امريکايي سياستوالو پدې وروستيو کې د چين د بشري حقونو موضوع ګرمه ساتلې ده.
د امريکې حکومت د چين د شينجيانګ په اړه قانون جوړ کړی او د تبت چارو ته يې ځانګړی همغږی کوونکی ټاکلی دی. امریکا د بشري حقونو په بهانه د چين په کورنيو چارو کې بربنډه مداخله او د نړيوال نظم او نړيوالو اړيکو له اصولو څخه سرغړونه کوي.
د چين د بشري حقونو ټولنې د ډسمبر په ۲۷ مه نېټه د يوه راپور په خپرولو سره ويلي، چې امريکا د بشري حقونو نړيوالې چارې سياست پسې تړلي او له ګواښونو سره يې مخ کړې دي .
دغه راپور د بشري حقونو پر ادارې د امریکا د سياسي کړنو اغېزې په نوم خپور شوی او د دغه هيواد د بشري حقونو د سياسي کېدو بهير او تفصیلات پکې بیان شوي دي.
په دغه راپور کې راغلي، امريکا د بشري حقونو په پلمه د شوروي اتحاد د پرمختګ مخنيوی کړی و، له سړې جګړې وروسته یې خپل ارزښتونه پر نورو هېوادونو وتپل او پر هغو هېوادونو يې چې سياسي نظام يې د امريکې نظام سره يو شان نه دی، ګوزارونه کړي دي.
ګڼ شمېر حقیقتونه ښيي، چې امريکا بشري حقونه د خپلې بادارۍ د وسلې په توګه کاروي. د امريکا د نيويارک پوهنتون د تاریخ او نړيوالو اړیکو کارپوه جمس پېک پدې اړه ډېر تاريخي سندونه او اثار تحليل کړي او د پلټنې نتيجه يې ښيي، چې هغه بشري حقونه چې د امريکا د حکومت لخوا يې ادعا کيږي، د بشري حقونو له رښتنې مفکورې سره هيڅ اړيکې نه لري. امريکا د بشري حقونو بيرغ اوچت کړی او موخه يې دا ده، چې د بشري حقونو په پلمه خپله نړيواله ستراتيژي خپره او عملي کړي.
امریکا نه يوازې د بشري حقونو مفکوره بدنامه کړې، بلکې د بشري حقونو نړيوالې اداري چارې يې هم ډېرې بدې اغېزمنې کړې دي او په پايله کې به د خپلې بادارۍ د ساتلو او پراخولو موخې ته هم ونه رسيږي .
لومړی، امريکا چې بشري حقونه څومره په سياست ورګډوي، هغومره به یې د بشري حقونو کمزوري افشا کيږي.
په دغه هېواد کې نژادي تبعيض، له وسلو ناوړه استفاده، د پوليسو لخوا په زور د قانون تطبيق او د بېوزلو او شتمنو کسانو ترمنځ لوی واټن د امريکا د بشري حقونو لويې ستونزې دي، خو د دغه هېواد چارواکو پر خپلو ستونزو سترګې پټې کړي او د بشري حقونو د قاضي په حيث د نورو هېوادونو پر کورنيو چارو به بې ځايه نيوکې کوي.
دوهم، امريکا چې بشري حقونه څومره سياسي کوي، نړیوال به همغومره درک کړي، چې دغه هيواد د نړۍ د بشري حقونو د ناورين تر ټولو لوی جوړونکی دی.
امریکايي ځواکونو پر افغانستان او عراق تېری کړی و او په دغو هېوادونو کې يې د ګڼ شمېر خلکو بشري حقونه تر پښو لاندې کړل. دغه هېواد د نورو هېوادونو د سياستوالو تلفونونو ته په پټه غوږ نيونه کوي او د خپلو اتباعو شخصي معلومات يې راټول کړي دي. امریکا د خپلې بادارۍ لپاره د بشري حقونو د نړيوالو چارو سالم ميکانيزم خراب کړی او ډېر هېوادونه يې په تاوتريخوالي کې راګير کړي دي.
د امريکا کارپوه سينګ وان چوی او جېمس پاتريک په تېرو دېرشو کلونو کې د ۱۴۴ هېوادونو اړوند ارقام پرتله او تحليل کړي او نتيجه يې ښيي، چې د بشري حقونو د اصلاح کولو په پلمه د امريکا ډيپلوماسي ناکامه ده او د بشري حقونو په وضعيت کې يې ښه والی نه، بلکې بدوالی یې راوړی او ناورين يې جوړ کړی دی. دوی تر ټولو ښه مثال دا ورکړی، چې امريکايي ځواکونه په ۲۰۲۱م کال له افغانستان څخه ووتل او ډېر څېړونکي له افغانستان د امريکايي ځواکونو وتنه د دغه هېواد د بادارۍ د پرځېدو نښه بولي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۴۸ مه غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو استازو له امريکا څخه وغوښتل، چې د بشري حقونو په برخه کې خپلو ستونزو ته پاملرنه وکړي او دغه چارې بايد سياست پسې ونه تړي. له دې څخه څرګنديږي، چې د نړۍ زياتو خلکو درک کړې، چې د بشري حقونو د سياسي کېدو مخنيوی د بشري حقونو د نړيوالو چارو د سالم پرمختګ لپاره مهم دی.
امريکا بايد د خلکو غوښتنې ته ځواب ورکړي!