اسلام اباد پر پاکستاني عسکرو د وروستي برید په تړاو د ایران سفیر احضار کړی دی. د رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دغه برید له ایراني لوري ددوی پر عسکرو شوی دی. د تېرې جمعې په ورځ شپږ پاکستاني عسکر د وسله والو په یوه برید کې د ایران-پاکستان ګډې پولې ته نږدې ووژل شول. په دغه برید کې څلور وسله وال هم وژل شوي دي. ایران بیا وايي چې دوی د ترهګرو ډلو پر وړاندې عملیات کوي او پخپله خاوره کې هېڅ وسله والې ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکوي. د ایران سفیر مهدي هنردوست ویلي چې پر ګډه پوله باید د امنیت او خونديتابه نوی میکانیزم رامنځ ته شي څو د ورته پېښو مخنیوی وشي.