د سولې په اړه معتبره نړیواله څېړونکې اداره وایي، امریکا د وسلو د پلورلو په برخه کې د نړۍ په کچه تر ټولو مخکښ هېواد دی.
د ستاکهلم د سولې د څېړنې نړیوال انسټېټیوټ د ډسمبر په ۱۰مه خپل کلنی راپور خپور کړ چې وایي، په ۲۰۱۷ ز کال کې د امریکایي کمپنیو لهخوا د وسلو او پوځي تجهیزاتو پلور دوه سلنه لوړ شوی او ټوله بیه یې ۲۲۲،۶ میلیاردو ډالرو ته رسېږي.
په دغه راپور کې تر امریکا وروسته روسیه د وسلو دویم لوی تولیدوونکی هېواد بلل شوی چې تر برېټانیا مخکې شوې ده.
راپور زیاتوي، په ۲۰۱۷ ز کال کې روسي کمپنیو د ۲۰۱۶ ز کال په پرتله ۸،۵ سلنه ډېرې وسله پلورلې دي.
د سولې په اړه دې نړیوالې تحقیقاتي ادارې د نړۍ په کچه د وسلو د سلو مخکښو تولیدوونکو شرکتونو لهخوا د وسلو د پلورلو پر اساس دا راپور خپور کړی دی.
د دوی پایلې په ډاګه کوي چې په دغو سلو مخکښو شرکتونو کې ۴۲ یې د امریکا او ۱۰ یې د روسیې دي.
د دغه انسټېټیوټ د وسلو او پوځي مصارفو د پروګرام لوړپوړي څېړونکي سایمن ویزمن ویلي، روسي کمپنیو له ۲۰۱۱ ز کال راهیسې د خپلو وسلو د پلور په برخه کې ډېر پرمختګ کړی دی.
نوموړی زیاتوي، دغه پرمختګ له هغه اقدام سره همهاله شوی چې روسیې د خپلو پوځي ځواکونو د عصري کېدو په موخه د پوځي تدارکاتو لګښتونه ډېر کړل.
دغه نوی راپور وایي، د لومړي ځل لپاره د روسیې دولتي کمپنۍ الماز انټې په نړیواله سطحه د وسلو د پلور په برخه کې د دغه هېواد په لسو مخکښو کمپنیو کې شامله شوې ده.
دا اداره زیاتوي، برېټانیا د لوېدیځي اروپا په سطحه د وسلو لوی پلورونکی هېواد دی او په سلو مخکښو کمپنیو کې ۷ شرکتونه لري.
په دغه راپور کې همدا راز د ترکیې له خوا د وسلو د چټک پرمختګ یادونه هم شوې او وایي چې دا پرمختګ ښیې چې ترکیه د خپلو وسلو د تولید پراختیا ته لېواله ده، څو وکولی شي د وسلو ډېرېدونکې تقاضا پوره کړي او په دې برخه کې یې پر بهرنیو کمپنیو اتکا راکمه شي.
په ټوله کې دغه راپور وایي، په ۲۰۱۷ ز کال کې په نړۍ کې د وسلو سلو مخکښو تولیدوونکو کمپنیو د ۳۹۸،۲ میلیاردو ډالرو په ارزښت وسلې پلورلې دي چې دا تر ۲۰۱۶ ز کال ۲،۵ سلنه ډېروالی ښیي.
په دې څېړنه کې د چین د وسلو تولیدوونکي کمپنۍ نه وې شاملې، راپور زیاتوي چې د هغوی په اړه معلومات موثق نه وو.
د سولې په اړه د ستاکهلم نړیواله تحقیقاتي اداره په ۱۹۶۶ ز کال کې جوړه شوې او خپل ځان یوه داسې خپلواکه اداره بولي چې د شخړو، وسلو، د وسلو د کنټرول او بې وسلې کولو په اړه صادقانه پلټنې کوي.