په کور دننه او له نړیوالو غبرګونونو سره سره د کوسوو پارلمان هغه لایحه تصویب کړه چې له مخې به یې د یاد هېواد د چټک غبرګون ځواک په بشپړ پوځ بدل شي.
د دغه هېواد د پارلمان له ۱۲۰ غړو ۱۰۵ یې په یوه بشپړ پوځ د دغه هېواد د چټک غبرګون د ځواک بدلېدو ته مثبته رایه ورکړه.
د یاد هېواد په پارلمان کې د سرب اقلیت غړو په دې رایه ورکونه کې برخه وانه خيسته.
د کوسوو د پارلمان مشر قدري ویسیلي وویل، پارلمان د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو په اړه وړاندې شوې قانوني لایحه ومنله.
د تصویب شوې لایحې له مخې، د دغه هېواد د پوځ شمېر دوه چنده کېږي او په تدریج سره به د حرفوي ځواک بڼه واخلي.
د کوسوو ولسمشر هاشم تادیچ وویل، نوی پوځ به له ټولو قومونو جوړ وي او په هېواد او سیمه کې به د سولې لپاره او که اړتیا وي، د نړۍ په هره برخه کې به خدمت وکړي.
د دغه هېواد په پلازمېنه پریشټینا کې د امریکا سفیر فلیپ کاوسنیټ وویل، دا د یوه خپلواک هېواد لپاره طبیعي ده چې له ځان څخه د دفاع وړتیا ولري.
خو د دغه هېواد د پارلمان له پرېکړې مخکې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي وو چې د کوسوو د پوځ د جوړولو موضوع نا مناسبه ده او دا اقدام د دغه تړون د مشورو خلاف عمل دی.
بلخوا د صربیا لومړي وزیر ویلي، د کوسوو د پوځ جوړېدل په بالکان سیمه کې د ثبات د هڅو پر ضد ګام دی او دا به په سیمه کې نور کړکېچونه هم رامنځته کړي.
په ورته وخت کې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوولې، د کوسوو د پارلمان د دې پرېکړې په اړه خواشیني څرګنده کړې ده.
د روسيې د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه بیان کې په تونده لهجه ویلي، ښکاره ده چې کوسوو په سیمه کې د بې ثباتۍ پر یوه مرکز او د جګړې په یوې بالقوه سرچینې بدلېږي.