بایومیتریک سیستم په افغانستان کې د خیالي پولیسو په له منځه وړلو کې اغېزناک تمام شوی دی. د کورنیو چارو وزارت وايي چې دمګړی ۹۷ سلنه پولیس بایومیتریک شوي دي او دې چارې د خیالي پولیسو موجودیت له منځه وړی دی. تر دې وړاندې پر کورنیو چارو وزارت تور و، چې زرګونه خیالي پولیس پکې موجود دي او معاشونه یې د ځينو کسانو جېبونو ته ځي. خو اوس دغه وزارت وايي چې ۹۷ سلنه پولیس او د کورنیو چارو وزارت ټول کارکوونکي بایومیتریک شوي دي او دې مسئلې په دغه وزارت کې فساد له منځه وړی دی. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، چې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې دمګړی ۱۳۵ زره پولیس فعالیت کوي او له لرې پرتو سیمو پرته نور ټول پولیس بایومیتریک شوي دي. دده په خبره د کورنیو چارو وزارت رهبري هڅه کوي چې په دغه وزارت کې فساد په پوره توګه له منځه یوسي.