اسټرالیا لوېدیځ بیت المقدس د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژنده. له امریکا، ګواتیمالا او پاراګوای وروسته اسټرالیا څلورم هېواد دی چې لوېدیځ بیت المقدس د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت پېژني.
د اسټرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن وايي:«اسټرالیا اوس لوېدیځ بیت المقدس چې د پارلمان او ډېریو حکومتي بنسټونو ځای دی، د اسرائیل د پلازمېنې په توګه پېژني. لوېدیځ بیت المقدس د اسرائیلو پلازمېنه ده. موږ لوېدیځ بیت المقدس ته د خپل سفارت لېږد ته سترګې په لاره یو، خو کله چې د دغه ښار د وضعیت په اړه وروستۍ پرېکړه وشي.»
د اسټرالیا لومړی وزیر وايي، تر هغې چې د اسرئیل او فلسطین ترمنځ د یوه هوکړه لیک پر بنسټ د بیت المقدس برخلیک روښانه نه شي، د دغه هېواد سفارت به له تل ابیب څخه ونه لېږدول شي، د موریسن پر دې پرېکړه د اسټرالیا کارګر ګوند له خوا نیوکه وشوه.
د اسټرالیا د کارګر ګوند مشر یل شارټن په دې اړه وویل: «دا د ښاغلي موریسن له خوا یوه سپکوونکی شاتګ دی. ډاډ نه یم، کله یې چې د سفارت د لېږد مسله اعلانوله، واقعاً پوهېدم چې څه وايي. مسئله له دې خبرو لویه ده. زما وېره دا ده چې موریسن نه یوازې سیاسي شاته تګ کړی، بلکې اسټرالیا یې د نړۍ په کچه احمقه ښودلې ده.»
د امریکا متحده ایالتونو، تېر زېږدېز کال لوېدیځ بیتالمقدس ښار د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژنده او خپل سفارت یې هلته ولېږدوه.