د ملګرو ملتونو عمومي منشي وایي، د پاریس د ۲۰۱۵ ز کال له کنفرانس وروسته په نړۍ کې د اقلیم د بدلون په اړه د نړیوالو سیاسي اراده کمزورې شوې ده.
انتونیو ګوترېش دغه څرګندونې د پولنډ په کاتوویڅې کې د ملګرو ملتونو د اقلیم سرمشریزې ته په پرانيستونکې وینا کې وکړې.
دغه سرمشریزه چې دوه اونۍ دوام کوي، د نړۍ د څه باندې سلو هېوادونو او سازمانونو استازو پکې ګډون کړی دی.
ګوترېش وویل، په نړۍ کې د اقلیم د بدلون واقعیت دا دی چې هغه د تمې خلاف په ناوړه حالت کې دی، خو د پاریس له کنفرانس وروسته سیاسي اراده کمزوې شوې ده.
د پاریس په کنفرانس کې په دې سلا شوې وه چې د ځمکې تودوخه باید له دوو درجو زیاته نه شي.
د پولنډ دغه ناسته داسې مهال کېږي چې د پاریس تړون د اجرايي کېدو لپاره د مقررو او جزیاتو د تدوین ضرب الاجل د روان کال تر پایه یا یوه میاشت وروسته پوره کېږي.
که څه هم امریکا د اقلیم د بدلون له تړونه وتلې، خو تر ۲۰۲۰ ز کال باید په دغه تړون کې پاتې شي.
امریکايي مرکچیانو د پولنډ په ناسته کې ګډون کړی چې د دې غونډې په اجرايي جزیاتو پوه شي او په خپل بهرني سیاست کې ترې ګټه واخلي.