ترکيې له امریکا غوښتي چې په سوریه کې د څارنې هغه امنیتي پوستې لرې کړي چې د ترکي ځواکونو او کرد وسله والو ترمنځ د نښتو د مخنیوي لپاره جوړې شوې دي.
د ترکيې دفاع وزیر حلوصي اکار دا غوښتنه په انقره کې د سوريې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره په کتنه کې کړې ده.
تر دې مخکې د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس ویلي وو چې د څارنې دا امنیتي پوستې د ترکيې د پوځ او د کردانو د (وای. پي. جي) وسله والې ډلې ترمنځ چې ترکیه يې تروریستي شبکه ګڼي، د شخړو د کمښت په موخه جوړې شوې دي.
د ترکیې دفاع وزیر همدا راز له امریکا غوښتي چې له وای پي جي وسله والې ډلې سره خپله همکاري هم پای ته ورسوي.
د سوريې کردانو له ۲۰۱۱ ز کال راهیسې د ترکيې پولې ته نږدې نیمه خپلواکه سیمه جوړه کړې چې ترکيه يې مخالفت کوي.
ترکیه وېره لري چې دا به د دغه هېواد پر خاوره مېشت کردان هم خپلواکۍ ته وهڅوي.
ترکیه په سوریه او عراق کې د مېشتو کردیانو پر مرکزونو هوایي او ځمکني عملیات کوي چې د امریکا په ګډون ځینو نورو هېوادونو یې له دغه کار سره مخالفت ښودلی دی.