امريکا د روسیې او اوکراين د روانې جګړې له پېل راهيسې کيف ته پر له پسې نظامي تاسيسات ليږي، چې له امله يې د امريکا په دننه کې د هغو شرکتونو د توکو بيې لوړې شوي، چې نظامي توکي تولیدوي او د وسلو او نظامي وسايلو د پلور بازار يې ښه ګرم شوی دی.
کله چې امريکايي ځواکونه له افغانستانه وتلي، دغه هيواد له سخت بشري بحران سره مخامخ شوی او افغانان له څو مياشتو راهيسې له امريکا څخه غوښتنه کوي، چې د افغانستان بانک کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي، خو امريکا د دوی اواز نه اوري او سترګې يې پرې پټې کړې دي.د امريکا ولسمشر جوبايډن د تېرې فبرورۍ په ۱۱مه نېټه پرېکړه وکړه، چې د افغانستان ۳ ميليارډه ۵۰۰ ميليونه ډالر به د سپتمبر د ۱۱ مې پېښې پر قربانيانو وويشل شي، حال دا چې په يادې پېښې کې نه يوازې د افغانانو لاس نه و، بلکې خپله دوی د همدې پېښې قرباني شوي دي.
د امريکا يادې پرېکړې افغانان نور هم په ستونزو کې راګير کړي.
امريکا له تېرو لسګونو کالونو راهيسې پر نورو هيوادونو تيري او بريدونه کوي، چې ښه ساری يې افغانستان او عراق يادولی شو. امريکا د اوکراين په جګړه کې مستقيم ګډون نه دی کړی، خو لمسوونکې کړنې ترسره کوي او پر يادې جګړې نور هم تېل شيندي.
د امريکا موخه څه ده؟
د امريکا ډېره بېړه لري، چې د اوکراين په جنګ کې روسيه کمزورې کړي. د امريکا کانګرس جو بايډن ته صلاحيت ورکړی، چې اوکراين ته د نظامي تاسيساتو د ليږلو لپاره ۳ میليارډه او ۵۰۰ ميليونه ډالره ولګوي، خو اوس له يادو پیسو يوازې ۲۵۰ ميليونه ډالره پاتې دي او نور ټول يې لګولي دي.
همدا ۳ ميليارډه او ۵۰۰ ميليونه ډالره همغه اندازه ده، چې امريکا له افغانانو لوټ کړي دي.
خو دا ټولې نړۍ ته څرګنده ده، چې افغانانو د سپتمبر ۱۱مې نيټې په پيښې کې هيڅ لاس نه درلود، نو ولې د يادې پېښې پړه بيا پر دوی اچول کيږي.افغانانو د جوبايډن د يادې پرېکړې سخته غندنه کړې، خو نور بې وسه دي او د خپلو شتمنيو د بېرته اخيستو توان او هیڅ لاره نه لري.
يوه اصطلاح ده، چې جګړې کې اړوندې خواوې ډېرې ګټې ترلاسه کوي، په تيره بيا د وسلو برابرونکي دي. نو ځکه امريکا هم ځای ځای جګړې راپاروي، چې خپلې وسلې خرڅې او تجارت يې وغوړيږي. جګړې د امريکا د وسلو توليدي تصديو لپاره د ګټو ځنځير دی او کړۍ په کړۍ ترې ګټې پورته کوي او همدا يې د تجارت مهمه لاره ده.
د امريکا د نظامي تاسيساتو تجارت د حکومت د سياسي هدف لپاره ترسره کيږي. د امريکا د وسلو توليدي تصدۍ او سوداګريز شرکتونه د وسلو او نظامي تجهيزاتو د پلور له لارې ګټې ترلاسه کوي او بیا همدا پیسې د امريکا په ټاکنو کې د خپل نوماند لپاره لګوي او واک ته يې رسوي، تر څو په راتلونکي د دوی د ګټو لپاره نورې لارې چارې پيدا کړي.
امريکا د افغانستان جګړه راوپاروله او د اوکراين جګړه کې بیا مستقيم ګډون نه لري، خو يوازې تېل پرې اچوي. د امريکا د حکومت او د وسلو توليدي تصديو په سترګو کې د اوکراين جګړې ښه سوداګريز چاپېريال برابر کړی دی.
امريکا د افغانستان شل کلنې جګړې کې شاوخوا ۱۴۰۰۰ميليارډه ډالره لګښت کړی، چې اکثره پیسې بیا د همدغه هيواد د وسلو تجارتي تصديو ته تللې دي.امريکا له افغانستان څخه خپل پوځونه اوباسل او د وسلو تجارتي شرکتونو يې پکې ښې ګټې وکړې . د افغانستان بيارغونه د امريکا د وسلو توليدي تصديو ته اوس هيڅ ارزښت نه لري، نو دوی به خپل حکومت وهڅوي، چې بل جنګ پيل کړي.
امريکا اوس په خپله په جګړو کې ګډون نه کوي، خو د جګړو نوې لارې يې پيدا کړي او د نورو هيوادونو ترمنځ جګړې راپورته کوي او د وسلو شرکتونه یې بیا نظامي تجهيزات پرې پلوري او خپلې ګټې ترلاسه کوي. د امريکا په لمسون د اوکراين شخړه پای نه شي موندلی، خو اوبه خړوي او کبان نيسي.