د چين د بهرنيو چارو وزارت د امریکا په امر د هواوې شرکت د مالي چارو د رییسې مېنګ وانژو د نیول کېدو په غبرګون په چین کې د امريکا سفير تيري برنډسټډ احضار کړی.
د سينهوا خبري اژانس په حواله، د چين د بهرنيو چارو وزارت معين لي يوچینګ د مېرمن مېنګ وانژو نيول کېدل يو بې باکانه اقدام وباله او غوښتنه يې وکړه چې د امريکا متحده ايالتونه دې د هغې د نيول کېدو حکم لغوه کړي، کنه پيکېنګ به يې پر وړاندې اقدامات وکړي.
چينايي چارواکو تر دې مخکې په پيکېنګ کې د دې پېښې په تړاو د کاناډا سفير هم احضار کړى و او په دې اړه یې خبردارى ورکړى و.
مېنګ وانژو ۴۶ کاله عمر لري او د هواوې شرکت د بنسټ اېښودونکي لور ده چې ۱۰ ورځې مخکې په کاناډا کې هغه مهال ونيول شوه چې په ونکوور هوايي ډګر کې له يوې الوتکې بلې ته پورته کېده.
نوموړې د امريکا په غوښتنه پر ايران د لګول شويو بنديزونو د سرغړونې په تور نيول شوې ده.
امريکايي چارواکو پر هواوې چينايي شرکت تور پورې کړى چې په هانګ کانګ کې یې له يوه شرکته په استفاده پر ايران داسې وسايل خرڅ کړي چې پر دغه هېواد له لګول شويو بنديزونو سرغړونه ګڼل کېږي.
د امريکايي چارواکو په خبره، مېرمن مېنګ او هواوې شرکت امريکايي بانکونه له ايران سره د تجارت په مسئله کې تېر ايستلي دي.
مېنګ وانژو په يوه ليک کې چې په کاناډا کې خپور شوی، ټينګار کړى چې دا بېګناه ده او امريکا ته د سپارل کېدو په صورت کې به د ځان دفاع وکړي.