کې ملګرو ملتونو د سومالیا ایټالوي برخه بېرته ایټالیا ته ورکړه او ژمنه یې ترې واخیسته چې لس کاله وروسته به دې سیمې ته خپلواکي ورکوي. په ۱۹۵۶ ز کال کې اېټالیا خپلې سومالیې ته خپلواکي ورکړه. په ۱۹۶۰ ز کال کې د سومالیا د خلکو د پرله پسې هڅو او په افریقا کې د هېوادونو د خپلواکۍ د بهیر له چټکتیا سره جوخت د دغه هېواد د اېټالیا او برېټانیا تر لاس لاندې سیمې سره یو ځای شوې او د سومالیا د جمهوریت په نامه یې یو خپلواک دولت جوړ کړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو اړیکو په کتاب کې د سومالیا نوم نشته، نو له همدې امله دغه دواړه هېوادونه په خپلو کې هېڅ راز اړیکې نه لري.
له افغانستان څخه تر سومالیا پورې د هوا له لارې فاصله ۳۸۸۶ کیلو مترو ته رسېږي. دغه راز د کابل او موګادیشو ښارونو ترمنځ د وخت توپیر یو نیم ساعته دی.